لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني سېنېټران: ایا د افغانانو له ويستلو سره به د اقتصاد او امنيت مسلې حل شي؟


Senate of Pakistan
Senate of Pakistan

پاکستان کې د برني اېوان سېنېټ ځينې غړو د پاکستان د حکومت په دغه پرېکړه پوښتنې راولاړې کړي چې د لا قانونه بهر ملکيانو او په ځانګړي ډول د افغانانو د ويستلو سره به د دې هيواد اقتصاد او امنيتي حال ښه شي او که نه؟

په سېنېټ کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټره عابده محمد عظيم وايي په پاکستان کې يوازې افغان وګړي نه بلکې بنګاليان او هندي مهاجرين هم اوسيږي نو بيا ولې د لاقانونه بهر ملکيانو پر ضد روانو عملياتو کې افغان پښتون په نخښه کيږي.

عابده محمد عظيم " د پاکستان موجوده اقتصادي او امنيتي صورتحال ته په کتو به موږ وګورو چې د افغانانو د وتو وروسته به دا حالات سم شي او که نه؟ اول چې کله ډالرې راتلې او افغانان دلته مېشت وو نو ښه وه خو چې اوس هيواد ته د هغوي په نوم د ډالرو راتګ بند شو نو افغانان خراب شو".

د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي په دې وروستو کې ويلي وو چې هيواد کې په وروستيو کې په شوو ځانمرګو بريدونو کې نزدې په 12 بريدونو کې افغانان ککړ وو.

پاکستان له دې وړاندې هم په افغانستان داسې تورونه لګولي چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

دوه ورځې وړاندې د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدين حقاني ويلي وو، د پاکستان اوسنۍ پرېکړه، د 40 کالو د خدمتونو او ښېګړو وروسته دې په داسې طريقه د مهاجرينو ويستل د ټولو نړيوالو نورمونو او اسلامي اصولو خلاف دي.

حقاني زیاته کړې، د پاکستان حکومت ته چې کومه ګيله ولاړه ده او مشکل ورته جوړ دی مونږ داسې وايو چې هر څوک دې په خپل ګرېوان کې وګوري دا مشکلات داسې نه دي چې زمونږ له لوري جوړ دي هر څوک چې خپل مشکل په خپله حل نه کړي دا په بل نه حل کيږي.

سېنټر د بلوچستان عوامي پارټۍ سېنېټر نصيب الله بازۍ وايي، "موږ افغان حکومت او اولس ته خواست کوو چې د پاکستان سره کښېني او د امنيت په حواله چې کومې د پاکستان پوښتنې دي هغه واوري او سر پې خلاص کړي".

پاکستان کې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپرس ټريبيون ویلي، چې د لا قانونه بهر ملکيانو پرضد د پاکستان ګامونو د اسلام آباد او کابل اړيکې ترینګلې کړي دي.

ورځپاڼې د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو د سرچينو له قوله ویلي، د پاکستان د حکومت لخوا د لاقانونه بهر ملکيانو پرضد روان عمليات د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والو له ستونزې سره تعلق نه لري.

د نېشنل پارټۍ سېنېټر محمد اکرم وايي پاکستان د افغان کډوالو ښه میلمستيا کړې ده خو دوي د پاکستان په اقتصاد يو بوج دي خو دا دا دريځ سم نه دی چې افغانان د ترهګرۍ او نا امنۍ زمه وار دي.

" پاکستان کې د ترهګرو د پيدا کيدو پرشا يو پوره تاريخ دی،کله چې د افغانستان او کشمير شخړه روانه وه نو د دې لپاره موږ پخپله ډېری خلکو ته تربيت او سهولتونه ورکړي وو او اوس چې صورتحال بدل شو نو هغه خلک او د هغوي فکر لا موجود دی او ښکاره ده دغه خلک به هم هغه څه کوي څه چې ورته ښودل شوي دي".

مطبوعات د پاکستاني چارواکو له قوله ليکي چې د ستمبر د 17مې نېټې نه تر اوسه پورې 174000 افغان کډوال خپل هيواد ته پخپله خوښه ستانه شوي دي.

په دې وروستو کې د پاکستان حکومت افغانان له دې هيواده د ډالرو په قاچاق تورن کړي وو او د پوځ د سر لښکر جنرل عاصم منير په وينا په پولو د ډالرو د قاچاق د مخنيوي ضد عمليات پېل شول چې له کبله يي د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ قدر څه استحکام وموندو.

د پاکستان پيپلز ګوند سېنېټره روبينه خالد وايي، "د افغان کډوالو خپل هيواد ته د تګ سره به د پاکستان اقتصاد ښه شي، ځکه چې زموږ خپله ابادي زياته شوې ده او ذرايع مو کمې دي او زه ګڼم چې د افغانانو د وتو سره به يو څه فرق راشي".

د پېښور پوهنتون د اقتصادياتو څانګې دوه پوهانو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) او سېفران وزارت د شمېرو په بنياد جوړ کړي يو رپورټ کې ويلي وو، 37 لکه افغانان بلواسطه هره مياشت د دوه اربه روپو ټيکسونه ورکوي چې د پاکستان خزانې ته ځي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG