لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوداګر: له پاکستانه د افغان کډوالو تګ د شاتو مارکېټ هم ډېر اغېزمن کړی 


په خېبر پښتونخوا کې د شاتو افغان سوداګر وايي په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو خپل وطن ته د ستنېدو سره سم د شاتو قيمتونه ډېر کم شوي او کاروبار یې نږدې 80 فيصده متاثره شوی دی.

دوی وايي، د شاتو موچيو د فارمونو مالکان د قانوني اسنادو لرلو باوجود هم په پنجاب کې موچيو ايښودلو ته نه پرېښودل کېږي چې له امله يې په کم قيمت د ګبين يا شاتو په خرڅولو مجبوره دي.

يو شمېر افغان کډوال د پاکستان په بېلا بېلو صوبو کې د پوليس او نورو امنيتي ادارو له بد چلن څخه شکايتونه کوي خو سرکاري چارواکي وايي که کوم تن بې ځايه او په غيرقانوني توګه وځورول شو د ذمه وارو خلاف به قانوني چلن کيږي.

په خېبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو ښارونو کې د افغانانو کارونه او کاروبارونه د حکومتي پرېکړې له لاسه اغېزمن شوي چې يو پکې د شاتو او موچيو کاروبار هم دی.

افغان سوداګر وايي، خپل هېواد ته د افغانانو له ستنېدو وروسته د بېرې د يو من شاتو په قيمت کې د 35 نه تر 40 زرو روپو پورې کمی راغلی چې په مجموعي توګه يې کاروبار ډېر متاثره کړی دی.

په ترناب فارم کې د شاتو افغان کاروباري شاه جهان وي او ای ډيوه ته وايي د بېرې شات د سيزن په اول کې چلېدل تقريباً يو لک روپۍ د من شاتو قيمت و خو چې کله افغانانو ته دا وخت ورکړل شو له دې سره نرخ 80 زرو ته راکوز شو.

هغه وايي کله چې دا ډېرې منډې ترنډې شروع شوې نو دا شات په 50 او 60 زرو روپو کې من خرڅ شول او زياتوي د دې ترڅنګ نورکاروبار په 100 کې د 80 نه تر 90 فيصده پورې فرق کړی دی، د کاروبار نه د خلکو زړونه تور دي خريد نشي کولی، فروخت نشي کولی."

د پېښور ترناب فارم د هېواد تر ټولو لوی د شاتو منډۍ ګڼل کېږي د ملکي تاجرانو ترڅنګ افغان سوداګر پکې هم کاروبار کوي.

د شاتو کاروبار کوونکو د اتحاديي د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د 15 زرو نه تر 20 زرو پورې د مچیو فارمونه دي چې د 50 فيصده فارمونو مالکان افغان کډوال دي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په دريمه ويلي وو چې په هېواد کې په ناقانونه توګه مېشت غېرملکيان دې د نومبر تر لومړۍ نېټي پورې په خپله خوښه ووځي ګني بيا به په زوره ويستل کېږی.

د حکومت له پرېکړې وروسته د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو لړۍ په چټکتيا سره دوام لري.

د موچیو د فارمونو مالکان وايي د اسلام اباد له اعلان وروسته د شاتو په مارکيټ کې بې باوري پېدا شوې چې له امله يې د وړاندې په شان روزګار نشي کولې.

د شاتو موچيو افغان سودا ګر داد محمد وايي،

"شات به مو مخکې قرض ورکول پنجابيانو ته خو اوس يې هغوی ته نشو ورکولې، يرېږو سبا به حکومت وايي چې ځئ نو هغه پېسې به مو هلته پاتې شي او دلته ډيلران هم په دغه تشويش کې لوېدلي دي. يو پنجابي ته مې ويل چې زما ډېرې ښې پېټۍ دي دا به درباندې خرڅې کړم، ما په شپږ زره پېټۍ جوړه کړې په دوه زره به يې درکړم هغه راته وويل چې خان صېب تاسو هسې بارېږۍ پاکستان پوځ موشړي داسې راغلي يې داسې به ځی دا به مونږه ته پاتې کېږي."

د کاروبار کوونکو ترمخه د حکومتي احکاماتو په نتيجه کې ځايي ولس په قانوني توګه مېشت افغان کډوالو ته هم په خپلو زمکو د موچیو پېټۍ کېخودو اجازه نه ورکوي چې له وجې يې دوی په کم قميت خرڅولو باندې مجبوره شوي دي.

د شاتو کاروبار کوونکو د اتحاديي غړي وايي چې د افغانانو له خوا دې روزګار پرېښودو سره به د شاتو پېداوار ډېر متاثره شي او وايي د دې خلا پوره کولو لپاره بايد حکومت ځايي خلکو ته په دې اړه د تربيت ورکولو دپاره ګامونه واخلي.

په پېښور کې د شاتو کاروبار کوونکو د اتحاديي مشر نوروز خان وايي د شاتو په پېداوار به ځکه اثر کيږي چې 50 فيصده افغانان لاړشي يا فارمونه خرڅ کړي نو لږ تر لږه 30 فيصده کمی به په پېداوار کې راځي ځکه چې دومره افغانان لاړ شي نو زمونږه پاکستانيان خو دومره مچۍ هر يو سړی نشي ساتلی"

د شاتو کاروبار کوونکي وايي د پېښور ترناب فارم د شاتو منډۍ نه هر کال نزدې 450 کنټېنره شات چې په يو کنټېنر کې 20 زره کیلوګبين وي عرب ملکونو ته برآمد کېږي.

افغان تاجران د پاکستان حکومت نه غوښتنه کوي چې د شاتو کاروبار کوونکو ته دې په ورکړل شويو اسنادو د روزګار کولو اجازه ورکړي او يا دې ورته په ويزو ترلاسه کولو کې اسانتياوی برابرې کړي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG