لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قانون پوهان: د پاکستان لخوا د بهرنیانو د ویستلو پرېکړه به د لکونو افغانانو ژوند په خطره کې واچوي


قانون پوهان وایي د پاکستان دحکومت له لوري ملک نه په غیر قانوني ډول د مېشته بهرنیانو د ویستلو د پالیسۍ له امله به تر ټولو زیات هغه افغان وګړي اغېزمن شي چې خپل هیواد افغانستان کې یې ژوند ته خطرې پېښې دي اؤ پاکستان کې په پناه اخستو مجبوره شوي دي.

دملګرو ملتونو د کډوالو ادار یو این ایچ سي ار وایي دا مهال نزدې ۱۴ لکه یا ۱.۴ ملیونه افغانان پرته له اسنادو پاکستان کې میشت دي اؤ د پاکستان لخوا د دوي د ویستلو پرېکړې سره به دغه افغانان زیات اعېزمن شي.

قانون پوه رحیم شاه اپریدی وایي په پاکستان کې افغانانو ته هر رقم تکلیفونه ورکړی شوي اؤ دا وروستۍ د افغانانو د ځورولو د لړۍ یوه کړۍ ده چې د ده په وینا یوازې کرکې به وزیږوي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "زمونږ روایات یو دي، قام مو یو دی، ژبه، مذهب اؤ کلتور مو یو دی، افغانان څلوېښت، پنځوس کاله دلته دې صوبه کې وسیدلي او که نور هم پنځوس کاله پاتې شي مونږ ته څه تکلیف نشته".

نوموړی وایي ،دنیا کې چې چرته هم څوک پینځه کاله تیر کړي هغه د هغه هیواد شهري یا وګړی شي خو دلته چې پاکستان افغانانو سره څه کوي دا ټول غیر قانوني اقدامات دي.

ښاغلی اپریدی وایي په زوره د افغانانو په ویستلو سره پاکستان د ملګرو ملتونو د چارټر څخه هم سرغړونه کوي اؤ د بشري حقونو خلاف ورزي هم کوي .

هغه وایي د نړیوالو قوانینو سره سره اسلامي اقدار اؤ قوانین هم د داسې یو عمل اجازه نه ورکوي چې د بشري ژوند ورسره په خطر کې لوییدلی شي.

قانون پوهان وایي پکار دا وه چې هغه افغانانو ته قانوني مرستې ورکړل شوې وې چې ژوند یې دخطرو سره مخ دی اؤ د هغوئ په زوره خپل ملک ته لېږل د دغه خلکو ژوند خطر کې اچولی شی.

د قانون پوهانو په نظر ،د افغان کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو د فیصلې په اساس د افغانستان او پاکستان حکومت او یواین ایچ سی آر ته په ګډه او مشوره دغه فیصلې کول پکار وې.

قانون پوهه ممتاز احمد ایډوکیټ پاکستان ته هغه خلکو پناه راوړې ده چې افغانستان کې ژوند ته ګواښونه پېښ وؤ اؤ اوس دپاکستان لخوا په زوره هغوي ویسل یو غیر قانوني ،بلا جوازه اؤ غیر اخلاقي عمل دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي پکار ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي ار پاکستان کې د پاتې کیدو لپاره افغان وګړو ته پېژند پاڼې یا ټوکن ورکړي تر څو هغوي په دغه ټوکن پاکستان کې د پاتې کېدو جواز ولري.

فرمان سیلاب نومې یو بل وکیل اؤ قانون پوهه ډیوه ته وایي کوم افغانان چې په غیر قانوني توګه پاکستان ته راغلي دي هغوي ویستل پکار دي خو د چا سره چې اسناد شته،پاسپورټ اؤ تذکره لري پکار ده چې حکومت د افغان کمشنریټ سره په مشوره پاکستان کې په قانوني توګه دهغوي میشته کولو لپاره یوه لاره پیدا کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي ار تر مخه پاکستان کې وړاندې نه دیارلس لکه یا ۱.۳ ملیونه افغان د کډوالو په حیث رجسټرډ دی او اته لکه اتیا زره قانوني دستاویزات لری چې پاکستان کې پاتې شي خو څه هم قانوني دستاویزات نه لري

د پاکستان حکومت روانه ویلي چې پاکستان کې په غیر قانوني ډول میشت بهرنیان که د روانې میاشتې تر پائ پخپله خوښه له هیواده ونه اوځي نو د نومبر د وړومبۍ نیټې نه به دهغوي پرضد قانوني کارروایي پیل کیږي اؤ له هیواده به ویستل کیږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG