لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرستندویه ډلې: له پاکستانه راستانه شوي افغانان د خواړو، اوبو او سرپناه له نشتوالي‌ سره مخ دي


واشنګټن – مرستندویه ادارو د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي، هغه افغانان چې په پاکستان کې د نیول کېدو له وېرې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي له مناسبې سرپناه پرته د شنه اسمان لاندې خوب کوي او سم خواړه او اوبه نه لري.

له پاکستان څخه په لکونو افغانان وروسته له هاغې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي چې پاکستان له خپل هېواد څخه د هغو بهرنیانو د ویستلو پرېکړه وکړه کوم چې قانوني اسناد نه لري.‌

پاکستان د داسې کسانو د وتلو لپاره د اکټوبر ۳۱ نېټه ټاکلې وه او که څوک و نه وځي نو وبه نیول شي.

افغانان له پاکستان څخه زیاتره د تورخم او چمن لارو خپل هېواد ته ستنېږي.

طالبانو افغانستان غاړې ته په دواړو ځایونو کې کمپونه جوړ کړي چې له هغه ځایه بیا دغه کسان په افغانستان کې خپلو خپلو سیمو ته لېږل کېږي.

خو مرستندویه ادارو ویلي، په تورخم کې سمه سرپناه نشته. د څکلو کافي اوبه، برېښنا، او تشنابونه نشته او د پاکوالي نظام نه لري.‌

د ملګروملتونو ادارې او مرستندویه ډلې هره ورځ د دغو زرګونو راستنه شویو کسانو لپاره د ځایونو په جوړولو باندې کار کوي.

د خیال محمد په نامه یو راستون شوی افغان وايي، ۱۷ کاله په پېښور کې اوسېدلی. پنځه ماشومان لري او یوه اونۍ مخکې هېواد ته په زور راستون کړای شوی دی.

هغه اسوشېټېډ پریس ته ویلي، چې ده ته اجازه ور نه کړل شوه چې له خپل کور څخه څه هم واخلي. هغه او کورنۍ یې چې هر څه لرل هغه په پاکستان کې پاتې شول.

د هغه اوه کلنه لور حوا لړزېدله ځکه چې ساړه یې کېدل. هغې د سهار چای په پرې شوي پلاستیکي بوتل کې څکه او له کمپلې پرته یې خوب کاوه.

د هغې پلار له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

"مونږ د طالبانو له حکومت نه مرسته نشو غوښتلی." هغه وویل،‌ "دوی هیڅ هم نه لري ځکه تر اوسه یې حکومت نه دی پېژندل شوی. دلته داسې کورنۍ دي چې هیڅ هم نه لري، نه ځمکه لري او نه کور. دوی د شنه اسمان لاندې ژوند کوي. هیڅوک هم مرسته نه کوي."

د ورلډ وېژن انټرنېشنل څخه تمیندري ډې سېلوا وايي، ټول کسان چې په ټرانزیټ مرکز کې راجستر شي نو بیا نورو ځایونو ته انتقالېږي.

زیاتره افغانان چې خپل هېواد ته راغلي وايي، چې په پوله ترې د لاس ساعتونه او سره زر هم اخیستل شوي دي.

د سېو دې چلډرن مشر ارشد مالک وايي، اکثره راستانه شوي کسان تعلیمي اسناد هم نه لري او دا ورسره سخته شوې چې بېرته دلته خپلې زده کړې پیل کړي.‌

دغه ډول زیاترو یې په پاکستان کې په اردو او انګلیسي ژبو زده کړې کړي‌ او په پښتو او دري ژبو سم نه پوهېږي.

هغه خبرداری ورکړ چې د غریبۍ له امله ښايي په افغانستان کې په ماشومانو باندې کار کول او په هغوی د قاچاقو کول زیات شي.

طالبان وايي، دوی کمېټۍ لري چې شپه او ورځ افغانانو ته خواړه، اوبه او کمپلې ویشي.

د عیسویانو مشر پاپ فرانسس د یکشنبې یا اتوار په ورځ په واټیکان کې د افغان کډوالو په حالت باندې خپګان ښودلی او ویلي یې دي، "افغان کډوال چې په پاکستان کې اوسېدل اوس نه پوهېږي چې نور چېرې ولاړ شي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG