نیویارک ټایمز اخبار د خالي/شنبې په ورځ خبر ورکړ چې که پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ یو ځلي بیا د آینده کال په انتخاباتو کې صدر وټاکل شي، نو د کډوالو په خلاف به د خپل وړومبي دور صدارت پروګرام پراخ کړي او په ګڼ شمېر خلک به په لویو کېمپونو کې راغونډ او بیا به یې له امریکا نه وباسي.
د نیویارک ټایمز دا رپوټ د هغو مرکو په بنیاد لیکلی شوی چې د ټرمپ له څو تنو مشیرانو، په شمول د سټېفن مېلر سره شوي دي. مېلر د صدر ټرمپ په اول دور کې د کډوالو چارو پالیسي یې سمبالوله.
په رپوټ کې ویلی شوي چې د ټرمپ دا پلانونه کډوالو باندې "په یوې داسې پیمانې لوی یرغل دی چې د امریکا په نوي عصر کې یې مثال ندی لیدل شوی." رپوټ زیاتوي، د دې پلانونو مقصد دا دی چې هر کال په میلینونه وګړي له امریکا وشړل شي، په شمول د هغو چې په لسهاوو کاله یې دلته ژوند کړي وي.
ټرمپ د ۲۰۲۴ کال صدارتي انتخاباتو ته تر ټولو مخکښ رېپبلېکن امیدوار دی او ممکن په انتخاباتو کې یې رقیب جو بایډن وی، کوم چې په ۲۰۲۰ کال کې هم ورسره مقابله کې و.
د ټرمپ انتخابي کمپېن د نیویارک ټایمز د رپوټ په اړه سمدستي پوښتنو ته څه جواب ندی ویلی. وایټ هاوس هم په دې اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده.
مګر د بایډن-هېرس انتخابي کمپېن په یو بیان کې د کډوالو په اړه د ټرمپ پلانونه "انتهایي پسند، نسل پرست، او ظالمانه تګلارې" بللي دي چې "مقصد یې وېره خورول او په موږ کې تقسیم راوستل" دي.
نیویارک ټایمز اخبار دا هم ویلي چې ټرمپ خیال لري د نورو اقداماتو ترڅنګ، خپل هغه حکم هم بېرته پرځای کړي کوم چې په وړومبي دور کې یې جاري کړی او د څو مسلمانو ملکونو وګړي یې امریکا ته د راتګ نه منعه کړي و.
همداسې ویل شوي چې ټرمپ به – د کامیابه کېدو په صورت کې – ځیني نورې سختدریځه تګلارې هم بېرته بحاله کړي، په شمول د هغې چې د کرونا عالمي وبا په وخت کې یې د پناه غوښتنې درخواستونه رد کول. خو دا ځل به یې بهانه دا وي چې ګني کډوال نور قسمه وبایي امراض امریکا ته راوړي.
د نیویارک ټایمز په رپوټ کې دا هم ویلی شوي چې ټرمپ غواړي په داسې یوې طریقې سره ګڼ شمېر خلک له امریکا وباسي چې هغې کې مناسب قانوني عمل او د عدالت اورېدنې ته ضرورت نشته. همدا ډول به د رېپبلېکنانو د اختیار لاندې ریاستونو کې فډرل کارکنانو او ځایي پولیسو او د رضاکاره قامي ګارډ ځواکونو ته امر وکړي چې د مهاجرت او کسټم د چارو ادارې سره د اسناد نلرونکو کډوالو د راغونډولو په کار کې مرسته وکړي.
همدا راز هغه په خیال کې لري چې د کډوالو د واپس کېدو پورې، هغوی په لویو کېمپونو کې وساتي.
نیویارک ټایمز وایي، که چېرته د دې ټولو اقداماتو دپاره کانګرس ورته بجټ هم منظوره نکړي، نو د ټرمپ خیال دا دی چې د پنټاګان د بجټ نه یوه برخه راواخلي او دې کار ته یې ولګوي. هغه پخوا هم د مکسیکو سره سرحد باندې د دېوال جوړولو کار ته دغسې اقدام کړی و.
اخبار کې راغلي چې ټرمپ خپلو دغو پلانونو ته د سپټمبر په میاشت کې آیووا کې جوړې شوې غونډې کې اشاره کړې وه او هلته یې ویلي چې که بیا صدر شي، نو "د امریکا په تاریخ کې به تر ټولو ستر د داخلي واپس کولو عملیات" ترسره کړي. هغه دا هم ویلي چې دا به د آیزنهاور د ماډل په شان وي.
هغه ماډل، د ۱۹۵۴ کال کمپېن و چې په کې مکسیکویي کډوال نیولی کېدل او له امریکا وېستل کېدل.
د ټرمپ د پلان برخه برخه دا ده چې د امریکا د ویزو درخواست کوونکي به د هغوی د نظریاتي خیالونو په خاطر هم ارزول کیږي، او هغو ماشومانو ته چې امریکا کې د غیرقانوني کډوالو له والدینو پیدا کیږي، د امریکا د شهریت ورکول به هم ختم کړي.
Forum