دپاکستان د بهرنیو چارو دفتر وایي نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ دازبکستان په تاشکند ښار کې د اقتصادي همکاریو د سازمان( ای سي او) په راجوړېدونکې سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره نن(شورو/چهارشنبه) تاشکند ته روانېږي.
ډاڼ ورځپاڼه کې د خپور رپورټ له مخې خارجه دفتر ویلي تاشکند کې پېلېدونکې دا دوه ورځنۍ سرمشریزه غونډه به د 8م نه تر 9م نومبر دوام ولري چې پکې به دپاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د 2025م لپاره د ای سي او نظر یا وژن ته دپاکستان عزم بیا تازه کړي.
د خارجه دفتر بیان کې ویل شوي چې پاکستان به دې سرمشریزه غونډه کې د تجارت،رابطو،انرژۍ،سېلګرۍ اؤ پېداوارۍ توان په څانکو کې د سیمه ییزو همکارۍ په وده کې دخپل کردار ادا کولو ژمنه تکراروي.
خارجه دفتر ویلي نګران وزیراعظم به د تنظیم د مستقبل د کار،د سیمه ییزو تماسونو اؤ د اړونده خوشحالۍ د ودې لپاره د پاکستان نظر هم د غونډې برخه والو ته وړاندې کوي.
د بیان له مخې انوار الحق کاکړ به خپل دې سفر کې د ازبکستان اؤ غونډه کې د برخه لرونکو نورو مشرانو سره لېدنو کې د دوه اړخېزه اړیکو په هکله خبرې اترې هم کوي.
خارجه دفتر ویلي پاکستان د اقتصادي همکاریو د سازمان بنیاد اېښودونکو غړو څخه دی اؤ دغه سازمان سیمه کې د رابطه کارۍ اؤ اړونده خوشحالۍ د اهدافو ترلاسه کولو لپاره ککې ولولې لري.
تر دې وړاندې سږکال د جنورۍ میاشت کې دپاکستان پخواني خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري تاشکند کې د ای سي د وزارتي کونسل په 26مه غونډه کې برخه اخستې وه.
نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اقتصادي همکاریو د سازمان سرمشریزه غونډه کې ګډون لپاره نن تاشکند ته سفر کوي

پېښور- —
Forum