د کرکټ د نړيوال کپ2023م په روانو سيالو کې د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلې اوس هم سیمې فاينل ته د رسېدو په زغل کې شاملې دي، خو څنګه کولی شي چې سيمې فاينل ته ورسي؟.
پاکستانۍ لوبډلې تېره شپه د ډک ورت لويس [ډي اېل اېس] د فارمولې لاندې نيوزي لېنډ ته په 21 رنزونو ماتې ورکړې او دوه پواينټونه یې ترلاسه کړي دي.
د پاکستانۍ لوبډلې د بيټېنګ پيلوونکي (اوپنر) فخر زمان په ښه بېټنګ سره د پاکستان سیمي فاينل ته د رسېدو هيله ژوندۍ ساتلې ده.
د مردان د کاټلنګ سيمې اوسېدونکي فخر زمان په 81 بالونو په 11 چهکو/ شپږيزو او اته چوکو/ څلوريزو وهلو سره 126 رنزونه جوړ کړي او اوټ شوی نه وو.
په ياده سيالۍ ګټلو پاکستانۍ لوبډله د پواينټونو په ټېبل پينځم نمبر ته راغلې ده.
دا وخت د درو لوبډلو نيوزي لېنډ، پاکستان او افغانستان سره اته اته پواينټونه دي او د رن رېټ په حساب نيوزي لېنډ د 0.398 پواينټونو سره په څلورم، پاکستان د 0.036 پواينټونو سره په پينځم او د افغانستان لوبډله د -0.330 پواينټونو سره په شپږم نمبر ده.
د افغانستان د لوبډلې دوه، او د پاکستان او نيوزي لېنډ لوبډلو يوه يوه سيالي پاتې ده.
که د افغانستان لوبډله خپلې پاتې دواړه سيالۍ چې د جنوبي افريقې او اسټریليا سره دي، ګټي نو سيمې فاينل ته رسېدلی شي خو که يوه ګټي نو رن رېټ به ورته ښه کول وي، بيا هم چې پاکستان او نيوزيلېنډ خپلې سيالۍ وبايلي.
بل لور ته چې د نيوزيلېنډ رن رېټ د پاکستان نه زياته دی، که چرته خپله پاتې يوه سيالي د سري لنکا نه ګټي نو پواينټونه یې لسو ته رسي او نور ښه کيږي، خو بيا به پاکستان ته انګلېنډ ته په ډېرو رنزونو ماتې ورکول وي ورسره چې د نيوزيلېنډ او سري لنکا ترمنځ سیالي سري لنکا وګټي.
پاکستان بيا په هغه صورت کې مخکې تلی شي چې د انګلېنډ نه په ډېرو رنزونو سیالي وګټي.
Forum