د اسرایل دفاعي ځواکونو د اتوار/ یکشنبې په ورځ ویلي، چې جنګي الوتکو یې په تیرو ۲۴ ساعتو کې د حماس وسله والو په ۴۵۰ مرکزونو هوایي بمباري کړې. په دغو کې د شفا روغتون سره نژدې هم بمبار شوی کوم چې د غزه تر ټولو لوې هسپتال دی او د ناروغانو او پناه اخستونکو نه ډک دی.
د اتوار په ورځ د اسرایل دفاعي ځواکونو ویاند ډینېل هګاري لخوا په اېکس (پخواني ټوېټر) خپره شوې یوه ویډیو کې نوموړي ویلي ٫٫ د حماس وسله وال د عامو خلکو د ودانیو دننه او خوا وشاه نه حملې کوي. ځکه دوي ته معلومه ده چې ايي ډي اېف د عامو خلکو او ترهګرو تر منځه توپیر کولی شي.٬٬
نوموړي ویلي ٫٫ اسرایلي ځواکونه دغه عملیات غځوي،او په خلکو یې غږ کړی چې د حماس ترهګرو د پناه ځایونو نه دې لرې لاړ شي.
٫٫ مونږ د حماس وسله والو پرضد روانې جګړې دویم پړاو ته داخلیږو، حماس په عامو اسرایلیانو د غزه د عامو خلکو د منځ نه ډزې کوي. زمونږ جګړه د حماس سره ده، د غزه د خلکو سره نه ٬٬
د اسرایلي وزیراعظم بنیامین نېتن یاهو لخوا دوه ورځې وړاندې په غزه کې د ځمکني عملیاتو د پېلولو د اعلانوروسته، د اسرایل پوځ د غزه په خلکو غږ کړی چې سویلي برخو ته دې لاړ شي. د اسرایل پوځ د غزه په شمالي برخو کې هوايي بریدونه سېوا کړي چې په دغه سیمه کې د حماس وسله والو پرضد ځمکني عملیات نور وغځوي.
بلخوا د فلسطیني کډوالو لپاره دملګرو ملتونو ادارې (یو اېن ار ډبلیو ای) ویلي، د اتوار/ یکشنبې په ورځ په غزه کې په زرګونو خلکو د ادارې په مرکزونو ورغلي او د هلته نه یې خوارکي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره پکار نور سامانونه د ځان سره وړي. په غزه کې د دغه ادارې ډاېرېکټر تهامس واېټ ویلي ٫٫ دغه کار یوه ویریونکی ګام دی چې ښايي د عامو خلکو ترمنځه ولسي نظم ماتیږي.٬٬
د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د ناڅافي برید وروسته په غزه پرله پسې بمباري روانه ده. د حماس په دغه خونړي برید کې ۱۴۰۰ عام اسرایلیان وژل شوي. امریکا حماس وسله واله ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه نومولې ده.
د خالي/ شنبې په ورځ په غزه کې د حماس ډلې د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، د اسرایل لخوا د حماس پرضد پېل شوي جګړه کې ۷۷۰۰ خلک وژل شوي چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان دي. خو د دغه شمېرو د ازادو سرچینو نه پخلی نه شي کېدلی.
د امریکا نیویارک ټاېمز اخبار لخوا د اتوار په ورځ ورکړي یو رپورټ کې ویل شوي چې د اسرایل دوه ژوبل شوي عسکر د غزه نه ویستل شوي. دا لومړی ځل دی چې په روانه جګړه کې د اسرایلي پوځ لخوا د عسکرو د ژوبل کیدو خبر ورکړل شوی.
د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو د شنبې په شپه په تل ابیب کې خبریالانو ته وویل، «دا د جګړې دوهم پړاو دی چې هدفونه یې روښانه دي – د حماس د حکومت او پوځي وړتیا له منځه وړل او د یرغمل شویو کورونو ته ستنول»
هغه ژمنه وکړه چې د حماس له خوا د یرغمل شویو ۲۰۰ تنو د خلاصون لپاره به هر ډول هڅې وکړي.
د هغه په وینا "موږ یوازې په پیل کې یو" "موږ به دښمن له ځمکې پورته او د ځمکې لاندې له منځه یوسو"
نیتن یاهو د اسرایل له خوا د غزې له شمالي سیمو د فلسطینیانو د وتلو غوښتنه تکرار کړه، ځکه چې اسرایل په سیمه کې خپل ځمکني عملیات زیات کړي دي.
د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو له خوا د اسرایل پر جنوبي سیمو له هغه برید وروسته غزه د پرله پسې بمباریو لاندې ده، چې پکې تر ۱۴۰۰ زیات کسان وژل شوي وؤ، چې زیاتره پکې عام وګړي وو.
د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ریئر ایډمرل دانیل هاګاري د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې جنګي الوتکو د غزې په شمالي برخه کې د حماس خندقونه، د ځمکې لاندې جنګي تنصیبات او نور د ځمکې لاندې تر ۱۵۰ زیات هدفونه په نښه کړي او د دغې ډلې مهم غړي یې وژلي دي.
هاګاري وویل، «د هغوی وژل، د هغوی له منځه وړل د جګړې په پړاوونو کې یو ښه پرمختګ دی او په ځمکه ګمارل شوؤ ځواکونو ته د یوه کمزوري دښمن پر وړاندې د جګړې زمینه برابروي»
د مرستو غوښتنه
د اسرایل د بریدونو له امله د غزې مخابراتي چارې ویجاړې شوې دي چې له امله یې د غزې د اټکل شويو 2.3 ملیونه اوسیدونکو تماسونه له بهرنۍ نړۍ سره شلېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د پراخو ځمکنیو عملیاتو د "احتمالي ناورین د پایلو" خبرداری ورکړو چیرې چې د اسرایل په هوايي بریدونو کې زرګونه کسان وژل شوي دي.
"د56 کلنې قبضې په تناظر کې تر اوسه چې څنګه پوځي عملیات شوي دي دهغې په نظر کې نیولو سره زه په غزې کې په پراخه کچه د ځکمنیو کارروایو د احتمالي تباه کوونکو پایلو اؤ د نورو زرګونو وګړو د وژل کیدو د احتمال په لړ کې د خطر جرس غږوم"
هاګاري وویل چې اسرایل به د شنبې په ورځ غزې ته د خوراکي توکو، اوبو او درملو بار وړونکو لاریو ته د ننوتو اجازه ورکړي، چې لږترلږه د مصر سره د هغې پولې په اوږدو کې د بمبارۍ احتمالي وقفې په ګوته کوي، چیرې چې لږې مرستې رسیدلي دي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل، د مصر او غزې تراړې ترمنځ د رفح پولې له لارې د لاریو د تفتیش د اوږدونو پړاوونو په ګډون د اسرایل د خنډونو له امله د مرستو رسولو کې خنډان راپورته کیږي ځنډول.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جمعې په ورځ وویل، تر جګړې مخکې د ورځې شاوخوا ۵۰۰ لارۍ غزې ته راتلې، خو په وروستیو ورځو کې په اوسط ډول د ورځې ۱۲ لارۍ غزې ته ننوتي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې "په ټولو هغو خواؤ کې د انسانیت غوښتنه کړې چې اوس د جګړې د پای ته رسولو لپاره توان لري"
په راپور کې ویل شوي: "هر ساعت نور ټپیان مخې ته راځي. خو امبولانسونه دوی ته نه شي رسیدلای. د مړو ځایونه ډک دي. په مړو کې تر نیمایي زیات ښځې او ماشومان دي"
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس د شنبې په ورځ ټویټ وکړ چې د هغه سازمان په غزه کې د خپلو کارمندانو او روغتیایی تاسیساتو سره هیڅ اړیکه نه لري او زیاته یې کړه: "زه د دوی د خوندیتوب په اړه اندیښمن یم"
د حماس تر واکمنۍ لاندې غزې تړانګه کې چې ۲.۳ میلیونه وګړي لري روغتیايي چارواکي وايي، د جګړې له پیل راهیسې، د غزې د وګړو چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، د اورپکو د له منځه وړلو لپاره د اسرایل په کمپاین کې د مړو شمېر ۷۷۰۰ ته رسېدلی دی خو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تاید شوې.
په غزې کې زیاتره ودانۍ د خاورو په ډیریو بدلې شوي، خلک سرپناه، خواړه، اوبه، تېل او درمل نه مومي د دوی حالت د جمعې په شپه هغه وخت زیات خراب شو کله چې دتلیفون او انټرنیټ خدمتونه پرې شول او ورپسې د شپې له خوا سختې بمبارۍ وشوې.
Forum