لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر علوي وایي، "پاکستان کې د کلاشنکوف کلچر د افغان کډوالو په راتلو سره سېوا شو"


د پاکستان صدر عارف علوي
د پاکستان صدر عارف علوي

له پاکستانه د اسناد نلرونکو کډوالو د اېستلو په لړ کې، د پاکستان صدر عارف علوي دا پرېکړه د انتظامیې پرېکړه بللې او کډوال یې د پاکستان دپاره غټ بوج بللي دي.

صدر علوي ويلي، "پېنځه دېرش (۳۵) لکه خلکو (افغان کډوالو) ته د ۴۰ کلونو پورې پناه ورکړی شوې، افغانان زمونږ مسلمان وروڼه دي خو زمونږ په اقتصاد یې ډېرې اغېزې شوي، کلاشنکوف کلچر ويل کيږي د افغان کډوالو راتلو سره سېوا شوی دی".

د پاکستان صدر دغه څرګندونې د وي او اې اردو څانګې سره ځانګړې مرکه کې کړي دي. هغه ویلي، "د افغان کډوالوسره د پاکستان په اقتصاد او روزګار اغېزې شوي."

پاکستان د اکتوبر د ۳۱مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی او د لومړي نومبر څخه یې د افغان کډوالو ايستلو لړۍ پېل کړې ده.

د رپوټونو ترمخه د پاکستان نه تراوسه پورې د دوو لکو نه زيات افغان کډوال بيرته ستانه شوي او يا اېستل شوي دي.

د افغان کډوالو ايستلو د پرېکړې او دغه عمل پېل کېدو وروسته د پاکستاني چاوراکو او افغانستان کې واکمنو طالبانو لخوا د يو بل پرضد د بيانونو لړۍ پېل شوې او اړيکې ترينګلې شوي دي.

ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.

خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.

په تورخم کې له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي کډوال
په تورخم کې له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي کډوال

د پاکستان د صدر نه پوښتنه شوې د کډوالو بيرته لېږل په افغانستان کې واکمنو طالبانو باندې فشار اچول دي؟

په ځواب کې نوموړي ویلي، "يو شکايت دی او هغه دا چې پاکستان بيا بيا د کابل حکومت ته وايي چې د خپلې خاورې نه (په پاکستان) کې مداخلت مه پرېږدئ. غېر رياستي عناصر دې د (افغانستان نه) په پاکستان کې کارروايانې نه کوي او پاکستان په دغه لړ کې ثبوتونه هم ورکړي دي".

پاکستان د اوږدې مودې نه په افغانستان تورونه لګوي چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي. خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.

او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په وروستيو کې د پاکستان د نګران وزيراعظم انوار الحق دغه ډول دعوو ته په غبرګون کې ویلي وو، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".

"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".

عارف علوي ويلي، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی او په نړيوال فورم یې ورکړی، ټولو ته یې ورکړی چې زمونږ خاوره به د بل ملک خلاف نه کاريږي".

د نوموړي نه پوښتنه شوې، د باور وروسته ولې افغان طالبان د پاکستان تحفظات نه لرې کوي؟

هغه یې په ځواب کې ویلي، "زه نه يم خبر خو تحفظات نه دي لرې کړی شوي خو زمونږ ورسره مسلسل رابطه ده، د بهرنيو چارو وزارت او دفاع وزارت، مونږ دا ګڼو، افغانستان دې دې لوري ته زياته توجه ورکړي چې معاملات سم شي".

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا د پاکستان د صدر څرګندونو ته سمدستي کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG