لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان یو ځل بیا ادعا کړې چې افغان طالبان په ټي ټي پي باندې بشپړ کنټرول لري


د افغانستان د پاره د پاکستان خصوصي استازي آصف دراني له ایکسپریس ټريبون اخبار سره مرکه کې ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې ژوند کوي او د افغان طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

دراني دا ادعا هم کړې چې ټي ټي پي ته له افغانستانه پاکستان ته د راتګ او بیا دلته د ترهګرو کړنو د ترسره کولو اجازه ورکول کېږي.

هغه دا هم ویلي، چې ټي ټي پي په پاکستان کې خلک ووژني او بېرته افغانستان ته ولاړ شي او پاکستان په دې اړه اندېښنه لري. افغان طالبانو د اصف دراني دې څرګندونو ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خو له دې نه وړاندې د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ هم ویلي وو چې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس پاکستان کې ترهګري څلور شپیته فیصد زیاته شوې ده.

هغه مهال افغان طالبانو د کاکړ بیان رد کړی و او ویلي يې وو چې طالبان په پاکستان کې د امنیت ذمه واري نه لري او پاکستان دې د خپلو ناکامیو ملامتي په افغانستان نه اچوي.
په دې اړه څېړونکی حق نواز خان ډیوې ته وویل،

"داسې خبرونه راځي چې ټي ټي پي غړي په افغانستان کې موجود دي خو پاکستان ته هم پکار دي دغه مسله دې له افغانستان سره د خبرو اترو له ذریعې حل کړي، زما نه دی خیال چې په میډیا بیانونو له وجې به پاکستان کښې د ترهه ګرې مسله حل شي، بله دا چې کله نه پاکستان دلته نه د افغانانو ویستلو کار پېل کړې دې نو افغان طالبانو پرې هم سخت عکس العمل ښودلی دې. پاکستان اؤ افغانستان ترمینځ دا تاوتریخوالې د سېمې امن ته هم تاوان رسولې شي."

آصف دراني دا خبره هم کړې ده چې دا د افغان طالبانو ذمه واري جوړېږي چې تحریک طالبان غړي دې بې وسلې کړي خو که دا کار نه کوي نو دا به دوه اړخیزه اړیکو د پاره ښه نه وي.

په افغانستان د طالبانو د واکمېندو نه پس د هغه وخت د پاکستاني استخباراتي ادارې مشر جنرل فیض حمید په شمول ځینو نورو پاکستاني چارواکو افغانستان ته سفر کړی و چې د دواړو خواو د ښو تعلقاتو عکاسي يې کوله نو اوس ولې د افغان طالبانو نه د پاکستان ګیلې زیاتې شوې دي؟
په دې اړه څېړونکی محمود جان بابر وايي،

"په واک کښې له راتلو نه وړاندې افغان طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې کله واک کښې راشي نو تحریک طالبان پاکستان باندې قابو راوستو کښې به د پاکستان مرسته کوي خو داسې ونه شول او زما په اند موجوده وخت کښې د دواړو هیوادنو ترمینځ د خراب حالاتو وجه هم دا ده."

د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کښې له لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان سره د پاکستان ریاست مذاکرات هم کړې وو او د دې مذاکراتو په وخت داسې رپورټونه هم مخې ته راغلي وو چې د ټي ټي پي ځینې غړي بیرته پاکستان ته راوستل شوي هم وو خو اوس پاکستان کښې زیاتره سیاسي ګوندونه له ټي ټي پي سره مذاکرات لویه غلطي بولي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG