لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکې افغان مېرمنې وایي د بۍ وسۍ حالت کې شړل یې ځوروي 


د پاکستان حکومت له لوري ملک نه په غیر قانوني توګه د میشت بهرنیو وګړو د ویستلو لپاره د پېل کړل شوؤ عملیاتو نه وروسته افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ دوامدراه ده خو خپل هیواد ته ستنېدونکې مېرمنې وایي چې د بې وسۍ په حالت کې د پاکستان نه وتل یې ځوروي.

نور بي بي څلویښت کاله وړاندې له ودېدو وروسته پاکستان ته راغلې وه اؤ او بیا یې شپږ اولادونه په پاکستان کې زېږیدلي اؤ ستر شوي دي اؤ هغه نن د خپل لمسي له مړي سره افغانستان ته ستنېږي.

ټرک کې د کور د سامانونو یا کډو په منځ کې راګېره نور بي بي ډیوه سره د خپل ژوند د کیسې کولو لپاره له ټرکه نه شوه راکوزیدلی خو په تلو تلو کې یې د خپلې کورنۍ د بې وسۍ کیسه په دې ټکو وکړه.

"نمس مې په کې مړ شو. سینه بغل سره غریب هم داسې، یخنی مو هم کبږي، ماشومان هم دغسې پراته دي، اوس کیمپ ته ځو، خیمې به راکوي، هیڅ هم نشته زمونږ"

افغانستان ته تلونکو دغو ښځو او ماشومانو ته د مخه ښې ویلو لپاره په لار ولاړه سیاسي فعاله ناهید اپریدۍ هم د افغان کډوالو دغه تکلیف او بدحالۍ دردولې ده، هغه وایي د ستنېدونکو افغان کډوالو ته هیڅ اسانۍ نه دي ورکړل شوې.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي، "ګوره چې مونږ څومره زنانه ؤ سره دلته خبرې وکړې ، نو د دوئ په لارو باندې شپې راځي، د پنجاب اوً نورو ځایونو نه زنانه را روانې دی. دلته د دوئ د پاره نه د څه خوراک بندوبست شته، نه واش روم شته."

خو د لارې له دغو تکلیفونو زیاته د زرګونو افغان کورنیو په څېر نور بي بي هم د پاکستان نه په داسې حالت کې په شړل کېدو زیاته خفه ده.

هغه وایي، "څلویښت کاله مې تیر کړل، دومره وړکۍ واده شوې وم، او زړه مې نه کیږي چې اوس بېرته لاړه شم، داسې ښکاری لکه چې زما خپل وطن وي."

د پاکستان حکومت له لوري د ملک نه دغیر قانوني کډوالو شړلو پالیسۍ باندې د عمل له وجې د ستمبر نه تر او سه نزدې دوه لکه افغان کډوال د پاکستان نه بېرته خپل هیواد افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغو کډوالو ستنولو لپاره د ملک په بیلابیلو برخو کې حکومت تم ځایونه یا هولډنګ سنټرې جوړې کړې دي چې روزانه ورته په زرګونو کډوال په ټرکونو کې ورځي اؤ دغلته په داسې حال کې تم کیږي چې ګیله کوي په غو تم ځایونو کې ورته هیڅ اسانۍ نه ورکول کیږي.

دوي کې زیاتره افغانان نیوکې کوي چې حتی ماشومانو ته یې په دغو تم ځایونو کې د ډوډۍ یا دارو درملو هم څه بندوبست نه شته.

مرستندویه ادارو هم د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي، هغه افغانان چې په پاکستان کې د نیول کېدو له وېرې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي له مناسبې سرپناه پرته د شنه اسمان لاندې خوب کوي او سم خواړه او اوبه نه لري.

د بشري حقونو نړيوالې ادارې وايي دا کډوال په داسې وخت کې افغانستان ته ستنېدو ته مجبوره دي چې په هېواد کې یې له مخکې بشري بحران اؤ د بشري حقونو چېلنجونه رامنځته شوي او اوس ورپسې سخت ژمی په را رسېدو دی.

د کډوالو د نړیوالو ادارو په ګډون امریکې، د بشري حقونو نړیوالو ادارو، په پاکستان کې د بشري حقونو تنظیمونو او د پښتنو ملتپالو ګوندونو هم د پاکستان د دې ګام مخالفت کړی چې اسناد نه لرونکو خلکو ته یې یواځې یوه میاشت وخت ورکړ او د نومبر له لومړۍ نېټې یې د هغوی د نیولو او شړلو عملیات پیل کړل.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG