لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې ویلي اسرایل په غزه قبضه نه شي کولی


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټني بلنکن اسرایل ته خبرداری ورکړی دی چې په غزې یو وارې بیا قبضه نه شي کولی خو هغه روښانه کړې ده چې له جګړې وروسته د دې خبرې ضرورت پېښېدای شي چې فلسطیني سیمه دې د یو عبوري یا موقتي دورې څخه تېره شي.

ټوکیو کې د جي سیون د غونډې په مهال مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ښاغلي بلنکن د اسرایل له لوري د فلسطیني عسکریت خوښي تنظیم حماس د ختمولو په هڅو کې د امریکې ملاتړ یو وارې بیا څرګند کړی دی.

په غزې کې وروسته له هغې سخته جګړه پېل شوې ده چې په اووم اکتوبر حماس په اسرایل حمله وکړه اؤ په دغه حمله کې تر۱۴۰۰ پورې کسان ووژل شول اؤ ۲۴۰پورې نور حماس له ځان سره یرغمل کړل.

په غزه کې د حماس د واک لاندې د روغتیا وزارت وایي تر اوسه د اسرایل په (ځوابي) بریدونو کې نزدې ۱۰ زره کسان وژل شوي دي چې تر څلورو زرو زیات پکې ماشومان دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټني بلنکن وویل" دا خبره په ډاګه ده چې اسرایل په غزه قبضه نه شي کولی"

د بلنکن په خبره ، حقیقت دادی چې د دې جګړې په پائ کې به یو عبوري دوره مخې ته راځي.

خو هغه ټېنګار وکړ "دا اړینه ده چې فلسطینیانو ته باید په غزه اؤ لویدیځه غاړه کې په حکومتي چارو کې مرکزي حیثیت ترلاسه وي"

تر دې وړاندې د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو له ای بي سي چینل سره مرکه کې اشاره کړې وه چې اسرایل به د جګړي له ختمېدو وروسته "نامعلومې مودې پورې" یو امنیتي رول ولري.
نیتن یاهو وایي چې ترڅو د حماس د ولکې نه یرغمالي وګړي خوشې شوې نه وي تر هغې به اسرایل جګړه نه دروي البته د نوموړي د سه شنبې په ورځ پخپلو څرګندونو کې اشاره کړې وه چې اسرایل په جګړه کې د ځانګړي بڼې په وړو، وړو وقفو یا دمو کولو اماده کیدای شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG