واشنګټن – د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي د اتوار یا یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چې په غزې باندې د اسرایلو روانه بمباري "کېدای شي هر څوک" اقدام ته مجبوره کړي.
اسرایل له هغې راوروسته چې د حماس لخوا د اکټوبر په اومه نېټه په اسرایلو باندې برید وشو او تر ۱۴۰۰ زیات اسرایلیایان پکې ووژل شول په فلسطینۍ خاوره باندې بمباري کوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د خبر له مخې په غزه کې د اسرایلو په بمبارۍ کې تر ۸۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې نیمايي یې ماشومان دي.
د حماس تر ولکې لاندې غزه کې ۲.۴ میلیونه فلسطینیان ژوند کوي.
ریسي په اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، "د یهودي رژیم جرمونو له سرې کرښې تېری کړی او دا به کېدای شي هر څوک مجبوره کړي چې اقدام وکړي."
هغه وویل، "واشنګټن له مونږ نه غواړي چې هیڅ هم و نه کړو خو دوی خپله له اسرایلو سره پراخې مرستې کوي."
ریسي زیاته کړه، "امریکا د مقاومت ځواک ته پیغامونه واستول خو د جګړې په ډګر یې واضح غبرګون ترلاسه کړ."
ریسي د مقاومت ځواک یا مقاومت محور اصطلاح کارولې چې ایراني چارواکي یې د ایران حکومت او د لېبنان حزب الله، د یمن هوثي یاغیانو او په عراق او سوریه کې د نورو شعیه ځواکونو په څېر خپلو متحدینو ته کاروي.
که څه هم دا معلومه نه ده چې د ریسي له دې خبرداري څخه سمدستي مطلب څه وو خو د غزې له شخړې راوروسته په عراق او سوریه کې په امریکايي ځواکونو باندې یو شمېر بریدونه شوي او دغه ډول د لېبنان په پوله باندې د اسرایلي ځواکونو او حزب الله ترمنځ هم نښتې زیاتې شوي.
ایران چې په مالي او پوځي برخو کې د حماس ملاتړ کوي د اکټوبر د اومې نېټې د برید ستاینه کوي.
خو په دې ټینګار کوي چې په دغو بریدونو کې نه وو شامل په کومو کې چې د اسرایلي چارواکو په وینا ۲۳۰ کسان هم تښتول شوي دي.
د ایران ولسمشر له الجزیرې سره د شنبې یا خالي په ورځ په یوې مرکه کې ویلي، "ایران فکر کوي چې د مقاومت د ډلو ملاتړ د دوی دنده ده خو د مقاومت ډلې په خپلو افکارو، پرېکړو او اعمالو کې خپلواک دي."
هغه وویل، "امریکا زمونږ په اوسنیو وړتیاو باندې ډېره ښه پوهېږي او په دې هم پوهېږي چې مخنیوی یې نشي کېدای."
Forum