د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د ډزبندۍ د قرارداد تر منظورۍ وروسته هم د اسرایل او حماس تر منځ جګړه روانه ده او اسرایلي پوځ نن ویلي چې په غزه کې مځکني عملیات پراخوي، په انډونېشیا کې زرګونو خلکو د غزې بمبارۍ په ضد احتجاج کړی دی.
اسرایلي ځواکونو د مځکنیو عملیاتو له پیلولو سره سره بېګا شپه په غزه پټۍ کې پر خپلو هدفونو په سلګونو بمبارۍ کړې دي چې له کبله یې مواصلاتي شبکو کار پرېیښی او په دې سیمه کې انټرنیټ او ټیلیفون قطع شوی دی.
د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم خبرداری ورکړی دی چې په غزه کې د مواصلاتي شبکو بندېدل به د دې سبب شي چې هلته "پراخ ظلمونه" له نړۍ پټ کړي.
د اسرایل پوځ د شنبې- خالي په ورځ وویل چې مځکني عملیات یې پلي پوځیان او بکتربند ټېنکونه کوي خو وایي د هوا او سمندر له لارې به هم د "سترو" بریدونو ملاتړ ورسره وي.
وایي د دغو تازه عملیاتو یو مهم مقصد یې د حماس پر ټونلونو یا سمڅو بمباري کول او د غزې د واکمنې وسلوالې ډلې ماتول دي، چې درې اوونۍ مخکې یې د اسرایلو په جنوبي سیمو کې بریدونه وکړل.
د اسرایل پوځ د غزې په ازادو سیمو کې د څو کتاره ټېنکونو ساده عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې جنګي الوتکو یې د حماس په لسګونو سمڅې او تر مځکې لاندې سنګرونه بمبار کړي دي.
د اسرایلي پوځ ویاند رېر ایډمرل ډېنیل هګاري د شنبې- خالي په ورځ وویل، ځواکونه یې لا هم پر مځکه دي او جګړې ته به دوام ورکوي. هګاري دې خبرې ته اشاره وکړه د جګړې بل پړاو پیل شوی او تمه کیږي د غزې په ټوله شمالي سیمه کې مځکنیو عملیاتو ته وده ورکړي.
د اسرایل دفاعي ځواک پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي چې بېګا شپه یې جنګي جیټ الوتکو د حماس د هوايي ارې یا انټینا د مشر عاصم ابو رقابه پر کور برید کړی دی. وایي ابو رقابه د حماس د هوایي او دفاعي چارو ذمه وار تن وو:
"هغه د اکټوبر د اوومې د قتلِ عام په پلانولو کې برخه واخیسته او هغو ترهګرو ته یې امر وکړ چې په پېراګلایډرونو [پېراشوټونو] کې اسرایل ته ننوتل او د ای ډي ایف پر محاذونو د ډرون بریدونو ذمه وار وو".
د وایټ هاوس د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، ده داسې رپوټونه لیدلي چې اسرایلي ځواکونه په غزه کې مځکني عملیات پراخوي خو وایي په دې اړه څه نه وایي.
د انټرنیټ، ټیلیفونونو او بجلۍ بندېدل:
د فلسطین د موبایل ټیلیفون د سروس مشر جوال د جمعې په ورځ ناوخته ویلي، د اسرایل د درنې بمبارۍ له کبله موبایل، مځکني ټیلیفونونه او انټرنیټ بند شوي دي او یواځې ځینې سټیلایټ ټیلیفونونه فعاله دي.
د فلسطین مرسته کوونکې اداره ریډ کریسنټ سوسایټي وایي، په غزه کې یې د خپلو کارونو له دفتر او کارکوونکو سره اړیکې په بشپړه توګه پرې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا او نورو مرستندویه ادارو هم د شنبې- خالي په ورځ ویلي، چې د دوی هم په غزه کې له خپلو کارکوونکو ډلو سره رابطې پرې شوې دي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر ټیډروس اډانم ګیبریوس وایي د اړیکو شلېدل د ایمبولنسونو لپاره دا ناممکنه کړې ده چې په غزه کې ټپیانو ته ورسېږي. ښاغلي ګیبریوس پر ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي:
"موږ تر اوسه پورې خپلو کارکوونکو او روغتیایي اسانتیاوو ته په رسېدو کې ناکامه یو، زه پرېشانه یم چې دوی به په څه حال کې وي".
ښاغلي ګیبریوس د شنبې- خالي په ورځ پر ایکس په خپل تازه پوسټ کې ویلي، چې د غزې خلکو، ناروغانو او روغتیایي کارکوونکو بېګا شپه په تیاره او ویره کې تېره کړه.
د بشري حقونو د ادارو غبرګون:
د بشري حقونو د څار تنظیم وایي په غزه کې بشپړ بلیک اوټ، د ټیلیفون او انټرنیټ بندېدل دا ویره زیاته کړې چې هلته د اسرایلي ځواکونو په عملیاتو کې به هر څه پټ پاته شي.
ایچ آر ډبلیو په یو بیان کې ویلي، "د اکتوبر په 27مه په غزه کې ټیلیفون او انټرنیټ د اسرایلي بمبارۍ له کبله په پراخه کچه بند شول، تقریباً د ټولې ابادۍ 2.2 میلینه خلکو رابطې له بهرنۍ نړۍ سره پرې شوې".
د بشري حقونو د څار تنظیم د ټیکنالوجۍ او بشري حقونو څېړونکې ډیبورا براون ویلي، د مواصلاتي اړیکو پرې کېدل "په پراخو ظلمونو باندې د پردې اچولو سبب کېږي او د بشري حقونو له سرغړونو په معافیت کې مرسته کوي".
ایچ آر ډبلیو وایي د بجلۍ، انټرنیټ او ټیلیفون بندېدل به د دې سبب شي چې په غزې پټۍ کې د عامو فلسطیني خلکو خلاف د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو په اړه حساس معلومات را غونډول به نور ګران شي.
ایمنیسټي انټرنېشنل هم وایي چې په غزه کې یې له خپلو همکارانو او د بشري حقونو له نورو تنظیمونو سره اړیکې پرې شوې دي او وایي دا اوس ورته ګرانه شوې ده چې هلته د بشري حقونو د سرغړونو په اړه معلومات را غونډ کړي.
د ایمنیسټي د څېړنې، ایډوکېسۍ، پالیسۍ او کمپېن مشره ایریکا ګواوارا روسس وایي، د فلسطین عام خلک مخکې هم په غزه پټۍ کې محاصره وو او اوس به په بشپړه توګه د مواصلاتو د قطع له کبله بند پاته شي.
یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum