افغانستان لپاره دپاکستان ځانګړی استازی اصف دراني وایي په افغانستان واکمن طالبان د ټي ټي پي د وسله والو د کنټرول کولو اؤ هغوي ته د سزا ورکولو په اړوند له خپل مسولیته ځان ډډې ته کولی نه شي.
په ټولنیزه رسنۍ یوټیوب د "ایمبېسډرز لاونچ" په نوم د دوؤ پخوانیو سفارتکارو پوښتنو ته د ځوابونو ورکولو په مهال ښاغلي دراني ویلي چې ټي ټي پي افغانستان کې 6000 وسله وال لري.
د هغه په خبره "ټي ټي پي افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه خوندونه اخلي،6000 وسله وال یې دافغانستان دننه د خپلو کورنیو سره ژوند کوي ،هغوي په پوله بریدونو کې ککړ دي،هغوي زمونږ په امنیتی ځواکونو بریدونه کوي اؤ زمونږ د ملکي خلکو په عامه وژنو کې ککړ دي"
د "پاکستان ډیلي"په نوم انګریزي ویب پاڼه کې د خبریال طاهر خان د خپور شوي رپورټ ترمخه افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې د پاکستان نه د افغان کډوالو د ویستلو اؤ افغانستان کې د ټي ټي پي د فعالیتونو په معاملو دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ زیاتې خرابې شوې دي.
اصف دراني ویلي افغانستان کې امن په اصل کې اوس د پاکستان لپاره یو ویرونکی خوب ثابتیږي ځکه چې هغه خلک(ټي ټي پي) چې دافغانستان دننه پټنځایونه لري،په پاکستان حملې کوي.
تر دې وړاندې په 8م نومبر دپاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ افغانستان کې په واکمنو طالبانو سختې نیوکې کړې وې اؤ هغوي یې ټي ټي پي سره په همکارۍ تورن کړی وؤ.
پخپل یو بیان کې ښاغل کاکړ ویلي وؤ له کله راهسې چې افغانستان کې دطالبانو حکومت جوړ شوی نو پاکستان کې ورسره ترهګریز بریدونه 60 فیصدي اؤ ځانمرګي بریدونه 500 فیصدي سیوا شوي دي.
هغه پخپل بیان کې په طالب چارواکو غږ کړی ؤ چې په پاکستان اؤ ټي ټي پي کې د یو ملګرتیا غوره کړي.
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم د نګران وزیراعظم ددغه دریځ ملاتړ کړی اؤ ویلي یې دي چې د ټي ټي پي د وسله والو کنټرولول یا هم بې وسلې کول د افغان طالبانو د حکومت مسولیت دی اؤ هغوي دخپل دې مسولیت نه مخ نه شي ګرځولی.
نوموړي ویلي کله چې په چترال وسله والو برید کولو نو هغه مهال د ټي ټي پي د مشر نور ولي مسید یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوې وه چې پکې وسله والو ته د برید لار ښوونه کېدله.
پاکستاني استازي زیاته کړې ده چې دافغانستان اؤ پاکستان طالبان خپلو کې زړې اړېکې لري اؤ داسې هم ویل کیږي چې هغوي "د یوې سیکې دوه اړخونه" دي.
هغه یادونه وکړه چې د طالبانو حکومتي وزیرانو پاکستان مشرانو سره لیدنو کې ویلي وؤ چې ددوي مشر شیخ هبت الله اخند زاده پخپل یو صادر کړي فرمان کې دپاکستان دننه حملې حرامې ګرځولې دي.
"نو مونږ ته دا منل پکار دي چې ټي ټي پي د طالبانو د مشر اوامر نه مني اؤ که هغوئ د طالبانو دمشر له حکمونو څخه سرغړونه کوي نو افغان طالبان باید بیا ټي ټي پي ته سزا ورکړي"
په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د نګران وزیراعظم دا تورونه په سختۍ سره رد کړي وؤ چې ګنې ترهګر دافغانستان خاوره د پاکستان خلاف کاروي .
هغه ویلي وؤ چې پاکستان کې امنیت ټینګول د افغانستان د حکومت نه ذمه واري نه ده بلکې پاکستان ته به خپلې ستونزې پخپله هوارول وي.
Forum