لاس رسیدونکی لینک

 
کوهاټ: د ټیک ټاک لپاره د ویډیو جوړولو شوق د دوؤ تنکیو وروڼو ژوند اخستی دی
تازه خبر

کوهاټ: د ټیک ټاک لپاره د ویډیو جوړولو شوق د دوؤ تنکیو وروڼو ژوند اخستی دی


د خېبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې د ټیک ټاک رسنۍ لپاره د ویډیو جوړولو شوق د دوؤ تنکیو ماشومانو ژوند اخستی دی.

پولیس سرچینې وایي تېره ورځ د کوهاټ په ګمګهول سیمه کې یو ۱۳ کلن ماشوم عمران علي د کور دننه ټیک ټاک رسنۍ لپاره ویډيو جوړوله چې پر دغه مهال ترې تمانچه خلاصه شوې اؤ خپل بل ۱۱کلن ورور عدنان یې وژلی دی.

د پولیس سرچینو وینا ده چې دخپل ورور له وژلو وروسته یاد ماشوم ویرې اخستی اؤ ځان یې هم په همغه تمانچه وژلی دی.

پولیس وایي په پېښه کې د وژل شوؤ دواړو ماشومانو تعلق د پنجاب خانیوال سیمې سره دی اؤ دا مهال په کوهاټ کې اوسیږي.

د وژل شوؤ ماشومانو پلار محمد نواز پولیسو ته ویلي چې د هغه د زوي عمران علي نه په ناپوهۍ کې ګولۍ چلېدلې ده اؤ خپل ورور یې وژلی دی.

محمد نواز زیاته کړې ده چې کله د هغه د زوي عمران علي نه خپل کشر ورور لګیدلی نو له هغې وروسته هغه هم ویرې اخستی چې ګنې د کور خلکو ته به اوس څه جواب ورکوي اؤ وایي هم ددغه ویرې له امله خپل ځان هم په هغه تمانچه وژلی دی.

د پولیسو لخوا د پېښې په اړوند درج ایف آی ار د کوهاټ د ضلعي پولیس افسر ددفتر څخه وي او ای ډیوه ته ترلاسه شوی چې هغې کې د ټیک ټاک رسنۍ لپاره د ویډیو جورولو هیڅ ذکر نشته.

خو پولیس سرچینو بیا ډیوه ته ویلي چې د چم ګاوند د خلکو نه ورته معلومه شوې ده چې په پېښه کې وژل شوؤ دواړو ماشومانو د تمانچې سره ټیک ټاک لپاره ویډيو جوړوله چې تمانچه ترې خلاصه شوې ده

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG