لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: په دوه بريدونو کې دوه امنيتي اهلکار وژل شوي، څو نور ژوبل


د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلعه کې د تېلو او ګېسو د کمپنۍ په ساتونکو اېف- سي يا ملېشې اهلکارو وسله والو برید کې يو اهلکار وژل شوی او لږ تر لږه 12 نور ژوبل شوي دي. په يو بل بريد کې يو پوليس اهلکار وژل شوی دی.

د چارواکو په وينا درازنده سيمه کې د تېلو او ګېس په ساتنه مامور اېف سي ځواک په کاروان بريد شوی دی.

د درازنده تاڼې د پوليس مشر سردار فواد شيراني د وي او اې ډیوه خبريال عدنان بېټني ته ویلي، نن سهار وختي د تيلو او ګېسو کمپنۍ ته د اېف سي ځواک قافلې اوبه راوړلې، په قافله په لاره کې وسله والو بريد کړی دی.

هغه وويل، په بريد کې ژوبل اهلکار نزدې روغتون ته وړل شوي دي، علاقه په ګېره کې اخستل شوي او د لټون عملیات پېل کړی شوي دي.

د تازه بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

دا په تېره اوونۍ کې دویم برید دی چې د تېلو او ګېس د کمپنۍ په ساتونکو شوی دی، له دې وړاندې په شوي برید کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي او درې ژوبل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په ډېره اسماعيل خان کې د ناامنۍ بله پېښه پرون شوې ده.

ځايي چارواکو ويلي، د ډېره اسماعيل خان د تحصيل کلاچي په لرې پرته ټکواړه علاقه کې نامعلومه وسله والو د جميل شاه په نوم پوليس په هدف کړی دی.

په خېبرپښتونخوا صوبه او ځانګړي ډول جنوبي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې شوي دي.

په 9م نومبر وسله والو د کرک ضلعې په خرم پولیس تاڼه د شپې راکټي برید کړی وو چې پکې د تاڼې ودانۍ ته یو څه زیان اوښتی وو خو مرګ ژوبله پکې نه وه اوښتې.

تر دغه برید دوه ورځې وړاندې په 7م نومبر په ډیره اسماعیل درازنده سیمه کې د تیلو او ګیس په یوه ګمپنۍ د ترهګرو برید کې دوه پولیس عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو.

په شپږم نومبر په قبایلي ضلعه خېبر کې ترهګرو سره په نښته کې د پوځ د یو افسر (لیفټننټ کرنل) په ګډون څلور عسکر وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي وو.

په څلورم نومبر له ډیره اسماعیل خان سره په پیوست د پنجاب په میانوالي ښار کې ترهګرو د هوايي پوځ په مرکز حمله کړې وه چې د پوځ په وینا د دغه حملې په مهال د پوځ ځوابي عملیاتو کې نهه ترهګر وژل شوي وو.

په میانوالي ښار کې د هوايي پوځ په مرکز د حملې نه مخکې د پاکستان پوځ ویلي وو چې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې له ترهګرو سره د نښتې په مهال دوه پوځي عسکر وژل شوي او ډيره اسماعیل خان سیمه کې په بمي چاودنه کې یو پوځي ژوند د لاسه ورکړی دی.

په 3م نومبر د ډيره اسماعیل خان په ټانک اډه سیمه کې د پولیسو د ګاډي ترڅنګ بمي چاودنه شوې وه چې د چارواکو تر مخه پينځه کسان پکې وژل شوي او د دوو پولیسو عسکرو په ګډون پکې 21 تنه نور ژوبل وو.

په 29م اکتوبر ډيره اسماعيل خان کې نامالومه وسله والو د پولیسو په یو مرکز یا کیمپ برید کړی وو چې د پولیسو په وینا یو پولیس عسکر پکې وژل شوی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG