لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس امید لري چې د بایډن او شي جن پنګ ملاقات به د چین سره د لا نورو خبرو لار پرانیزي


دا د بایډن او شي جن پنګ ترمنځ د انډونیشیا په بالي کې د تیر کال د ملاقات تصویر دی. په تېر یو کال یې دې مشرانو بیا ملاقات ندی کړی
دا د بایډن او شي جن پنګ ترمنځ د انډونیشیا په بالي کې د تیر کال د ملاقات تصویر دی. په تېر یو کال یې دې مشرانو بیا ملاقات ندی کړی

د امریکا صدر جو بایډن به د شورو/چهارشنبې په ورځ د امریکا په کېليفورنیا ریاست کې د چین له صدر شي جن پنګ سره وګوري، خو امریکایي چارواکي داسې کومه توقع نلري چې دا ملاقات به داسې کومې غټې نتیجې ولري چې هغې سره د امریکا او چین ترمنځ تعلقاتو کې سمدستي بهتري راولي.

د وایټ هاوس چارواکي وایي د دې لیدنې یو اهم هدف صرف دا دی چې د دواړو اړخونو ترمنځ د خبرو دوام یقیني کړی شي، او دا چې د امریکا او چین ترمنځ لانجې په شخړې بدلې نشي.

د بایډن د انتظامیې یو جګپوړي چارواکي، د امریکا او چین د صدرانو راتلونکي ملاقات نه وړاندې د ټلیفون د لارې خبریالانو ته معلومات ورکړل او ویې ویل: "مونږ [د دې ملاقات] د نتایجو د کوم اوږد لست خبرې نه کوو... دلته مقاصد په حقیقت کې دا دي چې مقابله سمبال کړو، شخړې ته د تګ د خطرې مخه ونیسو، او دا یقیني کړو چې د رابطې نیولو چینلونه پرانېستي اوسي."

د تېرو شپږو کلونو راهېسي، دا به امریکا ته د چین د صدر شي جن پنګ وړومبی سفر وي. هغه کيليفورنیا کې د اېشیا-پسېفیک اقتصادي همکارۍ ناسته کې برخه اخلي، او د صدر بایډن سره به د همدې ناستې ترڅنګ دوه په دوه ملاقات هم وکړي. بایډن او شي جن پنګ دا قریب یو کال کیږي چې ملاقات یې ندی کړی.

په وروستیو کلونو کې د چین او امریکا ترمنځ تعلقات دومره خړپړ شوي چې په ۱۹۷۹ کال کې د چین او امریکا ترمنځ د سفارتکاري تعلقاتو د جوړېدو راهيسې دومره ټيټې کچې ته نه و رسېدلي.

چین او امریکا نه صرف د ټایوان، تجارت، بشري حقونو او نړېوال انتظام په برخو کې اختلافات لري، بلکې د دوو ملکونو پوځي طیارې او جهازونه اوس د چین په جنوبي او ختيځ سمندر کې وخت ناوخت په خطرناک ډول سره مخامخ کیږي.

پنټاګان په تکرار سره خبرداری ورکړی چې دغسې مخامخ کېدنې ممکن په خونړۍ مقابلې بدلې شي. خو چین د امریکا لخوا د لګول شوو پابندیو په جواب کې د رابطې نیولو زیاتره چینلونه وتړل چې په وجه یې د پوځي مشرانو ترمنځ د رابطې نیولو لارې وتړل شوې او امریکا ته د شکایت کولو طریقه پاته نشوه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG