لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو اعلی چارواکو د کډوالو په ستنولو شدیده اندېښنه ښکاره کړې، وایي "پاکستان دې دومره وکړي چې رېبلای یې شي"


په افغانستان کې د طالبانو وزیراعظم، د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو له پاکستانه په بیړه او جبر د کډوالو په ور ستنولو شدیده اندېښنه ښکاره کړې او وایي د پاکستان حکومت د نړۍ د هیڅ قانون له مخې حق نه لري چې د کډوالو کورونو ته ننوځي او د را ستنېدو په وخت یې جایدادونه او پیسې ځنې ګرځوي. پاکستان لا ورته جواب نه دی ویلی.

د طالبانو رئیس الوزرا یا وزیراعظم ملا محمد حسن اخوند ویلي پاکستان چې له ور ستنېدونکو افغان کډوالو سره د ناسم چلند کوي د دې عمل د راتلونکي په اړه فکر دې وکړي. حسن اخوند د جمعې په ورځ په یوه تونده ویډیويي وینا کې ویلي، پاکستان ته د ګاونډیتوب، اسلام او نړۍ قوانین دا اجازه نه ورکوي چې افغان کډوال وځوروي:

"دا چې ته یې راباسي ددې حق چا درکړی چې ته یې بې عزته کوې، ددې حق تاته چا درکړی چې ته یې کورونو ته وراوړې، ددې حق تاته چا درکړی چې ده په موټر کې موټرسایکل را اخیستی ته یې ځنې کښته کوې، د دې حق چا درکړی دی چې هغه په جېب کې لک دوه لکه روپۍ را اخیستې دي او ته یې ځنې وړې".

ملامحمد حسن اخوند د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو ته په خطاب کې ویلي، د طالبانو له حکومت سره د ستونځو غچ دې له هغو افغان کډوالو نه اخلي چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې په دغه هیواد کې په ډېرې سختۍ ژوند تېر کړی دی.

حسن اخوند ویلي که د پاکستان ملکي او واکمنان د طالبانو له حکومت "امارت اسلامي" سره مشکل لري وایي خو په خبرو او تفاهم حل کیږي. اخوند پر پاکستاني چارواکو ږغ کړی چې که له کډوالو سره "ظلم" کوي بیا دې دا توقع نه کوي چې افغانستان به ورسره ښې اړیکې ولري:

"زما سره کښېنه تاسې څه مشکل لرئ هره ستونځه چې لرئ، که ته ستونځه زما سره لرئ د حکومت سره یې لرئ د امارت [د طالبانو حکومت] سره یې لرئ او زور یې هلته تر بېګناه مسلمانانو باسئ دا کوم عقل دی کوم منطق دی دا سل په سلو کې د ټولو نورمونو او اصولو خلاف دی".

د پاکستان حکومت د اکتوبر په پیل کې په هېواد کې مېشتو هغو بهرنیانو ته له ملکه د وتلو لپاره د یوې میاشتې وخت ورکړ چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او د نومبر له لومړۍ نېټې یې د هغوی نیول پیل کړي چې زیات یې افغان کډوال دي په تېرو لسو ورځو کې په لکونو کډوال وطن ته ستانه شوي او لا دا لړۍ روانه ده.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب هم د افغان کډوالو ور ستنولو اندېښمن کړی او وایي پاکستان باید له افغان کډوالو سره "ظلم او زیاتی" ونه کړي، وایي که له کډوالو سره بد چلند کېږي نو د دې به "په ټول توان سره مخه نیسي او پوښتنه به یې کوي".

د افغانستان سرکاري رېډيو ټیلیویژن آر ټي اې د جمعې په ورځ د ملا یعقوب یوه آډیو وینا خپره کړې چې پکې هغه وایي که پاکستان افغان کډوال ور ستنوي هم باید په عزت سره یې ور ستانه کړي، وایي دا اوسنی حالت به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې کړې او خطرناک حالت ته به ورسېږي:

"پاکستان چې د مهاجرینو [د ایستلو] په اړه پرېکړه کړې ده دا یواړخیزه او ظالمانه پرېکړه ده چې پر افغانانو تپل شوې ده او هغوی له مشکل سره مخ کړي دي، دا موږ ته هیڅکله د منلو نه ده او ورسره موافق نه یو، دوی [پاکستان] باید د دې شیانو عواقب [نتایج] وسنجوي او داسې کار ونه کړي چې هغه د یوه هېواد په ګټه هم نه وي".

مولوي محمد یعقوب مجاهد د هغه کمیشن غړی هم دی چې د طالبانو حکومت له پاکستانه ورستنېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره جوړ کړی دی. ملا یعقوب په خپله وینا کې وایي هیڅوک دا حق نه لري چې د افغان کډوالو ملکیتونه ترې ضبط کړي، وایي د پاکستان حکومت "باید دومره وکړي چې بیا یې د رېبلو توان لري":

"نړیوال متوجه کوو، ملګري ملتونه، خیریه بنسټونه، موسسات او اسلامي کانفرنس باید پر پاکستان باندې ږغ وکړي چې له مهاجرینو سره دغه حالت پای ته ورسوي".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر «یوناما» له مشرې روزا اوتنبایوا سره لیدلي او له ستنېدونکو کډوالو سره د پاکستاني امنیتي چارواکو پر چلند یې نیوکې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ایکس د دغې لېدنې په اعلامیه کې د امیر خان متقي له خولې ویلي، "پاکستان هڅه کوي د بېلابېلو مقصدونو تر لاسه کولو لپاره له افغان کډوالو او بشري معاملو د ځان په ګټه کار واخلي".

د پاکستان حکومت لا تر اوسه د طالبانو د وزیراعظم، د کورنیو او بهرنیو چارو د وزیرانو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودل، خو مخکې یې ویلي د 1.7 میلینه قانوني اسناد نه لرونکو کډوالو د ایستلو پلان د کوم ځانګړي هیواد د اوسېدونکو خلاف نه دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ذهرا بلوچ د نومبر په دویمه په خبري غونډه کې ویلي پر دې پلان یې له افغان چارواکو سره خبرې کړې او د دې تفصیلات یې ورسره شریک کړي دي:

"د افغان حکومت پر اندېښنو هم خبرې وشوې او موږ هڅه وکړه هغوی ته دا روښانه کړو چې دا پالیسي له افغانستان نه ده تړلې، دا له کډوالو نه بلکې له هغو کسانو سره اړه لري چې په غیر قانوني توګه دلته دي".

زهرا بلوچ وایي حکومت یې دا اعلان هم کړی هغه کسان چې افغانستان ته په تېره یوه میاشت کې په ځانګړې توګه چې د نومبر له لومړۍ نېټې افغانستان ته ستنېږي، هغوی کولای شي د ویزو غوښتنه وکړي او په قانوني توګه بیرته پاکستان ته ستانه شي.

د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویلي، یواځې له دې صوبې تر یو لک 29 زره ډېر افغانان ستانه شوي دي، په بلوچستان کې د چمن او سپین بولدک پولې د چارواکو په وینا لږ تر لږه 38000 افغانان له دغې لارې افغانستان ته اوښتي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG