لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د فلسطین په اقتصاد د جګړې ناوړه اغېزې شوي 


واشنګټن – د ملګروملتونو په یو نوي راپور کې د اسرایلو لخوا د تېرې یوې میاشتې راهیسې د غزې د کلابندېدو له امله د فلسطین د اقتصادي سقوط انځور جوړ کړل شوی.

په دغه راپور کې راغلي، د اسرایل او حماس د جګړې په لومړۍ میاشت کې په غزه او لویدیځه غاړه کې کورنی تولید څلور فیصده غورځېدلی چې له امله یې څلور لکه کسان غریبۍ ته تللي چې دومره اغېز د سوریې او اوکراین په جګړو کې هم نه دی لیدل شوی.

په غزې واکمنې‌ ډلې حماس د اکټوبر په اومه نېټه په اسرایلو باندې یو حیرانونکی برید کړی و چې ۱۴۰۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۴۰ نور تښتول شوي.

د غزې د ۲.۳ میلیونه وګړو تر دوه برخو زیات خلک بیا د حماس د ختمولو لپاره د اسرایلو د هوايي ‌او ځمکنیو بریدونو د پیلېدو راهیسې تښتېدلي.

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې ده د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی چې د اسرایلو په بریدونو کې تر اوسه ۱۰۸۱۸ فلسطینیان وژل شوي چې تر ۴۴۰۰ څخه زیات یې ماشومان دي.

په غزې باندې د جګړې د چټکو اقتصادي‌ اغېزو دغه ارزونه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام (یو ان ډي پي) او د لویدیځې اسیا لپاره د ملګروملتونو اقتصادي او ټولنیز کمېشن لخوا خپره شوې.

دا د ملګروملتونو لومړنی راپور دی چې د جګړې ویجاړونی اغېز په ځانګړي ډول په فلسطینیانو باندې ښکاره کوي.

ملګروملتونو اټکل کړی، که جګړه دوهمه میاشت هم دوام وکړي نو د فلسطین جي ډي پي، چې له جګړې مخکې ۲۰.۴ بیلینه وه ۸.۴ فیصده وغورځي او ۱.۷ بیلینه ډالره به تاوان وکړي.

دغه ډول راپور وايي، که جګړه دریمې میاشتې ته وغځېږي نو جي ډي پي به ۱۲ فیصده وغورځي، تاوان به ۲.۵ بیلینو ډالرو ته ورسېږي او ۶۶۰۰۰۰ نور کسان به غریبۍ ته ولاړ شي.

د یو ان ډي پي مرستیال کمېشنر عبدالله الدرداوي د دغه راپور د خپرېدو پر وخت یوې خبري غونډې ته وویل، چې د کال تر پایه د جي ډي پي ۱۲ فیصده غورځېدل به ستر او بې ساري وي.

هغه وویل، د سوریې اقتصاد د جګړې په دور کې یو فیصده جي ډي پي غورځېدلی او اوکراین کې یې یو نیم کال وخت ونیوه چې جي ډي پي پکې ۳۰ فیصده وغورځي چې دا په میاشت کې په منځني ډول ۱.۶ فیصده کېږي.

د اقتصادي کمېشن اداري مشرې رولا دشتي وویل، چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې فلسطینۍ سیمو، لویدیځه غاړه او غزه کې د ښکته منځني عاید اقتصاد بلل کېده چې د سړي په سر د ورځې شپږ ډالرو ته رسېده.

په جنورۍ کې غزه کې بې کاري ۴۶فیصدو ته رسېدلې وه او په لویدیځه غاړه (ویسټ بېنک) کې ۱۳ فیصده وه.

خو یواځې د څو اونیو جګړو په لکونو کارونه له منځه یوړل.

راپور وايي، "کله چې جګړه یوه میاشتنۍ شوه نو په غزه کې ۶۱ فیصده کارونه چې ۱۸۲۰۰۰ دندې کېږي له منځه ولاړې."

دغه ډول "په لویدیځې غاړه کې هم شاخوا ۲۴ فیصده کارونه له منځه ولاړل چې ۲۰۸۰۰۰ دندې کېږي."

الدرداري دا هم وویل، د لویدیځې غاړې اقتصاد د فلسطینیانو د جي ډي پي ۸۲ فیصده جوړوي او دا واخت د زیتونونو او مالټو سیزن دی خو خلک د جګړې له امله نشي کولای خپل فصل راټول کړي او "سیلګري هم له منځه تللې چې ذراعت او سیلګري د لویدیځې غاړې د جي ډي پي ۴۰ فیصده جوړوي."

هغه دا هم وویل، چې په سوداګرۍ کې هم زیاتې ستونزې دي، له اسرایلو څخه فلسطین ته د پیسو له لېږلو څخه بیا په لویدیځه غاړه کې د نه پانګونې پورې.

رولا زیاتوي، "د نومبر تر دریمې نېټې پورې ۳۵۰۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او کابو ۲۲۰۰۰۰ نور نیمه وران شوي."

راپور وايي، د غزې ۴۵ فیصده کورونه یا ویجاړ شوي او یا زیانمن شوي.

الدرداري زیاته کړه که دا دوام وکړي، نو د غزې اکثره خلک به کورونه نه لري. هغه وايي، ان که جګړه اوس پای هم ومومي نو تر ډېر وخت پورې به خلک بې ځایه وي چې دا ټول له ځان سره بشري، اقتصادي او امنیتي پایلې لري.

هغه وړاندې وویل، په دې د هغه زړه درد کوي چې د فلسطین خاوره به د کم امدن اقتصاد شي، "ځکه که جګړه دوام وکړي نو ټول هغه وده او پرمختګ به له منځه ولاړ شي چې په ۱۱، ۱۶ او حتی په ۱۹ کالو کې شوی. مونږ به بېرته ۲۰۰۲ کال ته وګرځو."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG