لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل بیا د شمالي غزې خلکو ته د سمدستي وتلو خبرداری ورکړی، حماس وایي د اسرایل یرغل ته تیار دي


د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند رېر ایډمرل ډېنیل هګاري اوس شاوخوا یوه ګنټه وړاندې یو ځل بیا د غزې ښار او شمالي برخې خلکو ته خبرداری ورکړ، چې له خپلو کورونو د غزې جنوبي برخې ته لاړ شي.

ډېنیل هګاري د ای ډي ایف په رسمي ایکس [مخکیني ټویټر] باندې په یوه ویډیو کې وایي، دا بې ځایه کېدل د لنډ وخت لپاره دي، وایي شمالي غزې ته بیرته ستنېدل به هله ممکن وي چې هلته "شدیده جګړه" ختمه شي:

"حماس خپله وسله او ځواکونه د سکولونو، جوماتونو او روغتونونو په ګډون د غزې په ملکي ځایونو کې ساتي او ستاسې ژوند په خطر کې اچوي".

ښاغلي هګاري د غزې خلکو ته خبرداری ورکړ، چې ژر جنوب ته کډه شي ګنې "د عمل کولو کړکۍ یې بندېږي"، وایي دا یواځې د دوی یو احتیاط نه دی بلکې د غزې د عامو خلکو د خوندیتوب لپاره یوه "بیړنۍ غوښتنه "ده.

اسرایل دوې اوونۍ مخکې هم د غزې د شمالي برخې شاوخوا یوولس لکه خلکو ته خبرداری ورکړی وو چې په څلرویشت ګنټو کې خپلې سیمې پرېږدي او جنوب ته کډه شي، چې ملګرو ملتونو یې مخالفت کړی وو او ویلي وو چې په دومره لنډ وخت کې دا کار ممکن نه دی او دا به ناورین پېښ کړي.

د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند وایي راتلونکي عملیات به یې ډېر دقیق او شدید وي چې وایي مقصد یې د حماس د خطر ختمول دي. اسرایلي ځواکونو د امریکا پر منع کولو برسېره مځکني عملیات پیل کړي او دعوه کوي چې د جمعې په شپه یې د حماس سلګونه ځایونه په نخښه کړي دي.

ډېنیل هګاري وایي د اکتوبر په اوومه د حماس په بریدونو کې د "بې ګناه خلکو د قتلِ عام" له کبله انسانیت ځورول شوی دی، وایي د اسرایل د نارینه وو، ښځو، او ماشومان سرونه غوڅ کړل شوي، په دار شوي، جنسي تېری ورباندې شوی او ژوندي سوځول شوي دي:

"موږ به دا هېر نه کړو او تر 200 د زیاتو اسرایلیانو تښتول به موږ هېر نه کړو".

د حماس ډلې یو اعلی چارواکي عزت الرشاق د جمعې په ورځ ویلي چې په غزه کې د مځکې له لارې د اسرایل یرغل ته چمتو دي. د وي او اې اشنا د رپوټ له مخې رشاق په ټیلیګرام سوشل مېډیا کې لیکلي:

"که چېرې وزیراعظم بنجامین نتنیاهو نن شپه [جمعه] غزې ته د ننوتو پرېکړه وکړي، مزاحمت چمتو دی. د هغه [نتنیاهو] د پوځیانو پاته شوني به د غزې مځکه وخوري".

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش وایي، په تېرو ورځو کې چې د اسرایل د ملاتړ هېوادونو په ګډون په غزه کې د جګړې پر درېدو د نړیوالې ټولنې اتفاق زیات شو، نو د ده حوصله زیاته شوه.

وایي که په جګړه کې وقفه راشي نو د شاوخوا 200 یرغمل کسانو په را خوشي کولو، خوندي ځایونو ته د غزې د خلکو د وتلو او د زیاتې اندازې اړتیا وړ بشري مرستو رسېدو ته به لاره برابره شوې وای:

"زه افسوس کوم چې [په جګړه کې] د وقفې پر ځای د بمبارۍ بېساري زیاتوالي او د دې بمبارۍ تباه کوونکو اغېزو زه حیران وم، دا بشري مقصدونو ته تاوان رسوي".

ښاغلی ګوتېریش نن د شنبې- خالي په ورځ قطر ته تللی او د حماس د یرغمل کسانو په را خوشي کولو کې یې د دوحې رول ستایلی دی. د حماس په یرغمل کړو کسانو کې تر اوسه یواځې څلور ښځې- دوې امریکایي او دوې اسرایلۍ- خوشې شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG