د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي ویلي، د ترهګرۍ تازه څپه د پاکستان بيا د بې یقينۍ او بې ثباتۍ ښکار کولو سازش دی.
پاکستان کې د خالي/ شنبې او جمعې په ورځ د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، د بلوچستان په ګوادر او د پنجاب په میانوالي ښارونو کې په وسلوالو بریدونو، چاودنو او عملیاتو کې د پوځیانو او وسلوالو په ګډون ټول 34 تنه وژل شوي دي.
سرفراز بګټي په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي،
"په ډېره اسماعیل خان، پسنی (ګوادر) او ميانوالي کې د حمله کوونکو ترهګرو نومونه ځانله ځانله دي خو دښمن يو دی".
هغه ویلي، "د ترهګرۍ تازه څپه د پاکستان بيا د بې یقينۍ او بې ثباتۍ ښکار کولو سازش دی".
بګټي زياته کړې، "ټولې غېر پوځي او پوځي ادارې به د وینې د اخري قطرې پورې د ملک دفاع کوي او د دښمنانانو سازشونه به ناکاموي".
د جمعې په ورځ د ډېره اسماعیل خان ښار په ټانک اډه چاودنې پینځه تنه وژلي او د دوو پولیسو په ګډون 21 تنه ټپیان کړي وو. د ډېره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې هم د ښخ شوي ماین په یوه چاودنه کې یو پوځي وژل شوی وو.
تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې وه.
د پاکستان پوځ ویلي چې د ډېره اسماعیل خان په روهړۍ سیمه او لکي مروت کې یې د جمعې په ورځ جلا- جلا عملیات کړي وو، چې وایي دوه وسلوال او دوه پوځیان پکې وژل شوي وو. دوه وسلوال ټپیان شوي وو.
د بلوچستان په ګوادر سیمه کې هم وسلوالو د پوځ پر یوه قافله برید کړی وو، چې د پاکستان د پوځ په وینا 14 پوځیان پکې وژل شوي وو. د رپوټونو ترمخه، د بلوچستا لبرېشن فرنټ په نوم ډلې د برید زمه واري په غاړه اخستې ده.
د شنبې- خالي په ورځ د پنجاب په میانوالي کې وسله والو د پاکستان د هوایي ځواکونو پر یو مرکز برید کړی وو، چې پوځ یې د برید د شنډولو لپاره عملیات وکړل او وایي په برید کې شامل ټول "نهه ترهګر" یې وژلي دي.
ويل شوي د تحريک جهاد پاکستان په نوم ډلې د بريد زمه واري منلې ده.
Forum