ملګرو ملتونو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د افریقې په ډېموکرېټک رېپبلک آف کنګو هېواد کې د تشدد د سېوا کېدو په وجه د بېځایه شوو کسانو شمېر شپږ اعشاریه نهه (۶.۹) میلینو ته رسېدلی، چې تر اوسه کله هم دومره کسان په هغه ملک کې بېځایه شوي نه و.
د اکټوبر د اوایلو راهېسي، په مشرقي صوبه نارت کېفو کې د موومنټ ډو ۲۳ مارس (M23) یاغیانو او د هغو ملېشو ترمنځ چې د ډي آر کنګو حکومت ته وفاداره دي، جنګ تېز شوی دی، او په خاص ډول د صوبې سرښار ګوما ته څېرمه زیات تشدد رامنځته شوی دی.
د ملګرو ملتونو پورې متعلق د مهاجرت نړېوال سازمان (آی او اېم) وایي، ډیری هغه کسان چې له خپلو کورونو تښتېدلي خو په کنګو کې دننه پاته دي، د خپلو بنیادي ضروریاتو د پوره کولو دپاره سختې مرستې ته اړتیا لري.
آی او اېم پخپل بیان کې ویلي: "آی او اېم خپلې هڅې تېزوي چې په ډي آر کنګو کې د سخت او پېچلي بحران مقابله وکړي. د داخلي بېځایه شوو کسانو شمېر په ټول ملک کې ۶.۹ میلین کسانو ته اوچت شوی، چې تر اوسه پورې تر ټولو لوړه ریکارډ شوې شمېره ده."
د مهاجرت نړېوال سازمان دا خبرداری هم ورکړی چې د روانې جګړې او د تشدد په تېزېدو سره، د افریقې کنګو هېواد په دنیا کې تر ټولو زیات داخلي بېځایه شوي او بشري بحرانونو سره مخ دی.
په کنګو کې عالمي امن ساتونکي ځواکونه هم مېشته دي، مګر د ۲۰۲۱ کال راهېسي، M23 ډلې د هغه هېواد په ختیځ کې زیاتې علاقې پخپله ولقه کې راوستي دي. د دې نه علاوه، نورې ملېشه ډلې هم شته چې په کنګو کې یې د حکومت نه سیمې قبضه کړې دي.
د آی او اېم وینا ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې پورې، شاوخوا ۵.۶ میلینه بېځایه شوي کسان په ختیځو صوبو نارت کيفو، ساوت کیفو، ایتوري، او ټانګن ییکا کې ژوند کوي.
ډي آر کنګو دپاره د آی او اېم د مېشن مشر فابیین سامبوسي وویل: "دا لسهاوو کلونه شول چي د کنګو خلک د کړکېچونو او بحرانونو په منځ کې ژوند تېروي. په جګړه کې دا نوې تېزي دومره ګڼ خلک له خپلو علاقو بېځایه کړي چې په دومره کم وخت کې پخوا داسې څه نه و لیدلی شوي. مونږ ته ډېره ضروري ده چې اړمنو کسانو ته هلته مرستې ورسوو."
Forum