لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت مشروعیت د ښځو ازادۍ پسې مشروط کړی


د ملګرو ملتونو لخوا د ارزونې د خپلواک کمیسون د رپورټ یوه کاپي چې وي او ای ترلاسه کړې ده، پکې ویل شوي چې په نړیوالو ادارو اؤ نظامونو کې به دافغانستان بېرته ورګډیدل د ښځو ګډون اؤ مشرتابه ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو لخوا د ارزونې د خپلواک کمیسون د رپورټ یوه کاپي چې وي او ای ترلاسه کړې ده، پکې ویل شوي چې په نړیوالو ادارو اؤ نظامونو کې به دافغانستان بېرته ورګډیدل د ښځو ګډون اؤ مشرتابه ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو لخوا د ارزونې خپلواک کمیسون په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل د افغانستان د نړیوالو تړونونو او ژمنو سره تړلی دی، او غوښتنه یې کړې ده چې طالبان باید سمدلاسه د تعلیم او کارموندنې په برخو کې په ښځو لګول شوي بندیزونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو لخوا د ارزونې د خپلواک کمیسون د رپورټ یوه کاپي چې وي او ای ترلاسه کړې ده، پکې ویل شوي چې په نړیوالو ادارو اؤ نظامونو کې به دافغانستان بېرته ورګډیدل د ښځو ګډون اؤ مشرتابه ته اړتیا ولري.

د مارچ په میاشت کې، د امنیت شورا یو پریکړه لیک د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریس څخه وغوښتل چې د نومبر تر 17مې پورې د طالبانو واکمنۍ ځپلي هیواد ته د "مربوط او جامع" نړیوال اپروچ یا رسایۍ په موخه د "راتلونکي لپاره دمنصوبه بندۍ د وړاندیزونو " ارزونه باید ترسره کړي.

دملګرو ملتونو سرمنشي د ترکیې د حکومت یو پخوانی چارواکی فریدون سینیرلیوګلو د دې ماموریت د مشري لپاره د ځانګړي رابطه کار په توګه ټاکلی ؤ.

سینیرلیوګلو افغانستان ته سفر وکړ او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته یې د خپل راپور وړاندې کولو دمخه د وضعیت ارزولو لپاره د طالبانو له مشرانو، له هیواده بهر میشتو افغان مشرانو اؤ فریقینو او د سیمه ییزو او نړیوالو مهمو خواؤ سره خبرې وکړې.

په یاد دستاویز کې یادونه شوې ده چې د ښځو او نجونو وضعیت - په ځانګړې توګه د نجونو په زده کړې بندیزونه "یوازینۍ ترټولو عامه" ستونزه وه چې په مشورو کې راپورته شوې ده.

دستاویز ښایي چې دا ستونزه د افغان ښځو، نجونو، سوداګرو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنې، د روغتیا او پوهنې متخصصینو او د طالبانو د مسلکي چارواکو د زیاتو استازو لخوا په ګوته شوي ده.

طالبانو ښځې له ښوونځي او کار منعې کړي دي:

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکا ملاتړ لرونکي حکومت څخه واک ترلاسه کړو اؤ هغوی د اسلامي شریعت سخته تشریح عملي کړې ده .

پخپل حکومت کې سخت دریځه طالبانو په نجونو بندیز لګولی چې له شپږم ټولګي څخه پورته به ښوونځیو ته نه ځي او ښځې یې د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه سازمانو په ګډون په عامو دفترونو کې له کارونو کولو اؤ پارکونو اؤ نورو ولسي ځایونو ته له تګ منعې کړې دي.

طالبان دې بندیزونو ته د اسلامي شریعت د اوامرو اؤ د افغاني عنعناناتو یا روایاتو نوم ورکوي خو د اسلامي همکاریو د سازمان په کوم بل غړي هیواد کې په ښځو یا نجونو دغسې بندیزونه وجود نه لري.

خو د ملګرو ملتونو دغه رپورټ وایي چې زیاتره افغانان د افغاني ټولنې د روایاتو په دغسې ډول معرفي کول ردوي .

رپورټ کې یادونه شوې ده چې دغه بنديزونه د ملګرو ملتونو په منشور او نړيوال قانون کې له راغلو ارزښتونو سره سمون نه لري او نه هم د افغانستان د سياسي او اقتصادي ثبات لپاره ګټور دي.

ټي ټي پي له پولې پورې غاړې ته بریدونه سیوا کړي:

راپور د ښکېلو اړخونو د سلا مشورو په حواله سپارښتنه کړې، چې له ۴۵ کلنې وسله والې جګړې وروسته په هېواد کې د تلپاتې سولې او اقتصادي پرمختګ د تضمین لپاره د ټول شموله حکومتوالۍ د رامنځته کولو لپاره د افغانستان ملي ډیالوګ یا خبرو اترو ته اړتیا ده. دا به دې خبرې ته لاره هواره کړي چې افغانستان یو ځل بیا په نړیوال نظام کې ځای پیدا کړي.

راپور زیاتوي، نړیواله ټولنه باید زر تر زره د افغانستان د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د کنګل شویو شتمنیو راخلاصولو لپاره یوه حل لاره پیدا کړي اؤ که طالبان وښایي چې دوی نړۍ سره خپلې ژمنې پوره کوي،ټول شموله حکومت ته غاړه ږدي نو بیا باید دهغوي پرضد لګیدلو بندیزونه ته بیا کتنه وشي.

په دې دستاویز کې د طالبانو لخوا د مخدره موادو دمخنیوي اؤ په ګرد هیواد کې د امنیت د تامین هسې ستایل شوې دي خو په رپورټ کې بیا د طالبانو له لوري دترهګرۍ ضد عزم اؤ سیمه ییزې امنیتي اندېښنې دپوښتنې لاندې راوستل شوي دي.

ارزونه کې پرته له دې چې د کوم هیواد نوم یاد شوی وي ، ویل شوي چې یو شمېر غړي هیوادونه "په افغانستان کې د القاعدې د غړو په ګډون د ترهګرو ډلو او اشخاصو دوامداره شتون تاییدوي."

په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو په حوالې ورکولو سره ویل شوي، چې له دې ډلې ځینې یې د طالبانو له عناصرو سره اړیکې لري.

"د دې راپورونو له مخې، داسې ښکاري چې د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر وسله وال په افغانستان کې ازادانه تګ راتګ او پناه ځایونه لري او په پاکستان کې دننه د تاوتریخوالي پراخه کمپاین پرمخ وړي"

پاکستاني چارواکي وايي، ټي پي پي، چې په نړیواله کچه یوه ترهګره ډله بلل شوې ده، دوه کاله وړاندې د طالبانو واکمنۍ ته له بیا راګرځېدو راهیسې د افغانستان له پولو پورې غاړې بریدونو ته زور ورکړی، چې د امنیتي ځواکونو په ګډون یې شاوخوا ۲۳۰۰ پاکستانیان وژلي دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د راپور په اړه سمدستي تبصره نه ده کړې خو له دې وړاندې هغوي پخپلو تګلارو د ترهګرۍ ضد هڅو نیوکې رد کړې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG