لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: پولیس اؤ انتظامیه وایي د ناقانونه افغان کډوالو پرضد یې په پراخه کچه عملیات پېل کوي


د پاکستان دحکومت لخوا هیواد نه په ناقانونه توګه میشت بهرنیو وګړو د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت سرته رسېدلو اؤ په زوره د بهرنیانو د ستنولو د لړۍ پېل کیدو نه وروسته د پېښور پولیسو اؤ انتظامیې د ناقانونه افغانانو پرضد په لویه کچه د عملیاتو پېل کولو اعلان کړی دی.

چارواکي وايي د کډوالو ستنولو د لړۍ له پېل کېدو وروسته ګڼ شمېر ناقانونه کډوال په کورونو کې پټ شوي او له دې ويرې بهر نه راوځي چې پوليس به یې ونیسي اؤ‌ په زوره به یې خپل هیواد ته ولیږي.

امنیتي سرچینې وایي د پېښور په غټو او وړو بازارونو او د استوګنې په سیمو کې د پوليسو له خوا په ناقانونه توګه دمېشت افغانانو په ضد کارروایۍ کېږي او له نيول کېدو وروسته هغوئ تورخم په لاره بېرته خپل وطن ته ستنوي۔

د افغان کډوالو پرضد د لټونې عملیات وروسته له هغې چټک شوي چې د نومبر په ۱۷مه د پېښور د پوليسو او انتظاميه چارواکو له خوا پرېکړه وشوه چې په پېښور کې به په ناقانونه توګه د مېشت افغان کډوالو پرضد په لویه کچه عملیات پېل کولی شي.

افغانستان ته ستنېدونکي ګڼ شمیر افغان کډوال وايي په زوره د را ويستلو له ويرې يې پاکستان پرېښودو او خپل وطن ته روان شول۔

شریف خان هم یو له دغو ستنېدونکو کډوالو څخه دی، هغه ډیوه ته وایي په کارخانو مارکيټ کې یې د لاس په ریړه کار کولو او خلکو ورته ووېل چې پولیس افغانان نیسي نو ځکه هغه د سمدلاسه راووتلو اؤ وطن ته روان شو.

هغه وایي"په پېښور کې لا هم څه نه وو خو مونږ راوتښتېدلو چې خپل وطن ته لاړ شو او سبا بې عزته نه شو".

هغه وایي په افغانستان کې خپل کور نه لري ، جلال اباد ته یې. د تګ اراده کړې ده او بيا به هلته په ارزان نرخ ځانله د کور پېدا کولو هڅه کوي.

د خېبرپښتونخوا د داخله چارو دمحکمې شمېرې ښايي د خېبرپښتونخوا د ۳۶ ضلعو څخه په ۱۹ ضلعو کې په ناقانونه توګه مېشت افغانان نشته. دغه شمېرې ښیي په نورو پاتې ضلعو کې ۱۸،۶۶۵ په غېرقانوني توګه میشت افغانان ژوند کوي.

د پيښور پوليس چارواکو د يوې اعلاميې له لارې ويلي د غېرقانوني افغانانو په ضد به هره ورځ عمليات کېږي او د نيول کېدو نه وروسته به ناصرباغ مرکز يا کېمپ ته وړل کېږي.

افغانستان ته ستېندونکو دغو کډوالو کې افغان زده کوونکي وايي په حکومتي تعليمي ادارو کې يې خپلې زده کړې نيمګرې پرېښودې اؤ هیوا ته په تګ مجبوره شول.

د حکمت الله په نوم زده کوونکی وي او اې ډیوه ته وایي، پېښور کې یې سبق دنوتهیه په لیوني بابا کې په یو سرکاري سکول کې ویلو اؤ دغلته یې ډیر ښه وخت تېریدو خو وایي نور هلته چا ژوند کولو ته نه پرېښودو نو ځکه خپل وطن ته اوس بېرته روان دی.

هغه وایي "په کومه ورځ چې تلو نو ملګري راپسې ډېر خپه شو او ويل یې چې مونږ هم درپسې درځو هغوي هم مهاجر وو ،چې سکول نه راتلم نو خپلو ملګرو او استاذانو سره ملاؤ شوم نو د سکول مشر استاذ هم راپسې ډېر خپه شو"

پاکستاني چارواکي وايي تراوسه د دریوؤ لکو نه زيات کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، په دې کې تر ټولو زيات نزدې دوه لکه اؤ شل زره د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي سینیټ ته ویلي تر اوسه چې کوم درې لکه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي په هغې کې یوازې اته زره کسان داسې وؤ چې هغه پاکستاني‌ ادارو په ستانه کړي اؤ وایي نور ټول‌ پخپله خوښه ستانه شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د داخله چارو محکمې چارواکو ډيوه ته ويلي تراوسه د خېبر پښتونخوا نه د ۲۸۰۰ پورې افغانان په زور ويستل شوي دي، نور په رضا کارانه توګه بېرته روان دي.

د پاکستان د خارچه چارو د دفتر وياندې د نومبر په ۱۷مه د غېرقانوني بهرنیو وګړو د ايستلو د حکومتي پرېکړې دفاع کړې او په سختۍ سره يې د نړيوالو هېوادونو نيوکې رد کړې دي۔

د خېبرپښتونخوا د داخله چارو محکمې شمېرې ښايي د نومبر په ۱۷مه ۲،۳۹۸ افغانان او په مجموعي توګه ۲۲۲،۱۶۴ کډوال خپل وطن ته د تورخم په لاره ستانه شوي دي۔

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG