لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزه په جبالیه کېمپ برید کې لسګونه کسان وژل شوي، اسرایل وایي یو مهم کمانډر یې په نخښه کړی دی


د اسرایل د پوځ ویاند ریر اېډمرل ډېنیل هاګري د سه شنبې په ورځ د جبالیه د کډوالو په کېمپ هوايي بریدونه تایید کړل او ویې ویل چې د "حماس یو مضبوط مرکز" ېې په نخښه کړې  دی.
د اسرایل د پوځ ویاند ریر اېډمرل ډېنیل هاګري د سه شنبې په ورځ د جبالیه د کډوالو په کېمپ هوايي بریدونه تایید کړل او ویې ویل چې د "حماس یو مضبوط مرکز" ېې په نخښه کړې  دی.

د رایټرز خبري اداری ترمخه د نهې- سه شنبې په ورځ د حماس د کنټرول لاندې د غزه د روغتیا وزارت چارواکو ویلي دي چې د جبالیه په کډوالو کېمپ د اسرایل په برید کې لږترلږه 50 فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسرایل د پوځ ویاند ریر اېډمرل ډېنیل هاګري د سه شنبې په ورځ د جبالیه د کډوالو په کېمپ هوايي بریدونه تایید کړل او ویې ویل چې د "حماس یو مضبوط مرکز" ېې په نخښه کړې دی.

د اسرایل د پوځ یو بل ویاند لیفټیننټ کرنل رچرډ هیچټ د سی این این سره په خبرو کې د جبالیه په کډوالو پر کېمپ د اسرایل حمله تایید کړې ده او وویل چې په دې سیمه کې د حماس یو لوړپوړی کمانډر په نښه کړی دی. د اسرایل د پوځ ویاند زیاته کړه: "مونږ د دې معلومات کوو او مونږ به نور معلومات هغه وخت شریک کړو کله چې مونږ ته معلومه شی چې هلته څه پیښ شوي."

د اسرایل پوځي ویاند زیاته کړه چې د دوی ځواکونو د غزې په شمال کې د حماس د وسله والو سره جګړه وکړه او د دې ډلې په ځمکه کې دننه سرنګونه باندې یې هوايي بریدونو وکړو.

اسرایل پر حماس تور لګوي چې ملکي ودانیو کې پاټیږي او ویلي یې دي چې د اسرایل په بریدونو کې د حماس یو شمېر جنګیالي وژل شوي دي. هم اسرایل د نهې په ورځ په غزه کې د خپل دوو پوځیانو د وژل کېدو خبر وکړو.

د جبالیه کېمپ د غزې په شمال کې دی او د کډوالو زیات شمېر پکې پاتې کیږي.

هم د نهې په ورځ اسرایل ویلي د حماس مسلح ډلې د هغو کمانډرانو څخه یو یې وژلی چې د اکتوبر په اوومه نېټه يې په اسرایل د حملې بندوبست کړی و.

د اسرایل ډېفېنس فورس، ايي ډي اېف، او د هېواد دننه د امنیت ادارې شېن بېت د نهې، سه شنبې، په ورځ په مشترکه بیان کې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد وویل چې د نسیم ابو اجنا په هوايي بمبارۍ کې وژل شوی دی.

د بیان ترمخه نسیم ابو اجینا د حماس د بېت لاهیا څانګې مشر و او د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل حمله کې استعمال شويو ډرون او پېرا ګلایډر په جوړولو کې ککړ و. بیان وویل د ابوجینا لرې کېدل د حماس ترهګرۍ ډلې دې صلاحیت ته نقصان رسوولی چې د اسرایلي ځواکو په ځمکي عملیاتو کې خلل پېدا کړی شي.

په غزه کې دا وخت د اسرایلي ځواکونو مځکني عملیات روان دي او وایي د حماس ډلې شاوخوا 300 پناه ځایونه یې په هدف کړي او دعوه کوي چې د دې ډلې "بې شمېره ترهګر" یې وژلي دي، خو بل لور ته حماس هم اسرایلي ځواکونو ته د زیان اړولو دعوې کوي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فیلیپ لزاریني د ګل- دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو یوې بیړنۍ غونډې ته وویل، په غزه کې سمدستي ډزبندي د میلینونو کسانو د ژوند او مرګ خبره ده.

فیلیپ لزاریني په اسرایل تور ولګاوه چې وایي فلسطینیانو ته "اجتماعي سزا ورکوي" او کډوالۍ ته یې مجبوره کوي.

د فلسطین د روغتیا چارواکو په وینا پر غزې د اسرایلو د برید له پيله تر اوسه 8,306 کسان وژل شوي دي چې وایي 3,457 تر اتلس کلنۍ کم عمره کسان دي.

پر اسرایل د اکتوبر له اوومې راهیسې د حماس په بریدونو کې د 1,400 کسانو وژل کېدل تایید شوي او ویل کېږي چې 229 تنه حماس په هماغه ورځ له اسرایلو تښتولي او په غزه کې یې یرغمل ساتلي دي.

ملګرو ملتونو خبردرای ورکړی چې غزې ته د جګړې له کبله د زیاتو بشري اړتیاوو پوره کېدو لپاره په کافي اندازه د مرستو مواد نه ورځي، خو د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وایي د حماس خلاف جګړه کې ډزبندي‌ نه کیږي.

اسرایل د حماس په خلاف د خپلو عملیاتو په لړ کې دوه ځله د غزې ښار په شمول د شمالي غزې څه باندې یو میلین اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې جنوب ته کډه شي او له هغه وروسته ګڼ شمېر فلسطینیان له سیمې وتلي، خو ګومان کېږي په لکونو خلک لا هم په شمالي غزه کې پاته دي.

اسریلي ځواکونو د اکتوبر له 27مې راهیسې په غزه کې د حماس په ضد مځکني عملیات پیل کړي دي او دعوه کوي چې د دوشنبې- ګل په ورځ یې له دوو خواوو پرمختګ کړی دی.

خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې اسرایلي ځواکونه په خپلو هوايي بریدونو کې هغو روغتونونو ته نیژدې هدفونه په نخښه کوي چې وایي د زرګونو ټپیانو له علاج سره سره په لکونو فلسطینیانو پکې پناه اخیستې ده.

(د دې رپورټ ځینې معلومات د ، رایټرز، ایسوسي ایټیډ پریس او اې ایف پي څخه اخستل شوي دي)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG