لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل په غزه کې د امداد دپاره په جګړه کې په وقفه تیار ، خو مکمل اوربند یې رد کړی


بنیامین نېتن یاهو د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکا خبري ادارې « اې بي سي نیوز» سره په مرکه کې وویل، تر هغه چې یرغمل شوي کسان خوشي شوي نه وي، په غزه کې به مکمل اوربند نه کیږي.
بنیامین نېتن یاهو د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکا خبري ادارې « اې بي سي نیوز» سره په مرکه کې وویل، تر هغه چې یرغمل شوي کسان خوشي شوي نه وي، په غزه کې به مکمل اوربند نه کیږي.

د اسرايل وزير اعظم بنيامين نېتن ياهو ویلي اسرایل به په پوځي عملیاتو کې لنډ مهاله وقفې به په پام کې ونیسي ترڅو د غزې پټۍ ته بشري امداد ورسیږي یا د حماس جنګیالو په قبضې کې یرغمال شوي کسان هغه ځاې نه اوځي، خو هغه د اسرایل او حماس ترمنځ د تېرې یوې میاشتۍ نه روانې جګړه کې مکمل اوربند رد کړو.

بنیامین نېتن یاهو د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکا خبري ادارې « اې بي سي نیوز» سره په مرکه کې وویل، تر هغه چې یرغمل شوي کسان خوشي شوي نه وي، په غزه کې به مکمل اوربند نه کیږي.

هغه زیاته کړه اسرایل په تېرو وختونو کې هم دا کار کړی دی او که چیرې په غزه کې د یو تن یرغمل د خوشې کولو او د بشري مرستو د برابرولو په خاطر په جګړه کې "وقفه" رامنځته شي نو دا کار به وکړي. خو مکمل اوربند به نه کېږي.

د ښاغلي نېتن یاهو په وينا، د اوربند په اړه د امريکا صدر جوبايډن پخپله ويلي چې مکمل اوربند به حماس ته د تسليمېدو سره برابر وي، چې حماس به یې خپله بريا ګڼي.

د اسرایل وزیر اعظم وویل چې اوربند به د اسرایلي یرغمل شویو بیرته ستنیدو مخه ونیسي. په حماس مجرمانو یوازې د پوځي اقدام د لارې فشار راوړل کیدی شي.

د اې بي سي نیوز سره په خبرو کې نېتن یاهو وویل چې هغه فکر کوي چې اسرایل به د حماس د ځپلو هدف ته د رسیدو وروسته د نامعلومې مودې لپاره په غزه کې "ټول امنیتي مسولیت" ولري.

نېتن یاهو وویل: "کله چې مونږ دا امنیتي مسولیت نه لرو، نو بیا مونږ ولیدل چې د حماس ترهګري هغه کچې ته ورسېده چې مونږ یې تصور هم نه و کړی."

د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکا صدر جوبایډن د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتن یاهو سره خبرې وکړې او یو ځل بیا یې په ډاګه کړه چې د حماس په خلاف د اسرایل کلک ملاتړ کوي. خو هغه په دې هم ټېنګار وکړو چې د پوځي عملیاتو په دوران کې د فلسطیني عوامو تحفظ په کار دی او باید غیر پوځي کسانو ته نقصان رسېدل کم کړی شي.

دواړو مشرانو په دې ټلیفوني خبرو کې، په جګړه کې د ټکټیکل وقفو په امکاناتو هم بحث وکړ چې په غزه کې عوام وکړی شي د جنګ د سیمو نه په خوندي توګه ځانونه وباسي، او بل دا یقیني کول چې ضرورتمندو عوامو ته هلته امداد ورسول شي. هغو په دې هم خبرې وکړې چې د حماس له ولقې یرغمل شوې اسرایلیان څنګه ازاد کړی شي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د فلسطيني وسله والو حماس او اسرايلو ترمنځ جګړه روانه ده. د حماس تر کنټرول لاندې غزې پټۍ د طبي چارواکو په وینا د دې جګړې په نتیجه کې شاوخوا لس زره فلسطینیان وژل شوي او ۲۴ زره نور ټپیان شوي دي. په غربي غاړه کې تر اوسه د ۱۴۰ کسانو د وژل کیدو پخلی شوی دی.

په غزه بریدونه وروسته له هغې پیل شوي چې په اووم اکتوبر حماس په اسرایل حمله وکړه اؤ له 1400 زیات کسان یې ووژل اؤ تر 240ؤ زیات یې نور یرغمل کړل.

د مګرو ملتونو ادارو او نړیوالو امدادي تنظیمونو یو مشترک بیان خپور کړی کوم کې چې هغو د انساني مرستو دپاره فوري ډزبندي غوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو او نړیوالو امدادي تنظیمونو په مشترک بیان کې راغلي چې: " د قریب یوې میاشتې راهیسې ، نړۍ په اسرایل او مقبوظه فلسطیني خطې کې بدلېدونکي حالاتو ته چې ګڼ او زیاتېدونکي شمېر خلک په کې مړه شوي او تباه شوي، په حبرانۍ او خوف سره ګوري. په لسهاوو زره کسان بېځایه شوي دي. دا هولناک دی".

دغو نړیوالو ادارو او تنظیمونو په شمول د صحت عالمي ادارې(ډبلیو اېچ او ) یونېسف، د خوراک نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) ، کېر انټرنېشنل ، سېو دي چلډرن، او مرسي کارپس، یادونه کړې ده چې د اکتوبر په اوومه نېټه، لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان په اسرایل کې د حماس په حمله کې ووژل شول، او څه باندې دو سوه (۲۰۰) نور برغمل یووړل شول.

یادو ادارو همدا شان زیاته کړې ده چې : " په غزه کې د اوو نورو عامو وګړو وژنه، یو ظلم دی، او همدا شان په ۲.۲ میلین فلسطینیانو باندې د خوراک، اوبو ، دوایانو، بجلۍ او سون موادو بندول [هم ظلم دی ] ."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG