لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په قانوني توګه میشت افغانان هم وایي په ځورولو بېرته تګ ته اړ کړای شوي


د پاکستان نه افغانستان ته ستنېدونکي ځینې کډوال وایي هغوي پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد لري خو بیا هم پاکستان کې ژوند کولو ته نه پرېښودل کیږي.

دغه کډوال تور لګوي چې پاکستان کې یې د قانوني اسنادو د لرلو باوجود پولیس نیسي، پیسې ترې اخلي اؤ ځوروي یې چې له دې امله اوس هغوي مجبوره شوي دي نور باید پاکستان پریږدي اؤ خپل وطن ته لاړ شي .

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر هم ويلي چې د پاکستان نه د قانوني اسنادو لرلو باجود هم کډوال ويستل شوي دي.

خو د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر ښاغلي سرفراز بګټي بیا دا تورونه رد کړي چې ګنې پاکستان کې قانوني اسناد لرونکي افغانان هم ځورول کیږي. هغه د سینیټ غونډې ته ویلي چې حکومت د څلورو واړو صوبو امنیتي اؤ انتظامي چارواکو ته واضحه ویلي دي چې په قانوني توګه میشت افغانان باید تنګ نه کړل شي.

افغان کډوال شاه ولي او کورنۍ سره يې په پاکستان کې د پاتې کېدو ټول قانوني اسناد شته خو هغوي بيا هم افغانستان ته راوان دي،

دوي د پنجاب ټېکسله ښار کې مېشت وو، وايي د پي او ار کارډونه ورسره وو خو بيا به هم پوليسو ځورول اؤ له دې وجې مجبوره شول چې افغانستان ته ستانه شي۔

له ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "کاروبار مو ډير ښه روان و، د دې باجود چې پي او ار کارډ هم و راسره، هره دويمه ورځ پس به پوليس وړلو او پېسې به يې رانه اخستې، زمونږ دومره کاروبار کې ګټه نه وه څومره پېسې چې به پوليس رانه اخستې، دې نه مجبوره شو چې خپل وطن ته روان شو، پوليس به ويل د دې کارډ هيڅ حيثیت نشته ،مونږ به يې تنګولو او پېسې به يې اخستې"

د شاولي په څېر نورې هم ګڼ شمېر افغانې کورنۍ داسې دي چې د کارډونو لرلو باجود افغانستان ته تلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر ترک د نومبر پر 15مه په یو بیان کې ویلي، دوي ته هم داسې رپورټونه ترلاسه شوي چې د قانوني اسنادو لرلو باجود هم بعضې کډوال له پاکستانه ويستل شوي دي.

نوموړي ويلي د پاکستان د حکومت دا چارې په دې هېواد کې له څو لسیزو راهیسې په شمېر د افغان کډوالو د "روایتي او سخاوتمندانه کوربتوب" سره خلاف دي.

پاکستاني چارواکي وايي تراوسه د دریوؤ لکو نه زيات کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، په دې کې تر ټولو زيات نزدې دوه لکه اؤ شل زره د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي سینیټ ته ویلي تر اوسه چې کوم درې لکه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي په هغې کې یوازې اته زره کسان داسې وؤ چې هغه پاکستاني‌ ادارو په ستانه کړي اؤ وایي نور ټول‌ پخپله خوښه ستانه شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د داخله چارو محکمې چارواکو ډيوه ته ويلي تراوسه د خېبر پښتونخوا نه د ۲۸۰۰ پورې افغانان په زور ويستل شوي دي، نور په رضا کارانه توګه بېرته روان دي.

د شاه ولي رور خيال مامد وايي د پوليسو د ځورولو له وجې يې خپل روزګارونه پرېښي او شتمنۍ يې په نيمه بیعه خرڅې کړې دي.

"څاروي مو په نيمه بيعه خرڅ کړل، ما سره ګاډي وو هغه مو په نيمه بعيه خرڅ کړل، پنجابيانو ته چې مو کومې پېسې قرض وې هغه يې رانه کړې، پاتې شوې، ويل یې تاسو خو هسې هم روان يئ، وس نه لرئ چې رانه يې واخلئ"

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنسټي انټرنېشنل د نومبر پر 15مه په یوه لیک کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورولو، نیولو او له دې هېواده په زوره د ویستلو د بهیر د سمدستي ودرولو غوښتنه کړې وه او دا یې د نړیوالو ژمنو سرغړونه بللې وه.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG