له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته نېږدې د خيبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې یو بل سیمه ییز سوداګر اکرام خان د وسله والو لخوا په هدفي برید کې وژل شوی دی.
د جمعې په ورځ د باجوړ نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په عنايت کلي بازار کې رامنځته شوې ده.
په دوو اوونيو کې په باجوړ کې د هدفي وژنو دا پنځمه پېښه ده چې رامنځته کیږي.
سرچینې ډیوې ته وویل، اکرم خان چې د باجوړ یو مشهور سوداګر دی د زیارت په ورځ د ماسپښین لمونځ لپاره جومات ته روان ؤ چې د عنایت کلی جومات ته څېرمه پرې نامعلومو وسله والو ډزې وکړې.
سرچینې وایي په دغو ډزو کې اکرم خان وړومبی سخت ژوبل شو خو کله چې هغه هسپتال ته ورسول شو نو هلته یې د زخموانو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه .
داعش خراسان پخپل یو لنډ بیان کې د اکرم خان د وژنې ذمه واري پغاړه اخستې ده.
تر دې وړاندې چې هم د تېرو دوؤ اوونیو په مهال باجوړ کې کومې څلور هدفي وژنې شوي د هغې ذمه واري هم داعش خراسان قبوله کړې ده.
مطبوعاتي رپورټونه وایي وسله واله ډله داعش دا مهال له افغانستان سره په پوله پرته د پښتونخوا قبایلي ضلع باجوړ کې زیاته فعاله ده اؤ وخت په وخت دغلته په امنیتي ځواکونو، سیاسي اؤ قامي مشرانو د بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخلي.
سږکال د جولایي د میاشتې په 30مه نېټه په باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام ګوند په یوه غونډه کې ځانمرګي برید شوی ؤ چې 67 کسان پکې وژل شوي اؤ تر 100 زیات نور ژوبل شوي وؤ. د دغه ځانمرګي برید ذمه واري هم داعش پر غاړه اخستې وه.
د جون په میاشت کې پوځ دعوه کړې وه چې د باجوړ په عنایت قلعه سیمه کې یې په عملیاتو کې د داعش د یو مهم کمانډر شفيع په ګډون "درې ترهګر وژلي"دي.
Forum