لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اف پي: غزه له بیړنۍ قحطۍ سره مخ ده


واشنګټن – د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي مشره سېنډې مکېن وايي، د غزې ملکي وګړي "د قحطۍ له بیړني امکان سره مخ ده."

مکېن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، "په غزه کې کافي خواړه او اوبه نشته او له پولو څخه په ډېره کمه اندازه د اړتیا وړ توکي ورځي."

هغې وویل، "دا هیڅ امکان نه لري چې د یوې سرحدي لارې دې د ولږې اوسنۍ اړتیا پوره شي. یواځینۍ هیله دا ده چې په غزه کې خلکو ته د ژوند ژغورونکو شیانو د رسولو له پاره یوه بله خوندي بشری لاره هم پرانېستل شي."

د اسرایلو پوځ د زیارت په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې دوی شفا روغتون ته ۴۰۰۰ لیتره اوبه او ۱۵۰۰ خوراکه تیار خواړه ورکړل.

د اسرایلو دفاعي ځواکونو په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې لیکلي چې، "د ناروغانو او کارکونکو په ګډون د ملکي وګړو خوندیتوب یو لومړیتوب دی."

اسرایلي ځواکونو دغه ډول د جمعې په ورځ اعلان کړی و چې دوی د نوا مارسیانا په نامه د هغې اسرایلۍ سرتېرې مړی شفا روغتون ته نېږدې موندلی چې حماس د اکټوبر د اومې نېټې په برید کې له ځانه سره تښتولې وه.

څو ساعته وروسته د اسرایلو پوځ وویل، دوی د یهودېت ویس په نامه د هغې ښځې مړی هم شفا روغتون ته نېږدې موندلی چې حماس په اسرایلو باندې د اکټوبر په اومه نېټه له ځانه سره تښتولې وه.

دغه ۶۵ کلنه ښځه د پنځو ماشومانو مور وه او د هغې د مېړه شمولېک ویس مړی د هغوی په کور کې موندل شوی.

اسرایلي سرتېرو په شفا روغتون باندې د شورو یا چهارشنبې په ورځ برید کړی او دغه روغتون یې کتلی و ځکه دوی ویل چې د حماس د قوماندې مرکز هلته دی.

دا انځور اسرایلي پوځ د نومبر په ۱۵ نېټه خپور کړی.
دا انځور اسرایلي پوځ د نومبر په ۱۵ نېټه خپور کړی.

اسرایلو یو شمېر وسلې هم ښودلي چې ادعا کوي په شفا روغتون کې یې موندلي خو حماس وايي، هیڅ وسلې نه دې موندل شوي.

اسرایلي پوځ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یو تونل ویډیو خپره کړې چې حماس د شفا روغتون څخه د باندې سیمې کې کاروه.

دغه ویډیو چې سمدستي نشي تایید کېدای په ځمکه کې یو ژور سوری ښکاروي چې شاخوا یې سمیټي دیوال او شګه ده.

حماس د زیارت په ورځ په یو بیان کې یو ځل بیا دا ادعاوې رد کړي چې دوی دې ګواکې له روغتون څخه د پوځي موخو لپاره کار واخلي او ویلي یې دي چې دا "بیا د غلط نرټېف تکرار دی چې د ا شغالګر پوځ د ویاند کېږي."

په ورته وخت کې اسرایلو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له فلسطینیانو غوښتي چې د غزې د جنوب له څلورو ښارونو څخه ووځي.

اسرایلي پوځ ویلي کېدای شي د حماس جنګیالیو پرضد جګړه دغو سیمو ته پراخه شي او له خلکو یې غوښتي چې ځان خوندي ځایونو ته ورسوي.

اسرایلو له خپلو کورونو څخه د وتلو غوښتنه په هغو پاڼو کې کړې چې د شهېلا، خوزا، اباسان او قراره او دغه ډول د خان یونس نومې ځآی په ختیځو برخو باندې غورځولي دي.

د سیمې خلکو ویلي، چې د شپې هلته اسرایلو درنه بمباري کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG