لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي پخپل دریځ ولاړه ده، افغانستان کې چې بشري حقوق پر ځای نه شي، طالبانو سره اړېکې نه عادي کوي


د امریکې د بهرنیو چارو محکمې ویلي تر څو چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کې ښه والی نه وي راوستل شوی تر هغې امریکا طالب چارواکو سره د نرمۍ کولو یا د اړیکو عادي کولو هیڅ اراده نه لري.

د امریکې د خارجه دفتر ویاند وي او اې ته ویلي دي، امریکا پخپل دې دریځ کلکه ولاړه ده چې تر څو د افغانستان ټولو وګړو ته د هغوي اساسي حقونه ور نه کړل شي تر هغې به هغوی [طالبانو] سره د اړیکو عادي کولو لوري ته هیڅ ګام نه اخستل کیږي.

د امریکې دا بیان د ملګرو ملتونو د ارزؤنې له هغې رپورټ خپریدو وروسته مخې ته راغلی دی چې پکې د افغانستان موجوده واکمنانو سره په محتاط ډول د اړیکو عادي کولو اؤ تماسونو پراخولو وړاندیز شوی ؤ .

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لېږل شوي دغه د ارزؤنې رپورټ کې وړاندیز شوی ؤ چې نړیواله ټولنه باید زر تر زره د افغانستان د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د کنګل شویو شتمنیو راخلاصولو لپاره یوه حل لاره پیدا کړي اؤ که طالبان وښایي چې دوی نړۍ سره خپلې ژمنې پوره کوي،ټول شموله حکومت ته غاړه ږدي نو بیا باید دهغوي پرضد لګیدلو بندیزونه ته بیا کتنه وشي.

هرڅو که په افغانستان واکمنې اسلام پاله ډلې د چین اؤ روس په ګډون په یو شمیر سیمه ییزو هیوادونو کې دافغانستان په سفارتونو واک ترلاسه کړی دی خو ددې باوجود طالبان دې ته نه دي پرېښودل شوي چې په ملګرو ملتونو کې دافغانستان څوکۍ ترلاسه کړي .

دا مهال د طالبانو دحکومت د خارجه وزیر امیر خان متقي په ګډون دطالبانو ګڼ شمیر مشران د ملګرو ملتونو دبندیزو له امله د سفري بندیزونو سره مخ دي.

د سیاسي بندیزونو ترڅنګ د امریکې ، روس، اروپایي اتحاد اؤ یو شمیر نورو هیوادونو له لوري دطالبانو په ادارو د لګېدلو اقتصادي بندیزونو له امله دافغانستان اقتصاد ته زیات زیان اوښتی دی اؤ په دغه هیواد کې ورسره د بې وزلۍ کچه هم لوړه شوې ده.

د څېړونکو وینا ده چې په نړیواله کچه د افغانستان د یوازیتوب نتیجې ددغه هیواد د خلکو لپاره زیاتې سختې دي ځکه چې ددغه هیواد د زیاترو وګړو ژوند په بشري مرستو ولاړ دی.

د انټرنیشنل ګرایسیز( نړیوالو بحرانونو) د ډلې یو څېړونکي ګریم سمیت وي او اې ته ویلي "د نړۍ له لوري د افغانستان د وضعیت معمول ته د راوستلو په خاطر د عمل دیوې جوګه لارې د لټولو اساسي وجه دا ده چې ددې سختې نتیجې افغان ولس زغمي"

د هغه وینا وه چې که په هیواد کې امن وي اؤ افغانستان بیا په نړیواله ټولنه کې ورګډیږي نو له دې به هوایي شرکتونو،بینکونو،تاجرانو،پانګه والو اؤ هر رقم عادي افغان وګړو ته ګټه رسیږي.

دامریکې اؤ طالبانو تړون:

افغانستان نه د ایتلافي ځواکونو په خوندي توګه د وتلو په اړه مذاکراتو کې امریکې دطالبانو سره ژمنه کړې وه چې هغوي به تر اګست 2020م کال پورې طالبان د خپلو بندیزونو اؤ د انصاف محکمه کې د ودرولو په اړه د (Rewards for Justice programs) پروګرامونو نه بهر کړي.

د دوحې په نوم پېژندل شوي دې تړون کې امریکې دا ژمنه هم کړې وه چې هغوي به د نړیوالو مذاکراتو له پېل نه وروسته په شپږو میاشتو کې دننه ملګرو ملتونو ته وړاندیز کوي چې د طالبانو نه خپل بندیزونه لري کړي.

دا مذاکرت په ستمبر کال 2020 کې پیل شول خو په اګست کال 2021م کې دافغان حکومت نسکوریدو له امله بیا دغه مذاکرات کې خنډان راپورته شول.

دطالبانو سره د دوحې په تړون لاسلیک کوونکي د امریکې پخواني سفاریتکار زلمي خلیلزاد وایس اف امریکه ته ویلي د دوي په هغه تړون په بشپړ ډول عمل ونه کړی شوچې له مخې یې که چرې چرې طالبانو ځېنې مخصوص شرطونه پورته کړي وؤ نو بندیزونه به ترې پورته کړل شوي وؤ.

زلمي خلیلزاد وایي دد تړون ددغو اړخونو د ځنډ سره دمخ کیدو اؤ دهغې‌ په نتیجه کې په طالبانو د پرله پسې بندیزونو له امله افغانستان د ګڼ شمیر چیلنجونو سره مخ دی اؤ له دې امله د امریکې په ګډون نړیواله ورورولي هم اغېزمنه کږي

امریکا اؤ طالبان دواړه د دوحې د تړون په بشپړ ډول د نه عملي کیدو پړه په یو بل اچوي .

دطالبانو لخوا پخپله خاوره ترهګرو ته د پناه نه ورکولو د ژمنې باوجود امریکا ته تر ټولو لویې مطلوب ترهګر ایمن الظواهري د طالبانو د واک لاندې کابل کې په یو ډرون حمله کې وژل شوی ؤ.

د دوحې د تړون په حواله د وایس اف امریکه لخوا د امریکې د بهرنیو چارو محکمې ته لیږل شوي پوښتنې ته هیڅ ځواب نه دی ویل شوی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG