لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي جنګي الوتکو په غزه کې د کډوالو په دوو کمپونو بریدونه کړي، لږ تر لږه ۵۳ کسان پکې وژل شوي


واشنګټن – د غزې د روغتیا وزارت ویلي، د کډوالو په مغازي نوم کمپ باندې په هوايي‌ بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ژوبل شوي دي.‌

دغه کمپ په هغې سیمه کې دی چې اسرایلي پوځ پکې له فلسطینیانو غوښتي وو چې په شمال کې د دوی د عملیاتو پر مهال دې خلک هلته دېره شي.

د اې پي خبریال له دغو هوایي بریدونو وروسته په نېږدې روغتون کې اته وژل شوي ماشومان لیدلي چې یو پکې نوی پیدا شوی ماشوم هم وو.‌ دی وایي، یوه ژوندۍ پاتې شوې ماشومه په دهلیز کې پرته وه، جامې یې په خاورو لړلې او هک حیران یې کتل.

د کمپ یو اوسېدونکي عرفات ابو مشیه وویل، اسرایلي هوايي بریدونو کې ګڼې هغه څو پوړیزې ودانۍ هوارې شوې چېرې چې د غزې له نورو برخو څخه ورته په زوره خلک راوستل شوي وو.

هغه وویل، "دا یو ښکاره قتل عام دی." او زیاته یې کړه، "دلته ټول سولیز خلک وو. زه ټولو هغو کسانو ته چلنج ورکوم چې وايي، دلته د مقاومت جنګیالي وو."

د اسرایلو پوځ په سمدستي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.‌

دغه ډول بل هوایي برید د غزې په مرکز کې د بورېجې په نامه د کډوالو په کمپ باندې د یو ښونځي خواته په یو کور شوی او د الاقصی روغتون کارکونکو اې پي ته ویلي، چې لږ تر لږه ۱۳ کسان پکې وژل شوي.

په دغه کمپ کې ۴۶۰۰۰ خلک ژوند کوي.

د ټولو غوښتنو او نړیوالو لاریونونو سره سره،‌ اسرایلو په غزه کې خپلو بمباریو ته دوام ورکړی او ویلي یې دي، چې دوی حماس په نخښه کوي او هغوی په دې تورنوي چې له ملکیانو څخه د سپر په توګه کار اخلي.

انتقاد کونکي‌ وايي، د اسرایلو بریدونه نامتناسب دي او زیات ملکیان پکې وژل کېږي.

په ځمکنیو عملیاتو کې اسرایلي ځواکونه د وسلو د زېرمو د موندلو راپورونه ورکوي، چې چاودېدونکي توکي، انتحاري ډرونونه او توغندي پکې وي.

د غزې په شمال کې په هوايي بریدونو کې د خلکو د استونګې ځایونه له خاورو سره هوار شوي.

په بشري چارو کې د ملګروملتونو دفتر ویلي، چې پاتې درې لکه اوسېدونکي د ملګروملتونو د سرپناه په ځایونو کې پراته دي.

په ورته وخت کې اسرایلي الوتکو د اتوار یا یکشنبې په ورځ یو ځل بیا له الوتکو څخه پاڼې پاشلي په کومو کې چې له خلکو غوښتل شوی چې د غزې جنوب ته دې ولاړ شي.

د غزې د شمال او جنوب ترمنځ په پرتې لویې لارې باندې ګڼ خلک لېدل کېږی چې له خپلو بارونو، کراچیو او خرګاډو سره روان دي.

یو سړي وویل، دوی د اسرایلي ځواکونو له ځای څخه د تېرېدو پر وخت باید ۵۰۰ متره لارې پورې خپل لاسونه پورته نیولي وی.

یو بل فلسطیني د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل، د سړک په اوږدو کې مړي او ویجاړ شوي ګاډي پراته دي او زیاته یې کړه، "ماشومانو د لومړي ځل لپاره ټانکونه ولیدل، ای نړۍ پر مونږ رحم وکړئ."

د اسرایلو پوځ ویلي، چې د غزې له شمال څخه جنوب ته د خلکو وتلو لپاره به یو اړخیز دهلیز پرانیستی ساتي.

ملګروملتونو ویلي، د غزې ۱.۵ میلیونه خلک چې کابو ۷۰فیصده کېږي له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

دغه ډول خواړو، اوبو او تېلو ته اړتیا ده چې روغتون او نورو ودانیو ته برېښنا ورکړي.

په نېږدې یوې میاشت کې هیڅ تېل غزې ته نه دي پرېښودل شوي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، په دغې نېږدې یوې میاشتنۍ جګړه کې تر ۹۷۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي او کیدای شي دغه شمېره نوره هم زیاته شي.

وزارت وایي، په وژل شویو فلسطینیانو کې څه باندې څلور زره یې ماشومان دي.‌

اسرایلي پوځ ویلي، چې د ځمکنیو عملیاتو پر مهال یې ۲۹ سرتیري وژل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG