لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ ار سي پي: په بیړه د افغانانو د ویستلو پرېکړه ستر بشري ناورین پېښولای شي


د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمیشن ویره څرګند کړې ده چې دپاکستان لخوا په بېړه کې دافغان کډوالو د ویستلو د پرېکړې آغیزې به دلته دمیشت افغان وګړو پر ژوند کیږي اؤ له دې امله یو ستر انساني ناورین سر راپورته کولی شي.

د پاکستان د حکومت لخوا په غیر قانوني توګه میشت بهرنیو وګړو ته دملک نه د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت تر ختمېدو وروسته په ګرد هیواد کې د غیر قانوني افغانانو د نیونې اؤ ملک نه د شړلو لپاره عملیات روان دي.

د کډوالو د پاره د ملګرو ملتونو ادارې ته لیږل شوي لیک کې د پاکستان دبشري حقونو خپلواکه کمیشن غوښتنه کړې ده چې د پاکستان دې فیصلې نه د اغېزمن شوؤ افغان کډوالو حفاظت دې باوري کړی شي.

په یاد لیک کې ویل شوي چې د پاکستان لخوا په جبر د افغان کډوالو د ویستلو پرېکړه د د نړیوال قانون په ضد ده .اؤ ددې له امله به ډیر هغه افغان وګړي اغېزمن کیږي چې په کابل د طالبانو له واکمنۍ ټینګېدو وروسته له افغانستانه وتلي وؤ.

پاکستان په دریم اکتوبر ملک کې په غیر قانوني توګه میشت ټولو بهرنیانو ته مهلت ورکړی ؤ چې د 31م اکتوبر پورې باید پخپله خوښه له هیواده اوځي‌ اؤ ویلي یې وؤ چې د نومبر له وړومبۍ نېټې نه به ملک کې د میشت غیر قانوني بهرنیو وګړو پرضد عملیات کولی شي ، هغوي به نیول کیږي، ځمکې اؤ جایدادونه به یې ضبط کولی اؤ له هیواده به شړلی شي.

دپاکستان دننه هم په زوره د کډوالو د ویستلو په فیصله کلکې نیوکې روانې دي.

د عوامي نېشنل ګوند وېاند زاهد خان وایي پاکستان کې د فلسطین اؤ د اسرایل په شخړه خو خبرې اؤ مظاهرې کیږي خو ددې بې وسه افغان کډوالو د پاره بیا څوک غږ نه پورته کوي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وایي، دلته د څلویښت کالو نه دا افغان کډوال میشت دي اؤ اوس ورته حکومت ویلي چې په ېو میاشت کښې دې اوځي .

دهغه په خبره "دې نګران حکومت ته دا اختیار چا ورکړی دی چې دومره لوېه فیصله وکړي؟ پارلیمان د ولس نماینده اداره ده اؤ دا وخت پارلیمان نشته اؤ باید چې دغه شان فیصلې د پارلیمان په منظورۍ وشي، په زوره افغان کډوال ویستل دوي سره‌ظلم دی"

پاکستان کې اوسیدونکي افغان کډوال هم د حکومت په دې فیصله خفه دي اؤ وايي چې دومره په بیړه کې چې افغانان خپل هیواد ته ستنېږي نو په افغانستان کې به هم ورته ستونزې رامخې ته کیږي.

افغان کډوال راز محمد سلمان خیل د یوې اوږدې مودې نه پاکستان کې ژوند کوي اؤ د پاکستان حکومت ددې فیصلې په هکله وایي "دا سمه ده چې پاکستان مونږ ته پناه راکړې وه خو چې اوس یې کومه فیصله کړې ده هغه به مونږ ته ستونزې ایجادوي، افغانستان کې د ېخ موسم له وجې به زمونږ ژوند ګران شي مونږ غوښتنه کوو چې دپاکستان حکومت دې دلته میشت افغان کډوالو ته لږ نور مهلت ورکړي"

خو پاکستان په خپله فیصله ټینګ ولاړ دی اؤ د رپورټونو ترمخه یې د نومبر د وړومبۍ نېټې نه ملک کې دمیشت افغان کډوالو پرضد عملیات هم پیل کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو تازه بیان کښې ویلي دي چې تراوسه پورې ېو نیم لک پورې افغانان بیرته خپل هیواد ته تللې دي.

د کډوالو د پاره دملګرو ملتونو د ادارې (یو این ایچ سي ار) ترمخه پاکستان کې څوارلسو لکو پورې رجسترډ افغانان میشت دي اؤ مطبوعاتي رپورټونه وایي چې اګست کال ۲۰۲۱م کې په کابل د طالبانو له واکمنۍ ټینګېدو راپدیخوا نزدې اووه لکو پورې نور افغانان هم پاکستان ته راغللې دي چې په دوي کې زیاته شمیره د هغه خلکو ده چې دپاکستان نه کوم بل هیواد ته تلل غواړي.

څیړونکي وایي د پاکستان دحکومت لخوا دافغانانو د ویستلو د فیصلې تر شا ډیرې خبرې کیدای شي چې یو پکې پاکستان کې زیاتیدونکې ترهه ګري ده چې پاکستان د هغې تور په افغانستان لګوي خو افغانستان مدام دا تورونه رد کړي دي.

خبریال محمود جان بابر وایي چې پاکستان کې د ترهه ګرۍ اکثره پیښو کې د افغانانو نوم مخې ته راغلی دی دا یوه وجه هم کیدې شي چې پاکستان په بیړه کې افغانان له خپل هیواده وباسي خو د پاکستان ددې فیصلې له امله به بېرته تلونکي افغانان ډیر اغېزمن کیږي اؤ د ژمي سخت موسم اؤ خراب معاش به ددوي مشکلات نور هم سیوا کړي.

ملګروملتونو، د بخښنې نړيوالې ادارې، د بشري حقونو د څار ادارو ،ځینو بهرنيو هیوادونو اؤ پاکستان کې دننه ځېنو سیاسي ګوندونو هم د پاکستان نه دافغانانو د ویستلو په اړه دخپلې فیصلې واپس اخستو غوښتنه کړې ده خو پاکستان وایي دا فیصله یې یوازې د افغانانو لپاره نه بلکې په غیر قانوني توګه دمیشت ټولو بهرنیانو لپاره ده

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG