د امریکا د صدر جو بایډن له غوښتنې سره سره چې وایي په غزه کې روغتونونه "باید و ژغورل شي"، خو اسرایل په الشفا روغتون کې نن له سهاره عملیات پیل کړي او حماس د روغتون د محاصره کېدو او عملیاتو ذمه واري پر امریکا ور اچولې ده.
د امریکا صدر جو بایډن د سه شنبې- نهې په ورځ بیا ویلي چې په غزه کې روغتونونه "باید محفوظ وي"، تر دې یوه ورځ وړاندې یې هم اندېښنه ښکاره کړې وه او ویلي یې وو چې اسرایل باید په روغتونونو کې له نرمۍ کار واخلي.
د الشفا روغتون مشر محمد ابو سلمیه وایي، د محاصرې له کبله بهر لاره نه وه چې په هسپتال کې پراته په لسګونو مړي هدیرې ته یوسي، وایي ځکه یې د هسپتال په غولي کې په یوه اجتماعي قبر کې ښخ کړي دي.
ابو سلمیه اې ایف پي ته ویلي چې د نهې- سه شنبې په ورځ یې په دې اجتماعي قبر کې لږ تر لږه 179 مړي ښخ کړي دي، وایي په دوی کې اووه ماشومان هم شامل دي چې د بجلۍ د تلو له کبله مړه شول.
د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ډېنیل هګاري د شورو- چارشنبې په ورځ په یوه تازه ویډیو کې ویلي، دوی په الشفا روغتون کې یواځې د حماس د وسلوالو خلاف هدفي عملیات کوي، وایي د دې لپاره یې خپلو پوځیانو ته داسې روزنه ورکړې چې عام خلک به نه زیانمن کېږي:
"د ای ډي ایف په ځواکونو کې طبي ډلې او عربي ویونکي شامل دي او هغوی ته روزنه ورکړل شوې ده چې دغسې پېچلیو او حساسو حالاتو ته تیار اوسي او د دې مقصد دا دی چې حماس له کومو خلکو د ډال په توګه کار اخلي هغوی ته هیڅ زیان ونه رسېږي".
حماس ډلې د الشفا روغتون د محاصره کېدلو او د عملیاتو ذمه واري د امریکا پر صدر جو بایډن ور اچولې ده. د رویټرز د خبر له مخې حماس ویلي وایټ هاوس د اسرایل دې دعوې ته تقویت ورکړی چې ګواکې حماس الشفا روغتون د خپلو بریدونو لپاره استعمالوي، وایي د امریکې په اجازه اسرایل دا عملیات پیل کړي.
حماس ډله وایي په الشفا روغتون کې 650 ناروغان او له پینځو تر اوو زرو پورې عام خلک بند پاته دي او بهر د اسرایلي ځواکونو له خوا ورباندې پرله پسې هوایي بمبارۍ کېږي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر ټیډروس اډانوم ګیبریوس هم پر الشفا روغتون د اسرایلي ځواکونو د بریدونو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې او شورو- چارشنبې په ورځ یې پر ایکس لیکلي:
"موږ بیا په روغتون کې له خپلو روغتیایي کارکوونکو سره رابطه نه لرو، موږ د دوی او د ناروغانو د خوندیتوب لپاره زښته زیات اندېښمن یو".
د اسرایل دفاعي ځواکونو د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، "موږ تاییدولای شو چې د ای ډي ایف ټېنکونو له خوا له اسرایلو راوړل شوي انکیوبېټرونه، د ماشومانو خواړه او طبي مواد په کامیابۍ شفا روغتون ته رسېدلي دي".
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش لا الشفا روغتون ته د اسرایلي ځواکونو د ننوتو په اړه څه غبرګون نه دی ښکاره کړی، خو د نهې- سه شنبې په ورځ یې پر ایکس (مخکیني ټویټر) د غزې د روغتونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه:
"زه سخت پرېشانه یم چې د غزې په څو روغتونونو کې حالت ډېر وحشتناک دی او خلک په ډرامایي توګه خپل ژوند بایلي، زه د انسانیت په نوم د سمدستي بشردوستانه ډزبندۍ غوښتنه کوم".
د برازیل صدر لویز ایناسیو لولا دي سلوا د نهې- سه شنبې په ورځ وویل، اسرايل چې په غزې کې له حماس سره په جګړې کې ښځې او ماشومان وژني وایي دا "د ترهګرۍ برابر" عمل دی.
صدر لولا دي سلوا په حماس باندې د اسريل برید هم غندلی او هغه یې "د ترهګرۍ عمل" بللی چې پکې 1,200 اسرایلیان وژل شوي، خو وایي د حماس برید دا جواز نه شي لرلای چې اسرایل په غزه کې عام خلک وژني.
د فلسطین د روغتیا چارواکي وایي د اسرایل په هوایي بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر 11,200 ته رسېدلی چې وایي تر اته زره زیات پکې ښځې او ماشومان دي او تر 28,000 زیات ټپیان شوي دي.
Forum