لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینه ماڼۍ: صدر بایډن به د چین صدر شي جن پنګ سره د ' مضبوط پوزیشن ' نه ملاقات کوي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د وي او اې د سپینې ماڼۍ د بیورو مشرې پاټسي وداکوسوارا سره خبرو کې ویلي چې د تایوان په ټاکنو کې د بیجینګ د لاسوهنې مخنیوی او د امریکا او چین پوځونو ترمنځ د اړیکو بیا رغول به د صدر جو بایډن په ایجنډا کې لومړیتوب لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې هغه باور لري چې د امریکا صدر بایدن به د چین صدر شي جن پېنګ سره کیدونکې غونډې ته د امریکا د مضبوط اقتصاد له وجې د یو قوي پوزیشن سره راځي.

ټاکل شوې چې د شورو/چهار شنبې په ورځ د نومبر په 15مه د امریکا صدر جو بایډن او د چین صدر شي جن پېنګ به د کېلیفورنیا د سان فرانسیسکو په سویل کې په تاریخي فلولي هاوس کې سره وګوري. تمه ده چې دواړه مشران به د دوه اړخیزو او نړیوالو مسلو په نزدې څلور ساعته خبرې اترې وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د وي او اې د سپینې ماڼۍ د بیورو مشرې پاټسي وداکوسوارا سره خبرو کې ویلي چې د تایوان په ټاکنو کې د بیجینګ د لاسوهنې مخنیوی او د امریکا او چین پوځونو ترمنځ د اړیکو بیا رغول به د صدر جو بایډن په ایجنډا کې لومړیتوب لري.

جان کربي د یوې پوښنتنې په ځواب کې وویل چې صدر بایډن د امریکا او د چین ترمنځ غیر مستحکم تعلقات "په زیات ذمه واره بنیادونو " جوړول غواړي، او زیاته یې کړه چې هغه باور لري چې بایدن دې غونډې ته د امریکا د مضبوط اقتصاد له وجې د یو قوي پوزیشن سره راځي.

د یوې بلې پوښنتنې په ځواب کې جان کربي وویل: "مونږ دلته د ګټور اېشیا-پسېفیک اقتصادي همکارۍغوندې ته سترګې په لار یو. د سیمې یوویشت هیوادونه به دغه غونده ګډون کوي، دا سیمه د نړیوال اقتصادي پیداوار 60 فیصده برخه جوړوي. او صدر بایډن په ټوله سیمه کې د پراخه اقتصادي ترقۍ یا ودې ټینګار کوي. "

د تېرو شپږو کلونو راهېسي، دا به امریکا ته د چین د صدر شي جن پېنګ وړومبی سفر وي. هغه کيليفورنیا کې د اېشیا-پسېفیک اقتصادي همکارۍ غونډه کې برخه اخلي، او د صدر بایډن سره به د همدې ناستې ترڅنګ دوه په دوه ملاقات هم وکړي. بایډن او شي جن پنګ دا قریب یو کال کیږي چې ملاقات یې ندی کړی.

په وروستیو کلونو کې د چین او امریکا ترمنځ تعلقات دومره خړپړ شوي چې په ۱۹۷۹ کال کې د چین او امریکا ترمنځ د سفارتکاري تعلقاتو د جوړېدو راهيسې دومره ټيټې کچې ته نه و رسېدلي.

چین او امریکا نه صرف د ټایوان، تجارت، بشري حقونو او نړېوال انتظام په برخو کې اختلافات لري، بلکې د دوو ملکونو پوځي طیارې او جهازونه اوس د چین په جنوبي او ختيځ سمندر کې وخت ناوخت په خطرناک ډول سره مخامخ کیږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG