واشنګټن – د اسرایلو پوځ په غزه کې له شمالي سیمو وروسته د جنوبي سیمو فلسطینیانو ته هم امر کړی چې په بیړه دې له خپلو کورونو ووځي او خوندي سیمو ته دې ولاړ شي.
رویټرز خبري ادارې د اسرایلو له خولې ویلي، چې د حماس خلاف په شمالي سیمو خصوصاً په الشفا روغتون کې روان عملیات کېدای شي نورو سیمو ته هم وغزوي.
د اسرایلو هوايي ځواکونو د زیارت یا پنجشنبې په شپه د غزې پټۍ په جنوب کې د خان یونس په ختیځو سیمو باندې هم پاڼې غورځولي په کومو کې چې له خلکو غوښتل شوي چې خوندي ځایونو ته دې ووځي ځکه په سیمه کې درانه پوځي عملیات کوي.
دغه ډول پاڼې کابو دوه اونۍ مخکې هم دغلته غورځول شوې وې خو دا ځل اسرایلي ټانکونو په ختیځو سیمو باندې درانه بریدونه هم ورسره کړي.
په دغو پاڼو لیکل شوي، "ستاسو د خوندیتوب لپاره تاسو باید د استوګنې له ځایونو په بیړه ووځي او معلومو پناه ځایونو ته ولاړ شئ."
په پاڼو کې دا هم راغلي، چې "هر څوک چې له ترهګرو او یا د هغوی مرکزونو سره نېږدې وي خپل ژوند په خطر کې غورځوي او هر هغه کور به په نخښه شي چې د ترهګرو لخوا کارول کېږي."
خان یونس د غزې پټۍ په جنوبي نیمه برخه کې موقعیت لري. له شمال څخه په لسګونو زره بې ځایه شویو خلکو د دغه ځای ښونځیو او خیمو ته پناه وړې ده چې له امله یې دغه ځای کې ګڼه ګوڼه له حده زیاته شوې او خلک د خوراکي توکو او اوبو له کموالي سره مخ دي.
دغه ډول د اسرایل دفاعي ځواکونو پر ایکس نن د غزې د جنوب د اوو سیمو «تل الهوا»، «الصبره»، «الزیتون»، «الغربي»، «الدرج التفتاح»، «الشجاعیه» او «جبالیه» سیمو خلکو ته نن تر څلورو بجو پورې وخت ورکړی چې د صلاح الدین سړک له لارې ځانونه وباسي.
د غزې د ۲.۳ میلیونه وګړو له دریو څخه دوه برخې خلک په جګړه کې بې ځایه شوي دي او په خان یونس او د جنوب په هرې بلې برخه کې هر خوندي ځای له خلکو ډک دی.
د ملګروملتونو د بشري حقونو مشر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په غزه کې د ژوند د ناسمو حالاتو او ګڼې ګوڼې له امله ساري ناروغۍ او ولږه په چټکۍ سره خپرېږي.
اسرایلو د غزې په شمالي برخو کې هم د ورته پاڼو له لیارې له ملکي وګړو غوښتي و چې له خپلو سیمو ووځي چې په پایله کې یې په لکونو خلکو داسې وکړل او زیاتره فلسطینیان داسې ګڼي چې ښايي دا بې ځایه کېدل یې ښايي دایمي شي.
د اسرایلو او حماس ترمنځ جګړه وروسته له هاغې پیل شوه کله چې د حماس جنګیالیو د اکټوبر په اومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ چې د اسرایلو په وینا یې شاخوا ۱۲۰۰ اسرایلیان ووژل او څه باندې ۲۰۰ یې له ځانه سره وتښتول.
اسرایلو ژمنه وکړه چې حماس له منځه یوسي او د دې موخې لپاره یې د هوا، سمندر او ځمکې له لیارې په ګڼ مېشتې غزه باندې بریدونه پیل کړل چې د فلسطین د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا پکې تر ۱۱۰۰۰ زیات خلک ووژل شول.
په اسرایلو باندې د نړیوالو لخوا فشارونه زیات شوي چې په غزه کې خپل چلند بدل کړي ځکه دغلته بشری ناورین زیات شوی.
Forum