لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران کې په نشي توکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې اور لګېدلی، ۲۷ تنه مړه شوي


واشنګټن – د ایران دولتي خبري رسنۍ خبر ورکړی چې د ایران په شمال کې د نشي توکو د روږدو کسانو د درملنې په یو مرکز کې د جمعې په ورځ اور لګېدلی چې لږ تر لږه ۲۷ کسان پکې مړه شوي شوي.

دولتي ټي وي خبر ورکوي چې، په دغه پېښه کې ۱۷ نور کسان ټپي شوي هم دي او ټپیان له پلازمېنې تهران څخه کابو ۲۰۰ کیلومټره شمال لویدیځ ته په لنګرود نومې ښار کې روغتون ته رسول شوي دي.

خبر زیاتوي، اور د جمعې په سهار د نشي توکو د روږدو کسانو د درملنې په یو شخصي مرکز کې ولګېده او د اور لمبې او لوګي ترې پورته کېدل.

اور اوس مړ شوی او چارواکي د اور لګېدلو د سبب په اړه پلټنې کوي.

داسې پېښې کمې نه دي په ځانګړي ډول کله چې په ودانیو کې د خوندیتوب لپاره لازم کارونه نه وي شوي او بیړني خدمات هم کافي نه وي.

په سپټمبر کې د ایران د دفاع وزارت د موټرو بټریو په یوې کارخانه کې په یوې اونۍ کې دوه ځله اور لګېدلی و خو د مرګ ژوبلې په اړه یې راپورونه نه وو راغلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG