لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تهران: ايت الله خامنه ای د حماس له مشر اسماعيل هانيه سره ليدلي


Iranian Pelstinians, Saleh Arouri, Ismail Haniyeh
Iranian Pelstinians, Saleh Arouri, Ismail Haniyeh

د ایران سپريم مشر ايت الله خامنه ای په غزه کې د وسله والې ډلې حماس د مشر اسماعيل هانيه سره په تهران کې ليدلي دي.

د ایران سرکاري ميډيا ويلي، دغه ملاقات د اتوار/ يکشنې په ورځ په تهران کې شوی دی.

د رپورټونو ترمخه، اسماعيل هانيه د 2019م نه په ترکي او قطر کې مېشت دی.

د ایراني خبرونو ترمخه، اسماعيل هانيه د خامنه ای سره په ليدنه کې د غزې په حالاتو، د دوی په وینا د اسرايلي حکومت د جرمونو او لویديځې پولې په اړه خبرې کړي دي.

د ایران حکومت وايي د حماس ملاتړ کوي.

ويل شوي، خامنه ای د غزې د خلکو د صبر، زغم او مشکلاتو برداشت کولو تعريف کړی دی.

د ايران مطبوعاتو ويلي، ايراني مشر د صيهوني حکومت په جرمونو د افسوس څرګندونه کړې ده.

واشنګټن او لويدیځ هيوادونه د اسرايل ملاتړ کوي.

د ایران خبري ادارې (تسنيم) دا نه دي ویلي چې دا ملاقات کله شوی خو ویلي يې دي ايت الله خامنه په ليدنه ټينګار کړی چې ايران به د صيهوني قابضينو پرضد د فلسطين د مزاحمتي قوتونو ملاتړ دوامداره ساتي.

ایران اسرايل نه دی منلی خو مذهبي مشرانو یې اسرايل ته خبرداری ورکړی که په غزه یې حملې جاري وساتلې سختې نتيجې به یې ورکړي.

امریکې د حماس ډله ډېره مخکې غېر ملکي ترهګره ډله ګرځولې ده.

(خبر د رويټرز په مننه)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG