د برطانیې خارجه وزیر ډېوېډ کمېرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ د اوکراین بندري ښار اوډېسه ته ولاړ او هلته یې وعده وکړه چې برطانیه به د اوکراین د جنګ دپاره د هغه ملک ملاتړ جاري وساتي.
پس د هغه چې پخواني وزیراعظم کمېرون بېرته حکومتي عهده واخېسته او دا ځل د برطانیې خارجه وزیر وټاکل شو، دا یې اولنی بهرملکي سفر دی.
اوډېسه د اوکراین په جنوب کې د تورې بحېرې په غاړه د اوکراین بندري ښار دی چې په اوکراین باندې د روس د یرغل راوروستو، د روس د هوایي حملو معمول هدف ګرځېدلی دی. دا وړومبی ځل دی چې یو برطانوی ډېپلوماټ هغه ښار ته سفر کوي.
کمېرون هلته کې وویل چې برطانیه به اوکراین ته د هر ډول ملاتړ فراهم کول جاري وساتي، "مګر تر ټولو اهم، پوځي مرستې چې تاسو نه صرف د سږکال او د آینده کال دپاره، بلکې تر هر وخته چې مو ضرورت وي" فراهم کړي.
ډېوېډ کمېرون په داسې وخت کې اوکراین ته تللی دی چې هغه ملک د روس په وړاندې جنګ کې د پام وړ کمزوریو سره مخ دی، په شمول د دې چې اوس مهال توجو په منځني ختیځ کې د اسرایل او حماس جګړې ته اوړېدلې ده، یورپي اتحاد چې اوکراین ته د وسلو او ګوله بارودو څه وعدې کړې وې د هغو په پوره کولو کې پاته راغلی، او په امریکا کې سیاسي مقابلو اوکراین ته د واشنګټن اضافي مرستې د خطرې سره مخ کړي دي.
برطانیې ویلي چې د امریکا نه وروستو، برطانیې د ۵.۷ بلین ډالرو په ارزښت تر ټولو زیاته پوځي مرسته اوکراین ته ورکړې ده، او برطانوي پوځیانو تر اوسه دېرش زره (۳۰۰۰۰) اوکرایني عسکر روزلي دي.
د برطانیې خارجه وزیر ډېوېډ کمېرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ خپل بیان کې وویل: "روس فکر کوي چې کولی شي دې جګړې کې تر هغو پاته شي چې غرب په آخره کې خپله توجو بل اړخ ته واړوي. دا خبره تر دې غلطه نشي جوړېدی. ما پخپلې دې نوې عهدېدارۍ کې د صدر زېلنسکي سره په اولنیو خبرو کې دا واضحه کړله چې برطانیه او زمونږ شریکان به تر هغو چې دوی کامیابي حاصله کړي، د اوکراین او د دې ملک خلکو سره خپل ملاتړ جاري وساتي."
د روسي ځواکونو په وړاندې د اوکراین جوابي حمله ډېره کمه کامیابي لرلې ده او داسې ښکاري چې جنګ د تعطل حالت ته رسېدلی، یو داسې حالت چې زېلنسکي خبرداری ورکړی د یو "آتش فشان په شان چې آرام وي خو په یقین سره به سرراپورته کړي."
زېلنسکي د شورو/چهارشنبې په ورځ په کیېف کې خبریالانو ته وویل، "که مونږ غواړو چې دا جنګ ختم کړو، په کار ده چې مونږ یې ختم کړو. په داسې باوقاره توګه یې ختم کړو چې ټوله دنیا پوهه شي چې څوک راغی، قبضه یې کړل او ویې وژل، هماغه کس ذمه وار دی."
د اوکراین د صدر ترمخه، که جنګ د تعطل حالت ښکار شي، د اوکراین آینده نسلونو ته به جنګ کول وي، ځکه "که روس ته سبق ورنکړی شي، نو هغه به بیا راځي."
د اوکراین د ځواکونو لوی کمانډر جنرل والیري زالوژني د اېکانومېسټ مجلې سره مرکه کې ویلي چې جنګ د تعطل حالت ته رسېدلی دی.
خو بل طرف ته صدر زېلنسکي وایي چې حالات د جنګ په محاذ کې ډېر سخت پاته دي، مګر وایي چې باور نلري جګړه دې د تعطل حالت ته رسېدلې اوسي. هغه ټینګار وکړ تر هغو چې روس په مکمل ډول د اوکراین له خطې نه وي وتلي، د روس سره به مذاکرات ونکړي.
Forum