لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: غزه کې د ډزبندۍ ملاتړ نه کوو. ملګري ملتونه: ډزبندي د میلینونو کسانو د ژوند او مرګ خبره ده


امریکا غزې پټۍ ته د محدودو بشري مرستو د ورتګ او د مواصلاتي اړیکو د بحالۍ هرکلی کړی، خو اسرایلي ځواکونو چې هلته مځکنیو عملیاتو ته دوام ورکړی سپینه ماڼۍ وایي‌ د ډزبندۍ ملاتړ نه کوي‌ ځکه چې وایي دا حماس ډلې ته ګټه رسوي.

په غزه کې دا وخت د اسرایلي ځواکونو مځکني عملیات روان دي او وایي د حماس ډلې شاوخوا 300 پناه ځایونه یې په هدف کړي او دعوه کوي چې د دې ډلې "بې شمېره ترهګر" یې وژلي دي، خو بل لور ته حماس هم اسرایلي ځواکونو ته د زیان اړولو دعوې کوي.

د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند کربي د ګل- دوشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، امریکا دا مهال د حماس پر ضد د اسرایلو په جګړه کې د ډزبندۍ ملاتړ نه کوي:

"موږ فکر نه کوو چې دا وخت ډزبندي سم جواب دی، موږ په دې باور یو چې اوس ډزبندي حماس ته ګټه رسوي."

جان کربي وایي دا وخت باید غزې ته د بشري‌ مرستو په رسولو باندې فکر وشي، د ده په نظر، "څه ته چې باید پام وشي او وڅېړل شي هغه د لنډ وخت ځایي بشري وقفې دي چې مرستو ته اجازه ورکړي او ځانګړو ابادیو ته ورسېږي، کېدای شي دا بهر ته د وتونکو خلکو په ایستلو کې هم مرسته وکړي".

د حماس پوځي څانګه «القسام بریګېډ» وايي، د سه شنبې- نهې په ورځ یې د الیاسین میزایلو په وسیله د غزې په جنوبي سیمو کې د اسرایلي ځواکونو څلور ګاډي او په شمال لوېدیځ کې دوه ټېنکونه او بلډوزر په نخښه کړي دي.

د «القسام بريګېډ» دغه دعوې خپلواکو سرچينو نه دي تاييد کړې او د اسرايل پوځ هم په دې اړه څه نه دي‌ ويلي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فیلیپ لزاریني د ګل- دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو یوې بیړنۍ غونډې ته وویل، په غزه کې سمدستي ډزبندي د میلینونو کسانو د ژوند او مرګ خبره ده.

فیلیپ لزاریني په اسرایل تور ولګاوه چې وایي فلسطینیانو ته "اجتماعي سزا ورکوي" او کډوالۍ ته یې مجبوره کوي.

د فلسطین د روغتیا چارواکو په وینا پر غزې د اسرایلو د برید له پيله تر اوسه 8,306 کسان وژل شوي دي چې وایي 3,457 تر اتلس کلنۍ کم عمره کسان دي.

پر اسرایل د اکتوبر له اوومې راهیسې د حماس په بریدونو کې د 1,400 کسانو وژل کېدل تایید شوي او ویل کېږي چې 229 تنه حماس په هماغه ورځ له اسرایلو تښتولي او په غزه کې یې یرغمل ساتلي دي.

ملګرو ملتونو خبردرای ورکړی چې غزې ته د جګړې له کبله د زیاتو بشري اړتیاوو پوره کېدو لپاره په کافي اندازه د مرستو مواد نه ورځي، خو د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وایي د حماس خلاف جګړه کې ډزبندي‌ نه کیږي.

اسرایل د حماس په خلاف د خپلو عملیاتو په لړ کې دوه ځله د غزې ښار په شمول د شمالي غزې څه باندې یو میلین اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې جنوب ته کډه شي او له هغه وروسته ګڼ شمېر فلسطینیان له سیمې وتلي، خو ګومان کېږي په لکونو خلک لا هم په شمالي غزه کې پاته دي.

اسریلي ځواکونو د اکتوبر له 27مې راهیسې په غزه کې د حماس په ضد مځکني عملیات پیل کړي دي او دعوه کوي چې د دوشنبې- ګل په ورځ یې له دوو خواوو پرمختګ کړی دی.

خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې اسرایلي ځواکونه په خپلو هوايي بریدونو کې هغو روغتونونو ته نیژدې هدفونه په نخښه کوي چې وایي د زرګونو ټپیانو له علاج سره سره په لکونو فلسطینیانو پکې پناه اخیستې ده.

اسرایلي ځواکونو دا نه دي ویلي چې په کومو سیمو کې یې څومره پرمختګ کړی او څومره پوځیان یې غزې ته داخل شوي‌ دي خو وایي‌ خپله یوه ښځینه پوځي یې د حماس له یرغمل کسانو را خوشې کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG