لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان کې کورنیو صارفینو لپاره د ګیس بیعې  172 فیصده لوړې کړل شوې
تازه خبر

پاکستان کې کورنیو صارفینو لپاره د ګیس بیعې  172 فیصده لوړې کړل شوې


د پاکستان حکومت د کورنیو صارفینو لپاره د ګیس نرخونو کې د 172 فیصده اضافې منظوري ورکړې ده چې سر د سبا نه به په کورونو کې ګیس بلوونکو خلکو ته ګیس په ګرانو نرخونو ورکولی شي.

د تېلو اؤ ګیس د څار ادارې د ګل یا دوشنبې په ماښام د ګیس نرخونو کې 172 فیصدي اضافې اعلامیه خپره کړې ده چې په هغې کې ویل شوي د میاشتې چې څوک د 25 نه نیولی تر 90 مکعب میټره ګیس استعمالوي دغو پروټیکټډ یا دتحفظ لاندې صارفینو لپاره به د ګیس نرخونه سیوا نه وي .

خو اعلامیه بیا وایي چې د پروټیکټډ صارفینو لپاره فکسډ چارجز یا ټاکلی لګښت د 10 روپو نه 400 روپو ته لوړ کړل شوی دی.

اعلامیه وایي چې د پروټیکټډ یا د تحفظ لاندې صارفینو د ګیس میاشتې بل به د 900 روپو نه زیات نه وي اؤ د تنورونو لپاره د ګیس نرخونه کې اضافه نه ده شوې.

د نان پروټیکټډ یا یا دتحفظ نه بهر صارفینو لپاره د ګیس نرخونه 172 فیصده خېژول شوي دي.

د اعلامیې له مخې د میاشتې 25 مکعب میټره ګیس کاروونکو صارفینو لپاره د ګیس نرخ د 200 روپو نه 300 روپۍ في ایم ایم بي ټي یو ته لوړ کړی شوی،د میاشتې د 60 مکعب میټره ګیس استعمالوونکو لپاره ددې نرخ د 300 نه 600روپۍ فی ایم ایم بي ټي یو ته خېژول شوی دی.

همدا شان د میاشتني 100 مکعب میټره ګیس په استعمال ددې نرخ د 400 نه 1000روپۍ في ایم ایم بي ټي یو ته لوړ کړل شوی دی.

ددې ترڅنګ د میاشتې د 150 مکعب میټره ګیس په استعمال ددې نرخ د 600 نه 1200 روپۍ في ایم ایم بي ټي یو ټاکل شوی اؤ 200 مکعب میټره په استعمال به د ګیس نرخ د 800 نه اوس 1600 روپۍ في ایم ایم بي ټي یو اخستل کیږي.

دمیاشتې 300 مکعب میټره د ګیس په استعمال به ددې نرخ د 1100 پځای اوس 3000 روپۍ في ایم ایم بي ټي وي.

د میاشتې د 150 مکعب میټره ګیس په استعمال ددې نرخ د 600 نه 1200 روپۍ فی ایم ایم بي ٹي یو ته لوړ کړی شوی دی، د 200 مکعب میټره ګیس په استعمال به یې نرخ قیمت د 800 پځای اوس 1600 روپۍ في ایم ایم بي ٹي یو وي.

د 300 مکعب میټره ګیس په استعمال ددې قیمت د 1100 نه 3000 روپۍ في ایم ایم بي ٹي یو ته خېژول شوی دی.

دمیاشتې چې کوم خلک 400 مکعب میټره ګیس استعمالوي نو دهغې نرخ به اوس د 2000 نه 3500 روپۍ في ایم ایم بي ٹي یو وي اؤ د 400 مکعب میټره نه د زیات ګیس په استعمال به یې نرخ د 3100 پځای 4000 روپۍ في ایم ایم بي ٹي یو وي۔

د پټرولیم ډویژن له مخې د تنورونو لپاره به د ګیس زور نرخ 600 روپۍ في ایم ایم بي ټي یو پځای وي اؤ هم د بجلۍ د پلانټونو لپاره د ګیس نرخ 1050 روپۍ في ایم ایم بي ټي یو پځای ساتل شوی دی.

اعلامیه وایي چې د سیمټو کارخانو لپاره د ګیس نرخ 4400 روپۍ في ایم ایم بي ټي یو ټاکل شوی دی اؤ د سی این جي څانګې لپاره دګیس د في ایم ایم بي ټي یو نرخ 3600 روپۍ دی،د برامدي صنعتونو لپاره دګیس بیعه 2100 روپۍ في ایم ایم بي ټي یو ټاکل شوې ده.

د غیر برامدي صنعتونو لپاره به بیا د ګیس نرخ 2200 روپۍ في ایم ایم بي ټي یو وي.

د توانایۍ د وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ګیس ذخیرې د کال په بنیاد د 5 نه تر 10 فیصدو په کمېدو دي اؤ د درامدي ګیس په شاملولو په قامي خزانه مالي بوج په سیوا کېدو دی .

اعلامیه وایي چې د روپۍ د ارزښت راټیټېدو سره د ګیس په لټون،پیداوار اؤ ویس هم لګښتونه سیوا شوي دي اؤ دګیس د نرخونو په نه سیوا کولو ګردشي قرضې 2.1 تریلین ته رسېدلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG