د پاکستانۍ لوبډلې د بيټېنګ/توپوهنې پاڼۍ پيلوونکي (اوپنر) فخر زمان د پاکستان د کرېکېټ کپ سیمي فائیل ته د رسېدو هيله لا ژوندۍ ساتلې ده. د مردان د کاټلنګ سيمې اوسېدونکي فخر زمان د ډی/اېل/اېس (ډکؤرت/لېويس/سټرن) د حساب کتاب د فارمولې نه هم په لږو اوورونو کې ډېرې منډې جوړې کړې چې لوبډلې يې لوبه په يوويشت منډو وګټله.
دا کېدلی شي د فخز زمان لا د هغه د روزونکو په ذهن د راتلونکي باران او د ښه بيټېنګ د پاره موافقه موجود وه خو هغه په عملي توګه ثابته کړه او ښکاري دا يې د کرېکېټ د راتلونکي د پاره ښه وخت و.
د پاکستان د کرېکېټ وتلو دوو پخوانو لوبغاړو مشتاق احمد او محمد يوسف د فخر زمان په يو پاکستاني ټيليويژن د لوبې د يو ښه پيلونکي (بيټر/توپونکي) په توګه او د تېزې لوبې ستاينه وکړه.
د کرېکېټ څيړونکي مني دا د فخر زمان تیز رفتاره سليزه وه چې پاکستان وتوانېد نیوزلینډ ته ماتې ورکړي. فخر يولس شپږيزې او اته څلوريزې ووهلې او ونه سؤځېدلو.
فخر زمان په 81 بالونو 126 منډې وکړې او د لوبې غؤره لوبغاړی وټاکل شو
نيو زيلينډ په خپله وړومبۍ پاڼۍ کې پاکستان ته د 401 منډو هدف ايښودلی و چې ګټل يې د څېړنکارو په وينا که ناممکن نه وو نو ګران ضرور وو.
باران لوبه په منځ کې ودروله او د پنځوست اوورونو په لوبه کې نزدې نيم اوورنه لوبه شوې وه چې د يادې فارمولې ګټه د فخرزمان د تېز بيټېنګ په وجه د پاکستان د لوبډلې د بريا سؤب شو. .
لوبه څو وارې د باران له امله ودرېده او بیا یې پاکستان ته په 41 اورونو کې د 342 رنزونو د جوړولو هدف ورکړو خو چې کله باران زیات شو نو پاکستان ته یې دغه لوبه د 21 رنزونو په بریا ورکړه.
د دې میچ د ګټلو سره د پاکستان لوبډلې په اته سيالو کې اته ټکونه ګټلي دي او په پواینټس ټیبل د پاکستان پوزیشن پنځم ته راغلی دی. نیوزلینډ هم اته پواینټونه لري خو په ټیبل کې څلورم نمبر لري. د دواړو لوبډلو یوه یوه لوبه پاتی ده.
د یو ورځني نړیوال کپ په سیالیو کې پاکستان او نیوزي لینډ د کال 1983 راهسې د یو بل په ضد مقابلې کوي چې تر اوسه شوو سیالو کې نهه پاکستان او دوه نیوزي لینډ ګټلې دي.
د کال 2011م د نړیوال کپ په سیالیو کې په وروستي ځل نیوزي لېنډ پاکستان ته ماتې ورکړې وه او پاکستان بیا په کال 2019م کې د نیوزي لېنډ نه لوبه ګټلې وه.
دا مهال د ورلډ کپ په سیالو کې پاکستان خپلې اووه لوبې کړي چې درې یې پکې ګټلي دي او د پواینټونو په ټېبل دشپږو پواینټونو سره په پینځم مقام دی .
نیوزي لینډ اووه لوبو کې څلور لوبې کړي دي او د اتوو پواینټونو سره یې څلورم مقام دی.
افغانستان په اوو سيالو کې څلور سيالۍ ګټلي او اته پواينټس يې په لاس کې دي. د افغانستان هم په وړومبي ځل د نړيوال کپ د سيمي فاينل سيالو ته د وتلو موقع شته.
Forum