د روغتیا نړیواله اداره ډبلیو ایچ او وایي تمه کېږي د پاکستان د حکومت د بې اسناده خلکو د ایستلو د پلان له مخې شاوخوا 1.3 میلینه افغان کډوال په خپله خوښه یا په زور خپل هېواد ته ستانه شي.
ډبلیو ایچ او د کډوالو د ستنېدلو بهیر ته په کتو ویلي چې د ستنېدونکو کډوالو دغه ناڅاپي بهیر له نورو اړوندو سببونو سره سره د روغتیا په برخه کې د پېښېدونکو ګواښونو په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي.
د روغتیا نړیوالې ادارې د نومبر پر 16مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان ته د دغو کډوالو د ستنېدلو په لارو کې د ساري ناروغیو او په ځانګړي ډول د پولیو وایرس د خپرېدو خطر دی:
"[د ناروغیو] د مخنیوي د یو هراړخیز پلان له مخې ډبلیو ایچ او د ضروري روغتیايي خدمتونو لپاره د 10 میلینه امریکايي ډالرو اړتیا په ګوته کړې چې وطن ته د ستنېدو په وخت اووه لکه ستنېدونکي کډوال علاج ته لاسرسی ولري".
د روغتیا د نړیوالې ادارې په وینا په کېمپونو کې د لنډمهاله اوسېدو پر مهال د ساري ناروغیو د زیاتیدو خطر، مخکینۍ روغتیایي ستونځې، کم خوراکي، بدني او ذهني فشار [خصوصاً په بوډاګانو او مېندواره ښځو کې]، ناامني، سوړ ژمی او نور سببونه علاج ته د لاسرسي مخه نیسي:
"دا سببونه به په روغتیایي، اقتصادي او ټولنیز سسټم باندې فشار زیات کړي چې له مخکې لا خراب دی او دا به په ستنېدونکو او په ځایي مېشتو اوسېدونکو باندې منفي اغېز وکړي".
د روغتیا نړیوالې ادارې اندېښنه ښودلې چې په کومه ټیټه کچه ضروري طبي مواد افغانستان ته ور لېږل کېږي دا به د ستنېدونکو کډوالو چېلنجونه دوه چنده کړي او په شدیدو ناروغیو لکه د وینې فشار او شوګر باندې به یې اخته کړي.
ډبلیو ایچ او وایي علاج ته د محدود لاسرسي له امله دا امکان لري چې ناروغۍ په ځانګړي ډول ساري ناروغۍ زیاتې شي او پر وخت روغتیايي او اضطراري نسايي خدمتونو ته د مور او ماشوم د مرستې له برابرولو پرته د مړینو کچه زیاته شي.
د روغتیا نړیواله اداره وایي دوی دا وخت په افغانستان کې ټول 1,250 روغتیايي کارکوونکي لري او د دې توان لري چې پ ټول افغانستان کې په لوړه کچه د ستنېدونکو کډوالو هجوم کنټرول کړي.
د افغانستان لپاره د ډبلیو ایچ او استازي ډاکټر لیو ډاپنګ افغانستان ته د کډوالو د ور ستنېدلو هرکلی کړی دی خو وایي، "دا د عامې روغتیا په برخه کې د ډاډ تر لاسه کولو لپاره زمونږ د ټولو ګډه وظیفه ده چې مونږ روغتیايي خطرونو د مخنیوي لپاره سیسټمونه او وسایل ولرو".
د روغتیا نړیواله اداره وایي له ایران او پاکستان سره د افغانستان په سرحدي سیمو ننګرهار، کندهار او هرات کې یې روغتیايي ټیمونه د ستنېدونکو کډوالو د ناروغیو د تشخیص لپاره له نړیوالو روغتیايي اصولو سره سم پر ځای کړي دي.
ډبلیو ایچ او ویلي د کندهار په سپین بولدک او د پاکستان په اړخ کې په تورخم کې یې د 30 او 20 بسترو د روغتونونو په جوړولو کې مرسته کړې چې وایي په دوو اوونیو کې به فعاله شي.
د پاکستان حکومت د روان کال د اکتوبر په پیل کې له هیواده قانوني اسناد نه لرونکو 1.7 میلینه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې د وتلو مهلت ورکړی وو او له هغه وروسته یې د دغو خلکو د نیولو او خپلو هېوادونو ته د لېږلو بهیر پیل کړی دی. په دغو بې اسناده کډوالو کې 1.4 میلینه افغانان دي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي، د ستمبر له نیمایي بیا د نومبر تر 13مې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې له پاکستانه 3,27,400 افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.
Forum