لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې نوبل جایزه ګټونکې ایرانۍ مېرمنې نرګس محمدي په زندان کې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی


په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو لپاره په فعالیت د بوخت خبري اژانس هرانا د رپورټ له مخې د سولې د نوبل نړیوالې جایزه ګټونکې ایراني مېرمنې نرګس محمدي په زندان کې د ولږي هړتال یا د نه خوړلو اعتصاب پېل کړی دی.

دغه خبري اژانس وایي، چې ایراني چارواکي نرګس محمدي ته په زندان کې روغتیایي اسانتیاوې نه ورکوي چې له امله یې هغې په زندان کې خوراک څښاک بند کړی.

په ډان ورځپاڼه کې خپور د رایټرز خبري اژانس د رپورټ له مخې د ښځو د حقونو فعالې نرګس محمدي ته د نوبل د سولې نړیواله جایزه په شپږم اکتوبر د ایران د سخت دریځه حکومت په تګلارو د نیوکو له امله ورکړل شوی چې د هغې غبرګون کې د ایران حکومت د نوبل په کمېټه د بشري حقونو معامله کې د مداخلې او د دغې جایزې د سیاسي کولو تورونه لګولي وؤ.

هرانا پخپل رپورټ کې ویلي ایراني چارواکو 51 کلنې نرګس محمدي ته تېره اوونۍ له دې امله د زړه اؤ پیپړو د علاج لپاره روغتون ته د تګ اجازه نه وه ورکړې چې هغې روغتون ته د تګ لپاره د حجاب کولو نه انکار کړی ؤ اؤ د ایران حکومت ښځو لپاره له کوره بهر حجاب ضروري ګرځولی دی.

رپورټ کې ویل شوي چې نرګس محمدي د چارواکو له لوري د هغې د غوښتنو په نه پوره کولو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی اؤ وایي د زندان چارواکو د هغې روغتون ته په لېږلو بندیز لګولی دی.

د نرګس محمدي کورنۍ رایټرز خبري اژانس ته لیږلي یو بیان کې ویلي په 29م اؤ 30م اکتوبر نرګس محمدي اؤ د ایران په ایون زندان کې بندي ځینو نورو مېرمنو د جېل د چارواکو لخوا روغتون ته د هغوي د نه لېږلو پرضد احتجاج کړی ؤ.

د نرګس محمد لخوا د ولږې د هړتال پېل کولو نه وړاندې د نومبر په وړومبۍ نېټه هغې پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې هغه به د علاج لپاره هم په زوره حجاب پسروي اؤ تیاره ده چې خپل ژوند په خطر کې واچوي.

نرګس محمدي باندې د ایران پرضد د پروپېګنډې په ګډون ګڼ شمیر تورونه لګول شوي اؤ دا مهال هغه په دغو قضیو کې خواو شا د 12 کالو د بند سزا تېروي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG