لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرايل په غزه کې حملې سېوا کړي، امریکې د ملکي وګړو په خونديتوب ټينګار کړی


د اسرايل د وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د اعلان، چې د حماس پرضد د جګړې دويم پړاو ته داخليږي، د اسرايل د دفاعي ځواک وياند په خلکو غږ کړی چې د حماس د قوي مرکز سره لرې ووځي.

د اسرایل د دفاعي ځواکونو وياند ويلي، "زمونږ جګړه د د حماس سره ده نه چې د غزې د خلکو سره".

د اسرايل دفاعي ځواکونو ويلي، د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو ترڅنګ، د اسرايل جنګي الوتکو په تېرو 24 ساعتونو کې د غزه په پټۍ کې د حماس نور 450 اهداف په نخښه کړي دي.

په څو ورځو کې تل ابيب په دويم ځل د غزې پټۍ ته د امدادي مرستو ور رسولو ويلي دي. او يو اېن آر ډبليو اې تاييد کړی په غزه کې په جزوي توګه انټرنېټ بحال شوی دی.

د اسرايل پوځ ویلي، د حماس په نخښه کولو دپاره یې په غزه کې هوايي بريدونه سېوا کړي دي.

د اتوار په ورځ پوځي چارواکو ويلي، "ځمکنيو ځواکونو یې د حماس يو شمېر وسله وال وژلي په داسې حال کې چې دوی د ايريز کراسنګ ته نزدې د يو ټنل يا سورنګ څخه وتلو په حال کې وو"، کوم ټنل چې د وروستۍ ويجاړونکې جګړې نه وړاندې د غزې څخه اسرايل ته د پېدل تلو يواځينۍ لاره وه.

خو دا نه ده څرګنده شوې چې د اسرايل پوځ څومره وسله وال وژلي دي.

په غزه کې خيال کيږي چې د "حماس سره د ټنلونو يا سورنګونو يو پراخه جال دی چرته وسلې، خوراک او نور سامانونه ساتي".

د حماس دفاعي ځواک پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ سهار ویلي، جنګي الوتکو یې د غزې تر ټولو غټ شفا روغتون، کوم چې د ناروغانو او پناه اخستونکو نه ډک دی، سره نزدې په تېرو 24 ساعتونو کې د حماس نور 450 اهداف په نخښه کړي دي.

اتوار په ورځ د اسرایل دفاعي ځواکونو ویاند ډینېل هګاري لخوا په اېکس (پخواني ټوېټر) خپره شوې یوه ویډیو کې نوموړي ویلي "د حماس وسله وال د عامو خلکو د ودانیو دننه او خواوشا نه حملې کوي. ځکه دوي ته معلومه ده چې ايي ډي اېف د عامو خلکو او ترهګرو تر منځه توپیر کولی شي".

نوموړي ویلي اسرایلي ځواکونه دغه عملیات غځوي،‌او په خلکو یې غږ کړی چې د حماس ترهګرو د پناه ځایونو نه دې لرې لاړ شي.

حماس په اووم اکتوبر په اسرايل ترهګر بريد کړی چې پکې 1400 اسرايليان وژل شوی او 200 پورې نور يرغمل کړی شوي وو.

له دغې وروسته د اسرايل په پوځي عملياتو کې په زرګونو فلسطينيان وژل شوي دي.

د اتوار په ورځ د امریکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جېک سولوين (اې بي سي) سره په مرکه کې ویلي، اسرايل بايد په غزه کې پراخو کړو ځمکنيو پوځي عملياتو کې د فلسطيني ملکي وګړو او حماس د وسله والو ترمنځ ممکنه فرق وکړي.

سولوين ويلي، په اووم اکتوبر په اسرايل "وحشي او ترهګر بريد" شوی او له دغې وروسته اسرايل د حماس د وسله والو پرضد عمليات پېل کړي، (حماس) د ملکي وګړو په ابادۍ کې پټيږي او دغه کار په اسرايل د بې ګناه خلکو او ترهګرو ترمنځ د فرق کولو بوج سېوا کوي، خو دا پرې د نړيوال، بشري قانون او جنګي قوانينو لاندې د ملکي وګړو خونديتوب زمه واري نه کموي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن ار ډبلیو اې) ویلي، د اتوار/ یکشنبې په ورځ په غزه کې په زرګونو خلکو د ادارې په مرکزونو ورغلي او د هلته نه یې خوارکي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره پکار نور سامانونه د ځان سره وړي. په غزه کې د دغه ادارې ډاېرېکټر تهامس واېټ ویلي " دغه کار یوه ویریونکی ګام دی چې ښايي د عامو خلکو ترمنځه ولسي نظم ماتیږي".

د خالي/ شنبې په ورځ په غزه کې د حماس ډلې د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، د اسرایل لخوا د حماس پرضد پېل شوې جګړه کې 8000 خلک وژل شوي چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان دي. خو د دغه شمېرو د ازادو سرچینو څخه تاييد نه شي کېدلی.

امريکې په کال 1997 کې حماس ترهګره ډله ګرځولې، کېنېډا په 2002، يورپي يونين په 2003 او جاپان په 2005 کې ياده ډله غېر قانونه ګرځولې وه، د اسرایل سره برتانیې او اسټريليا هم حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.

د اتوار په ورځ د انټرنېټ او ټيليفون قطع شوې کنکش بحال کړی شوی کوم چې د جمعې په ورځ بمبارۍ کې قطع شوې او د 2.3 ملينه محاصره خلکو د نړۍ سره رابطه یې کټ کړې وه.

د برتانيې وزيراعظم رشي سوناک او د فرانس صدر ايماويل مېکرون په غزه کې په بشري مرستو او سيمې د امنيت په حواله خبرې کړي دي.

[د دې خبر ځينې معلومات د اې پي، رویټرز او اې اېف پي خبري ادارو څخه اخستل شوي]

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG