پاکستاني رسنۍ وایي د خېبر پښتونخوا صوبې د نګران وزیراعلا اعظم خان له مړینې وورسته د نګران صوبایي کابینې غړی اؤ پخوانی جج سید ارشد حسین شاه د صوبې نوی اعلا وزیر نومول شوی دی.
د پښتونخوا سترو سیاسي ګوندونو پاکستان تحریک انصاف اؤ عوامي نیشنل ګوند د صوبې دپخواني وزیراعلا اؤ اپوزیشن په مشوره د نوي نګران وزیراعلا د ټاکل کېدو سره اختلاف ښودلی دی اؤ ویلي یې دي چې په هیڅ صورت به دا فیصله ونه مني
د اتوار په ورځ دپاکستان بیلابیلو رسنیو ویلي چې د نوي اعلا وزیر په نوم د مشورې لپاره د صوبې د پخواني وزیراعلا محمود خان اؤ د اپوزیشن ډلو د پخواني مشر اکرم خان دراني ترمنځ غونډه شوې ده چې پکې اکرم خان دراني د نوي نګران وزیراعلا لپاره د جسټس ریټاټر سید ارشد حسین شاه وړاندیز کړی دی.
رسنۍ وایي چې پخوانی وزیراعلا اؤ د اپوزیشن پخوانی مشر د سید ارشد حسین شاه په نوم سلا شوي چې له هغې وروسته د صوبې ګورنر ته د هغه نوم لیږل شوی اؤ ګورنر یې منظوري ورکړې ده.
خو په سمدستي توګه لا د ګورنر د ماڼۍ نه په دغه هکله لا څه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې.
له غونډې وړاندې د اپوزیشن ډلو پخواني مشر اکرم خان دراني جیو ټي وي ته ویلي وؤ چې هم نن به د نګران وزیراعلا په اړوند فیصله وکړل شي .
د خېبر پښتونخوا نګران وزیراعلا ښاغلی اعظم خان تېره ورځ د زړه د حرکت بندیدو له امله په یو شخصي روغتون کې وفات شوی ؤ اؤ پرون د خالي په ورځ بیا د چارسدې په پړانګو سیمه کې خپله پلرنۍ مقبره کې خاورو ته سپارل شوی ؤ .
د وزیراعلا د وفات کېدو سره سم د پښتونخوا نګران کابېنه هم ماته شوې وه ځکه چې دایین له مخې کابینه ټاکل د وزیراعلا ذمه واري وي اؤ هرکله چې وزیراعلا مستعفي یا مړ شي نو کابینه هم ورسره ختمه شي.
سید ارشد حسین شاه څوک دی؟
سید ارشد حسین شاه د خېبر پښتونخوا د ایبټ سیمې سره تړاؤ لري اؤ هغه د وفات شوي نګران وزیراعلا اعظم خان په نګران کابینه کې د قانون ،بشري حقونو اؤ اوقافو د وزیر په توګه ذمه وارۍ ترسره کولې.
تر دې وړاندې سید ارشد حسین شاه په ګلګت بلتستان کې د سپریم کورټ د ایپلیټ کورټ چیف جسټس اؤ د پېښور هایکورټ د جج په توګه هم ذمه وارۍ ترسره کړې وې
د سیاسي ګوندونو غبرګون:
پاکستان تحریک انصاف ګوند د پخواني وزیراعلا اؤ اپوزیشن د مشر په مشوره د نوي نګران وزیراعلا د ټاکنې پرضد عدالت ته د تګ اعلان کړی دی اؤ ویلي یې دي چې په یو صورت کې به هم د محمود خان اؤ اکرم دراني په مشوره ټاکل کیدونکی وزیراعلا ونه زغمي.
د پي ټي آی د خېبر پښتونخوا مرستیال مشر ظاهر شاه طورو خبریالانو ته ویلي دي چې نه خو اوس محمود خان د صوبې وزیر اعلا دی اؤ نه اکرم دراني د اپوزیشن مشر دی نو ځکه ددغو دواړو کسانو مشوره هیڅ اییني بڼه نه لري.
نوموړي ویلي چې د صوبې د نګران وزیراعلا ټاکنه باید ایین له مخې وکړی شي.
د عوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې صدر ایمل ولي خان هم پخپل یو بیان کې ویلي دي چې د هغه ګوند به په یو صورت کې هم د اکرم دراني اؤ محمود خان په مشوره ټاکل کېدونکی وزیراعلا ونه مني
Forum