د افغان خبریالانو فیډرېشن د کډوالو له نړیوالو ادارو غوښتي چې په زور له پاکستانه د افغان خبریالانو د شړلو مخه ونیسي، بل لور ته د پاکستان د بشري حقونو کمیشن هم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر ته یو په پاکستان کې "د افغان کډوالو د ژغورنې" ځانګړی پرانیستی لیک لېږلی دی.
په جلاوطنۍ کې کارکوونکی د افغان خبریالانو فیډرېشن په پاکستان کې د غیرقانوني کډوالو د ټاکل شوي وخت ختمېدو اندېښمن کړی او د ملګرو ملتونو په ځانګړي ډول د کډوالو له نړیوالې ادارې ای او ایم یې غوښتي، له پاکستانه دې د افغان خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د جبري شړلو مخه ونیسي.
دغه فیډرېشن د اکتوبر په 30مه په یوه اعلامیه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو له خولې ویلي، په تېرو دوو ورځو کې یې د پاکستان د امنیتي ادارو د خبردارۍ پیغامونه تر لاسه کړي چې د خپلې اوسېدنې کورونه پرېږدي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د اکتوبر پر 31مه د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپو ګرانډي ته په ځانګړي خط کې ویلي، د پاکستان دې پرېکړې زیات اندېښمن کړي چې د نومبر له لومړۍ نېټې به قانوني اسناد نه لرونکي افغانان وباسي.
د ایچ آر سي پي مشرې حنا جېلاني په دې پرانیستي خط کې د رپوټونو په بنیاد ویلي چې د نومبر تر لومړۍ نېټې مخکې لا 77 قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال له پښتونخوا صوبې ایستل شوي دي.
حنا جېلاني وایي د غیرقانوني کډوالو د ایستلو په اړه د حکومت تر اعلان وروسته یې داسې د اندېښنې وړ رپوټونه تر لاسه کړي چې افغان مهاجرینو ځورول کېږي، وېرول کېږي، وهل کېږي او امنیتي ادارې یې نیسي:
"سمدستي دې د نومبر لومړۍ نېټه وغزول شي، چې ټولو بې اسنادو کډوالو او پناه غوښتونکو ته د دوی له حیثیت سره سم د قانوني اسنادو تر لاسه کولو موقع ورکړل شي. دا ډاډ تر لاسه کړئ چې هیڅ قانوني اسناد لرونکی کډوال یا پناه غوښتونکی به له کوم دلیل پرته نه ایستل کیږي".
د افغان خبریالانو فیډرېشن په نړۍ کې د خبریالانو د ملاتړ له ادارو او خبریالانو هم غوښتي، د افغان خبریالانو تر څنګ دې ودریږي چې له پاکستانه د افغان خبریالانو د شړلو مخه ونیول شي.
فیډرېشن ویلي، د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په فوري ډول له دغه هیواده افغانستان ستانه کړي.
ددغه فیډرېشن د معلوماتو له مخې د 2021م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د غچ اخیستو له ډاره پاکستان ته کډه شوي او اوس په جبري ډول وطن ته د ستنېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دوشنبې- ګل په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له دغه هیواده د قانوني اسنادو نه لرونکو بهرنیانو د ایستلو د پرېکړې ملاتړ کړی او وایي دا د یو ځانګړي هېواد له اوسیدونکو سره تړاو نه لري.
دغه وزارت ویلي، دا پرېکړه به هغو کسانو ته زیان ونه رسوي، چې په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اسناد لري او یا هم د کډوالو په توګه یې نومونه رجسټر شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د حکومت پریکړه یې د کورنیو قوانینو له مخې شوې، خو وایي د نړیوالو معیارونو او اصولو سره هم برابره ده.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له وي او اې اشنا اخیستل شوي دي.
Forum