لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې په پوځي عملياتو او نښته کې څلور "ترهګر" او يو پوځي افسر وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي، د خېبرپښتونخوا په پېښور او ډېره اسماعيل خان کې په عملياتو او نښته کې د يو مهم "ترهګر کمانډر" په ګډون څلور ترهګر وژل شوي او يو پوځي افسر (لانس نايک) هم وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ دعوه کړې د پېښور په بډه بېره علاقه کې د استخباراتو په اساس د ترهګرو د موجودګۍ اطلاع وه، هلته عمليات شوي، د يو مهم "ترهګر کمانډر" په ګډون یې څلور ترهګر وژلي دي.

د پوځ په وینا په وژل شوو کې ترهګر کمانډر سميع الله عرف شينی، بل ترهګر کمانډر سلمان عرف احمد، ترهګر عمران عرف محمد او ترهګر حضرت عمر عرف خالد وژل شوي دي.

پوځ د عملياتو په مهال ځان ته د اوښتي تاوان څه نه دي ويلي او نه یې د وژل شوو ترهګرو د کوم تنظيم سره تړاو ښکاره کړی دی.

پوځ ویلي، د وسله والو د ولقې چاودېدونکي مواد او وسله ترلاسه شوې او دوی په ترهګرو فعاليتونو، قلنګ اخستو او هدفي وژنو کې ککړ وو.

پوځ ویلي نن د ترهګرو سره بله نښته د ډېره اسماعيل خان په کلاچي سيمه کې شوې ده.

ويل شوي په نښته کې 34 کلن لانس نايک محمد اعجاز خان وژل شوی او د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات بېل کړی شوي دي.

د پاکستان پوځ پرون هم د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې د اووه "ترهګرو" د وژلو دعوه کړې وه.

پوځ ويلي وو، امنیتي ځواکونو تېره شپه د ټانک په کړي مچن خیل سیمه کې د استختباراتي معلوماتو په بنیاد عملیات کول چې وسله والو سره يې د ډرزو تبادله شروع شوه.

ايي اېس پي ار مطبوعاتو سره شریک کړي بیان کې ويلي وو، په جګړه کې اووه "ترهګر" وژل شوي وو خو دا نه وو وېل شوي چې ایا امنیتي ځواکونو ته هم څه نقصان رسېدلی دی او که نه؟.

پوځ ويلي وو، وژل شوي وسله وال په ټانګ او چاپېره سیمه کې په پولیس حملو او د "ترهګرۍ" په فعالیتونو کې ککړ وو او ځواکونو د وسله والو د پټن ځای نه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شوي وو.

پوځ په خپل بیان کې نه وو ويلي چې د یادو "ترهګرو" تعلق د کوم تنظیم سره وو.

کالعدم تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» د نهې، سه شنبې په ورځ د ټانک په وزيرستان روډ د هغې حملې ذمه واري منلې چې یو پولیس په کې وژل شوی وو.

په ټانک کې د تېرې یوې هفتې نه په زیاته موده کې په پوليس دغه څلورمه حمله وه. په دغو حملو کې لږ تر لږه څلور پولیس وژل شوي وو. د يادو ټولو حملو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG