لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د او آی سي اؤ عرب هیوادونو ګډه غونډه کې په غزې کې په سمدستي اوربند ټینګار شوی


عربي رسنۍ وایي ددغه غونډې په پېل کې د یو شمیر اسلامي هیوادونو مشرانو په غزې کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
عربي رسنۍ وایي ددغه غونډې په پېل کې د یو شمیر اسلامي هیوادونو مشرانو په غزې کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
د سعودي عرب په ریاض ښار کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان (او آی سي)اؤ عرب هیوادونو ګډه غونډه روانه چې پکې په غزې د اسرایلي بریدونو په اړه په تګلاره جوړولو غور اؤ بحث کولی شي.

عربي رسنۍ وایي ددغه غونډې په پېل کې د یو شمیر اسلامي هیوادونو مشرانو په غزې کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

په غونډه کې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان، د ایران دصدر ابراهیم رئیسي، د فلسطین د واکمنې ادارې دمشر محمود عباس، د قطر د امیر او دپاکستان د نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ په ګډون د نورو هېوادونو مشران هم برخه لري .

د پاکستان نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ هم په دغه غونډه کې د ګډون لپاره رياض ته رسيدلى دى اؤ ټاکل شوې ده چې نوموړی به په دغه کانفرنس کې د ګډون کوونکو هيوادونو له مشرانو سره هم ليدنې کوي.

د غونډې پېل کېدو نه مخکې نګران وزیراعظم انوار الحق دفلسطيني واکمنې ادارې د مشر محمود عباس سره ليدلي دي اؤ هغه ته یې د پاکستان د ولس له لوري د فلسطین خلکو سره د کوټلي ملاتړ باور ورکړی دی.

په دې غونډه کې د ایران صدر ابراهیم رییسي هم ګډون کوي اؤله هغې وروسته چې دمارچ په میاشت کې سعودي اؤ ایران د خپلو اړېکو په بېرته رغولو موافقه وکړه دا سعودي ته د ایران د صدر لمړی سفر دی .

د ایران صدر ابراهیم رییسي له تهران څخه د روانېدو په مهال ویلي په دې وخت کښې د مسلمانو هیوادونو یووالي ته سخته اړتیا ده او غزه اوس یوازې د لفظونو په دوره کې نه شي پاتې کیدای ددې لپاره ګامونو اخستو ته اړتیا ده.

ټاکل شوې وه چې عرب لیګ او او آی سي د اسرایل او حماس تر جګړې وروسته د غزې د وضعیت په اړه جلا جلا غونډې وکړي. خو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د OIC او عرب لیګ تر سلا مشورو وروسته به د شنبې په ورځ د غزې د وضعیت په اړه یوه ګډه ځانګړې غونډه ګډه غونډه وکړي.

د بیان له مخې دغه ګډه غونډه د غزې تړانګې د حالاتو له امله په داسې حال کښې ترسره کیږي چې د اسلامی هیوادونو د همکاریو تنظیم او عرب لیګ لخوا په متفقه توګه د ګډ دریځ خپلولو ضرورت دی.

د اکتوبر په اوومه په اسرایل د حماس له برید وروسته چې ۱۴۰۰ کسان پکې وژل شوي اؤ خواوشا ۲۴۰ نور یرغمل نیول شوي وؤ ، په غزه کې د حماس د واک لاندې د روغتیا وزارت دعوه کوي چې د اسرایل ځوابي بریدونو کې ۱۱ زره کسان وژل شوي چې ۴۰ فیصدي پکې ماشومان هم دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG