لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ورلډ کپ په مهمه سیالۍ کې نیوزي لېنډ پاکستان ته د 402 منډو ستر هدف ورکړی دی


د کرکټ د نړیوال کپ په 25مه لوبه کې نیوزي لېنډ پاکستان ته د منډو غر مخې ته ودرولی اؤ په ټاکلو 50 اوورونو کې یې د 6 لوبغاړو په تاوان 401 منډې جوړې کړې اؤ پاکستان ته یې د 402 منډو هدف ورکړی دی.

د بنګلور په ایم چناسوامي اسټیډیم کې د خالي - شنبې په ورځ پېل شوې دې مهمه سیالۍ کې د لوبې پچه پاکستان وګټله اؤ نیوزي لېنډ ته یې د توپ وهنې یا بېټنګ بلنه ورکړه.

کله چې د نیوزي لېنډ اوپنران ډیون کانوی اؤ راچن رویندرا بېټنګ ته را ووتل نو دواړو په ګډه ډیون کانوې اور راچن رویندرا په ګډه 69 منډې جوړې کړې چې کانوی د 35 منډو په جوړولو وسوځېدو.

د دوهمې ويکټې په ملګرتيا کې کين ويليمسن او راچين رويندرا دخپلې لوبډلې منډې 180 ته ورسولې.

کپتان ويليمسن د 10 څلوريزو او دوو شپږيزو په مرسته 95 منډې جوړې کړې او راچين رويندرا په108 منډو وسوځېدو.

په نورو لوبغاړو کې ډارل مچل 29 او مارک چپمن 39 منډې وکړې.

د پاکستان له لوري محمد وسیم جونیئر دوه، حارث رؤف، افتخار احمد او حسن علي یوه یوه وېکټه واخیسته.

پاکستان که د ورلډ کپ روانو سیالیو کې سیمې فایل نه لاره پېدا کوي نو ورته اړینه ده چې دا سیالي د نیوزي لېنډ نه وګټي.

د یو ورځني نړیوال کپ په سیالیو کې پاکستان اؤ نیوزي لینډ د کال 1983 راهسې د یو بل پرضد مقابلې کوي چې تر اوسه شوؤ سیالیو کې نهه پاکستان اؤ دوه نیوزي لینډ ګټلې دي.

د کال 2011م د نړیوال کپ په سیالیو کې په وروستي ځل نیوزي لېنډ پاکستان ته ماتې ورکړې وه اؤ پاکستان بیا په کال 2019م کې د نیوزي لېنډ نه لوبه ګټلې وه.

دا مهال د ورلډ کپ په سیالیو کې پاکستان خپلې اووه لوبې کړي چې درې یې پکې ګټلي دي اؤ د پواینټونو په ټېبل دشپږو پواینټونو سره په پینځم مقام دی .

نیوزي لینډ اووه لوبو کې څلور لوبې کړي دي اؤ د اتوؤ پواینټونو سره یې څلورم مقام دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG